شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاد اسپرین په وسیله د مغزو د تومور درملنه

د اسپرین په وسیله د مغزو د تومور درملنه

تاند – د ماغزو د سرطان له ناروغۍ سره په مبارزې کې یوه مهمه ستونزه هغه ځای ته د درملو رسول دي چې مغزي تومور یا دانه پکې وي، خو اوس څېړونکي وايي، داسي اوبلن اسپرین یې جوړ کړی چې مغزو ته رسېدای شي او لږترلږه په دې تجربوي پړاو کې یې بې له دې چې د مغزو نسجونو ته تاوان ورسېږي، د مغزو سرطاني حجرې له منځه وړي دي.

د ساینس الرت ویبپاڼې د راپور له مخې، د بریتانیا د پورټس مت پوهنتون د مغزي تومورونو د تحقیقاتي مرکز څېړونکو د خپلو څېړنو پایله په پولنډ کې د مغزي تومورونو په کالني کنفرانس کې وړاندې کړه.

د دوی د تحقیقاتو نتیجه تراوسه پوري په کوم علمي ژورنال کې خپره شوې نه ده.

خو د پورتس مت پوهنتون څېړونکي وايي، د دوی له لوري په مغزو کې سرطاني دانو ته د اوبلن اسپرین د رسولو ازمېښت ډېر بریالی و او ۱۰ برابره د مغزو د سرطاني تومورونو د له منځه وړلو امکان زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب