شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد پرزول شوي نظام ولسي جرګه: ط-ان دې د چترال -واخان د...

د پرزول شوي نظام ولسي جرګه: ط-ان دې د چترال -واخان د کوریډور په اړه وضاحت ورکړي

تاند( پنجشنبه ، د اسد ۶ مه) ‏‏د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام ولسي جرګې د چترال -واخان د کوریډور د جوړیدو په اړه غبرګون ښودلی.

دغه جرګه، چې وروستي رییس یې مير رحمان رحماني له څه مودې راهيسې په انلاين ډول د غونډو د پیل خبر ورکړی، په يوه اعلاميه کې ېې د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتل شوي، چې په دې اړه ملت ته وضاحت ورکړي.

د يادې جرګې په اعلامیه کې ټينګار شوی، چې افغان ملت په خپل قلمرو کې هیڅ هېواد ته د تجاوز او سرغړونې اجازه نه ده ورکړې او په وړاندې يې په قاطعانه توګه درېږي.

اعلامیه زیاتوي، چې ګاونډي هېوادونه بلخصوص پاکستان او تاجيکستان باید د موضوع حساسیت درک کړي او د نړېوالو قوانینو او د افغانستان د خلکو د غوښتنو په مخالفت کې د کورېډور د جوړېدو څخه جدأ ځان وساتي.

د اعلاميې په پای کې راغلي:«د طالبانو له ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوو، ترڅو د نوموړي مغرضانه حرکت په وړاندې ودرېږي او اجازه ورنکړي ترڅو د افغانستان ژئوپولیتیک موقیعت ارزښت د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا اتصال د پله په توګه له منځه ولاړ شي او په دې تړاو افغان ملت ته وضاحت ورکړي.»

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو سياسي خوځښت نن په یوه اعلامیه کې پر طالبانو د پاکستان پراخ نفوذ ته په اشارې ویلي، چې پاکستان د واخان کوریډور په شان غوښتنو لپاره افغانستان کې لاسپوڅی حکومت غواړي.

 د واخان له لارې منځني اسيا ته د پاکستان د لار موندنې له هڅو تېره اونۍ پرده پورته شوه، چې په پراخه کچه د افغانانو توند غبرګونونه ېې وپارول.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور په یوه مرکه کې ټينګار وکړ، چې د افغانستان يوه انچ خاوره به هم دوی چا ته ورنه کړي.

له دې سره په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي، چې د طالبانو جنګياليو په بدخشان ولايت کې د ياد شوي کوریډور لپاره د پاکستان له لوري لګول شوې نښې او جوړ شوی څلی له منځه وړی دی.

ويل شوي، چې د طالبانو جنګياليو دا کار د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په امر کړی.

د واخان د‌ دغې موضوع په اړه د طالبانو ضد و نقيضو څرګندونو پاکستان سره په دې اړه د پټو معاملو په اړه د خلکو پوښتنې او شکونه زيات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب