تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا «UNDP» وايي، د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د پراخو ویجاړیو ترڅنګ زرګونه کسان بېځایه کړي او مهمو بنسټونو ته یې هم زیان رسولی دی.
د سپوږمکۍ د معلوماتو پر اساس د دې ادارې د ارزونو له مخې، له زلزلې وروسته شاوخوا ۶۴۹ زره ټنه خاورې او کنډوالې، چې د نژدې ۴۰ زره او ۵۰۰ بار وړونکو موټرو له بار سره برابرېږي، باید پاکې شي. اټکل کېږي چې له ۲۳ زرو تر ۳۱ زرو پورې کسان د زلزلې له امله بېځایه شوي دي.
د ملګروملتو پراختیايي پروګرام وايي، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو په ځینو برخو کې ۲۴۶ زره ودانۍ، چې کورونه، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه هم پکې شامل دي، په داسي سیمو کې دي چې د زلزلې اغېز پکې په لوړه پیمانه دی. همداراز د برېښنا د شبکې ۴۶۲ کیلومتره مزي له خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، په زیانمنو سیمو کې د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، خوړو او اوبو اړتیاوې جدي دي. دغه اداره وايي، د ژمي تر رارسېدو مخکې باید ژر تر ژره د خوندي سرپناه د برابرولو او د ویجاړو شویو سیمو د پاکولو غم وخوړل شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له نړیوالې ټولنې د مرستو د زیاتولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د زلزلې له امله د زیانمن شویو سیمو د بیارغونې ترڅنګ باید د خلکو د معیشت د بېرته پیاوړي کولو او د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې د سیمو د مقاومت د زیاتولو لپاره هم کار وشي.
د ملګرو ملتونو د ګډې ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو په ځینو برخو کې د ۶ درجې زلزلې له امله ۱،۹۹۲ کسان مړه شوي، ۳،۶۳۱ نور ټپیان شوي او تر ۸،۳۰۰ ډېر کورونه ویجاړ یا سخت زیانمن شوي دي.