ادبیات د ټولنې له روح، عواطفو، هیلو او احساساتو سره سرو کار لري. مخاطب یې انسان موضوع یې ژوند او ټولنه ده. په ټوله کې ادبیات یو سخت زړی سړی د هنري الفاظو په واسطه نرم زړی کوي. دغه هنري الفاظ به په یوه لیکنه یا یو اثر کې وړاندې شوي وي. د ادبیاتو غوندې یو اثر هم مخاطب او موضوع لري.
اثر هغه ټولګه ده چې په هغې کې د یو څه په اړه معلومات وړاندې شوي وي. اثر د هره څانګې کتاب لپاره استعمالېږي نه یواځې د ادبیاتو لپاره بلکې د هره علم لپاره کارول کېږي. یو اثر درې ضلعې لري چې هره یوه به یې په لنډه ډول تشریح کړو.
لومړۍ برخه یا ضلعه یې پنځګر دی په دې برخه کې د کتاب لیکوال د مطالعې لاندې نیول کېږي، چې څه ډول انسان دی، د هغه اخلاق، کړه وړه او ژوند په پام کې نیول کېږي. د اثر اخلاقي لوری یې مطالعه کېږي. هغه څه چې یې په اثر کې ذکر کړي حقیقت لري که نه کوم اخلاق چې یې په اثر کې ذکر کړي په ورځني ژوند کې یې پلي کړي او که یې هسې د کاغذونو مخونه تور کړي دي. د ژوند په کوم ډول شرایطو کې یې اثر پنځولی کوم لاملونه وو چې اثر یې وپنځوه؟ دغه ټولې برخې په لومړۍ ضلعه (برخه) کې څېړل کېږي.
دویمه برخه یا ضلعه یې مخاطب یا لوستونکی دی یو لیکوال چې اثر پنځوي نو هغه باید خپله لوستونکی یا مخاطب په پام کې ونیسي. په ټوله کې بریالی لیکوال چې کله یو اثر لیکي نو هغه د خپل مخاطب ځانګړی کوي او د هغه د پوهې په کچه اثر پنځوي. که چېرته یو ادیب لیکنه کوي او د هغې نظریې پلوي وي چې ادب د ادب لپاره. لیکنه یې د ادیب لپاره کوي نه غواړي چې عادي کسان ورباندې پوه شي نو د ادب د ادب لپاره د نظرې اړوند یې عمل کړی که د ادب د ژوند لپاره نظریې پلوي یې کړې وي نو هغه لیکوال عادي لیکنه کوي او هر څوک یې پر لیکنه پوهېږي. په دې ضلعه کې د اثر مخاطب په پام کې نیول کېږي.
درېیمه برخه یا ضلعه د یوه اثر کره کتونکی یا نقاد دی، لیکوال چې کله اثر لیکي یا پنځوي نو هغه باید کره کتونکی په پام کې ونیسي که چېرته کره کتونکی په پام کې ونیسي نو کره او ښه مواد به ټولنې ته وړاندې کړي. که یې کره کتونکی په پام کې نیولی نه وي نو ډېر داسې مواد به ټولنې ته وړاندې کړي چې د هېچا په درد ونه خوري. په ټوله کې هر اثر چې پنځول یا لیکل کېږي باید ټولنې ته یو څه ګټه ورسوي او د لوستونکو د پوهې د لا غوړیدو لامل وګرځي.