Homeخبرونهبلخ کې د ۱۱ ولایتونو د وزلوبې ټورنمنټ پیل شوی

بلخ کې د ۱۱ ولایتونو د وزلوبې ټورنمنټ پیل شوی

تاند:( سې شنبه، د کب ۱۶)  په بلخ ولایت کې پرون د وزلوبې فدراسیون له خوا د ۱۱ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې ټورنمنټ پیل شو.

 د یاد ټورنمنټ د پرانیستې په مراسمو کې د وزلوبې دوستانه سیالۍ هم وشوه، چې د ۹ ولایتونو له هرې لوبډلې شپږ ـ شپږ اسونو پکې برخه اخیستې وه. په دوستانه سیالۍ کې بدخشان ۱، بلخ ۲ او سرپل هم یو امتیاز په خپل نوم ثبت کړ.

د یادونې وړ ده، چې یاد  ټورنمنټ د لس ورځو لپاره د یوولس ولایتونو د لوبډلو ترمنځ جوړ شوی، چې نهه هغه یې:  فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، بامیان، لوګر بلخ ته رسېدلې دي او دوه نورې( بغلان، سمنګان ) د رسېدو په حال کې دي.

په دې ټورنمنټ کې د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او زابل ولایتونو نېزه بازانو هم ګډون کړی او د ټورنمنټ ټولې لوبې له ملي سپورټ څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...