سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبطنزونهخسرګنۍ که د زرو کټورۍ (طنز) لیکوال : حبیب بختیال

خسرګنۍ که د زرو کټورۍ (طنز) لیکوال : حبیب بختیال

ډیر کم به داسې څوک پیدا شي چې له زوم سره یې ښه کړي وي او د کم ولور په اخیستلو او نورو امتیازاتو په وروکولو سره یې د زوم زړه لاسته راوړی وي او په زوم باندې ګران وي، ځکه خو د ځینو کره چې خسر یا خواښې کور ته ورشي نو وايي چې نن مې لوی تربور میلمه دی، خو په ځینو باندې بیا داسې ګران وي چې له خپلو نږدې خپلوانو یې هم قدر او عزت ډیر کوي لکه د یو زوم په څير چې په خپل خسر یې سر قرباناوه او هغه داسې چې :

د بازار په یوې له ګڼه ګوڼې ډکې کوڅې کې چې د بنجاره توکو پلورنځي په کې وو د یو دکان تر مخ د یو سپین ږیري او یو ځوان تر منځ جګړې ته ډیر خلک راټول شول، چې ځینو ورته رډ رډ کتل او د ځوان سپکو سپورو ته یې خندل او ځینو نورو بیا چې د خیر ښګڼې پلویان ښکاریدل د منځګړیتوب په دود یې هڅه کوله چې جګړه سړه کړي او دواړه غلي کړي.

زه چې ورنږدې شوم نو ځوان هماغسې په دودو احساساتو کې ؤ او د پخوا په څير یې سپین ږیري ته ګواښونه کول او هڅه یې کوله چې له خلکو ځان خلاص او سپین ږیری د زړه له کومې په سوکانو او لغتو له اخ او ټوخه وغورځوي. په همدې وخت کې یوه نوي راغلي کس په لوړ غږ وپوښتل چې څه خبره ده او په څه مو سره شخړه ده؟ چې له دې پوښتنې سره ځوان وار وړمبی کړ او داسې یې په خبرو خوله خلاصه کړه :

  • دا بوډا وايي چې څوک ږیره توروي په دنیا او آخرت دې یې مخ تور وي! وایم دده د ها پلار او نیکه مخ دې تور وي.

نوي راغلي سړي سپین ږیري ته مخ ورواړاوه او ورته یې وویل چې دا ځوان څه وايي او څنګه مو سره شخړه شوه؟ بوډا په وارخطايۍ چې خولې پرې راماتې وې داسې په خبرو خوله خلاصه کړه:

  • وه وروڼو زه په دې دکان کې ناست وم چې دا لیونی راغلو او له دکانداره یې د ږیري تورولو رنګ وغوښت او چې ملګري دکاندار مې د رنګ پاکټ ورکولو نو ما وویل چې ږیره سپینه شي تورول یې څه په کار او چې څک ږیره توروي نو په خپل ځان ملنډې وهي خو دا مې نه دي ویلي چې مخ دې یې په دنیا او آخرت تور وي.

د سپین ږیري له دې خبرې سره ځوان بیا لکه د لیوني په څیر ګواښونه پیل کړل او ویل یې چې بوډا دروغ وايي. خو ځوان څخه بیا نوي راغلي مشر پوښتنه وکړه او ورته یې وویل چې ولې یې په دې خبرې توند غبرګون ښودلی او په ده پورې څه تړاو لري؟ ددې خبرې په اوریدو سره ځوان دا ځل دې مشر ته احساساتي شو او په داسې حال کې چې ګڼ شمیر کسانو نیولی ؤ او خولې پرې راماتې وې داسې یې ځواب ورکړ:

  • زما خسر ما ته له خپله ځانه هم ګران دی او زه پرې خپل سر ورکوم، هغه له نوي کالو پورته دی خو ږیره توروي او هر څوک چې زما په مخ کې د ږیري توروونکي غیبت کوي او وايي چې ږیره تورول ناروا دي د هغه به زه خوښ شم او د داسې کس….

چې له دې سره یې په سپکو سپورو پیل وکړ او راغلیو کسانو چې د ځوان دا وینا واوریده نو ټولو په یو ځل داسې وخندل چې د ځوان او سپین ږیري تر منځ بیلتون ترینه پاتې شو، خو ځوان نور هم په احساساتو کې شو د سپین ږیري سره جګړه ترینه هیره شوه او د خلکو دې حالت په لیدو سره یې دا ځل خلکو ته بد رد وویل او په داسې حال کې چې خلکو هماغسې خندل ده داسې په خبرو خوله خلاصه کړه:

  • که خسر تاسو ته دښمن ښکاري خو ما ته تر هر څه زیات دی هاغه مو نه دي اوریدلي چې وايي : چا ته تور چا ته به سپین یې ، ما ته د زرو کټورۍ ښکارې مینه

ددې لنډۍ په اوریدو سره خلکو نوره هم وخندل، خو ځوان یې په داسې حال کې له منځه راووت چې له غوسې غوړمبیدو او خولې پرې را ماتې وې. او د نوي مشر چې دا حالت ولید نو یو بل ملګري ته یې مخ ورواړاوه ویې ویل:

  • دې ته وايي زوم موږ هم وایو چې زومان لرو؟!

خو ملګري یې په خندا خبره ورغبرګه کړه او ورته یې وویل چې :

  • ولې دا وروستۍ لور دې په دیرش لکه ولور ور نه کړه؟ د نورو خرچونو خو یې حساب نه کیږي او بیا وایې چې زوم دې هم درنه خوشحال وي او خپله خسرګنۍ دې د زروکټورۍ وبولي؟!

مشر چې دا خبرې واوریدې تندی یې تریو شو او سر یې په منفي اکر په داسې ډول وخوځاوه چې افسوس او پښیمانتیا ترینه څرګندیده.

غزنی ، د شپې یوولس بجې . ۲۱ ، ۴ ، ۱۳۹۵ دوشنبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب