جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: ط افغان ښځو او نجونو سره د بشري جنایت په...

ملګري ملتونه: ط افغان ښځو او نجونو سره د بشري جنایت په کچه چلند کوي

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶)  د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي ګزارشګر ریچارډ بنټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

نوموړي په دغه راپور کې وویل، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند د بشري جنایت په کچه دی.

هغه وویل، طالبانو د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي لږکیو، د پخواني افغان حکومت د امنیتي ځواکونو او کارکوونکو خپلسري نیول او پرې بندیزونه دومره زیات کړي، چې نړۍ یې په دغه هېواد کې د بشري حقونو له یوه فوق العاده بحران سره مخامخ کړې ده.

نوموړي په ورته وخت کې طالبان د واک په جنسیتي، قومي او سمتي انحصار تورن کړل او وویل، چې دوی سیاسي واک له کابل څخه کندهار ته لیږدولی.

نړیوال ګزارشګر له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې جدي دریځ ونیسي او پرې نه ږدي، چې د بشري حقونو د نقض ورځ تربلې زیاتوالی په افغانستان کې په یوه عادي چلند بدل شي.

طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې ورته نیوکې رد کړي دي.

3 COMMENTS

  1. دا وحشی جنایتکاره او د افغان ملت راوستل شوی دوښمنان له مینځه تلوونکی دی او وروسته به راوستل شوو ملی خائینینو د جعلی طالب تر نامه ، جعلیو په هدایت تښتیدلی تنظیمونو او د افغان ملت تباهی تهداب ایښودونکی کمونیستان به دوباره د افغان ملت تباهی او افغانستان بربادی ته چانس پیدا نکړۍ شی او حتی نه د اجنبیانو په کومک !!!!
    اصیلو افغانانو ددی یادو اجنبیو غلامانو وحشتونو او ظلمونو پدی ۴۵ کالونو کښی مکمل درس اخیستۍ دی او د مرتجعو منورینو تبلیغات چی د طالبانو په عوض بله الترناتیف وجود نلری دا هم د اجنبیو له خوا ورکړ شوی تخریبی تبلیغات دی !!!!!

  2. ملګری ملتونه د ډاکتر نجیب الله د حکومت د دسیسی څخه تر اوسه د افغانستان د ناخوالو او غمیزو مسول دی. ملګری ملتونه هره جمعه د 40 میلونو ډالرو خلتی لیږی. لنډه داچه د افغانستان د ټولو غمیزو مسولین ځینی نا اهله تربیه شوی افغانان دی او هم ملګری ملتونه دی.

  3. دغرب جتایتکاران دنورو په بدنامولو خپل جنابات پټه وی. دا چی دوی دټاکسیک ملحدینو په لاس اداره کیږی دمتدینو دولتو په ضد هر اقدام ته حاضر دی. اوس داسی جوتیږی چی دا جنایتکاران دمړه چرګانو په ډول دبیرته ژوند کولو رقصونه کوی.
    دامریکایی او اروپایی شکست نه وروسته دوی دخپل اقتدار دساتلو هلی ځلی کوی خو باخبره خلک ددوی زوال ترانی وایی. افغانستان الحمد لله ددوی دجنازی لرګی برابر کړی او که نن وی یا سبا دهمدی جنایتکارانو دخښولو مراسم به هم راورسیږی.
    طالبان دی موفق واوسی چی افغانستان دسلکلنو غربی کارغانو خلاص کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب