پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهاستاد مشعل له زندانه خوشې شوی خو لا د خبرو اجازه نه...

استاد مشعل له زندانه خوشې شوی خو لا د خبرو اجازه نه لري

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶)  د طالبانو د رژیم له لوري کابل کې د ښځو د زده کړو لپاره د پوهنتون عدالت غوښتونکی استاد اسماعیل مشعل له یو میاشتیني قید وروسته له زندانه خوشې شوی، خو لا د خبرو اجازه نه لري

د هغه یوه همکار فرید فضلي ویلي، چې مشعل د طالبانو له لوري د نیول کیدو پر مهال سخت ډبول شوی و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ښاغلی مشعل اوس ښه دی، خو د خبرو اجازه نه لري.

د مشعل د خوشې کیدو خبرونه له څو ورځو راهیسې ورکړل شوي وو، خو هغه خپله د رسنیو پر وړاندې څرګند شوی نه دی او نه ده معلومه، چې ولې او کوم ډول وضعیت سره مخ شوی و؟

مشعل، چې د ګڼو کتابونو لیکوال او د پوهنتون استاد و، څو میاشتې مخکې یې د یوې ژوندۍ ټلویزوني خپرونې پرمهال د نجونو پر پوهنتوني زده کړو د بندیز په غبرګون کې خپل تحصیلي اسناد څېرې او د پوهنتون له استادۍ څخه استعفا وکړه.

ښاغلي مشعل له هندوستان څخه د ماسټرۍ زده کړې کړې وې او کابل کې د مختلفو تعلیمي ادارو استاد او ونډه وال و.

هغه له دې اعتراض څخه وروسته د یوې ګرځنده کراچۍ له جوړولو سره د کابل په واټونو کې خلکو ته وړیا کتابونه وېشل، خو طالبانو ونیوه او بندي یې کړ.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه مقام عبدالحق حماد پر ښاغلي مشعل تور پورې کړ، چې د کتابونو له وېشلو سره رسنۍ پر ځان ټولوي او د دوی رژیم تخریبوي.

د طالبانو له لوري د نوموړي نیول کیدل په پراخه کچه توندو غبرګونو سره مخ شوي.

منتقدان وایي، چې طالبان له کتاب او زده کړو سره څه دښمني لري، چې د کتابونو وېش د خپل رژیم تخریب بولي.

2 COMMENTS

  1. موږ فکر کاوه چي حماد مکتب او پوهنتون لوستی او یو معلم وو نو دکتاب مقابله به په کوتک نه کوی
    له استدلال او منطق نه به کار واخلی خو مع الاسف ډده ریاست هم د پوهنتون استاد سخت ډبوی او انسانیت یی فدای ریاست کړ د نورو نه څه ګیله ۰

  2. خر په خرما خوړلو نه پو هیږي او طالبجان په انسانیت ! دخره څټ ته مه دریږۍ په لغته به مو ووهي ! کومو چې د طالب پلوي کوله په لغته یې ووهل او ټول غاښونه یې ور مات کړل ! لعنت په طالب په دا زیړو داړو او له سپږو ډکه ګیرې ! د جاهلانو پلوي جهالت دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب