شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلوستونکی اړ کړئ چې داستان ولولي | محمد خالص ادیب

لوستونکی اړ کړئ چې داستان ولولي | محمد خالص ادیب

په داستان کې تلوسه داسې ده لکه د انسان په جسد کې روح که چېرې د انسان په جسد کې روح نه وي، هغه حرکت او فعالیت نه شي کولای، د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي، څوک دومره ارزښت نه ورکوي، همداسې  په داستان کې تلوسه هم دومره ارزښت لري که چېرې په داستانونو کې سپنس موجود نه وي لوستونکی له لوستلو  سره دومره لیوالتیا نه ښيي.

تلوسه د لوستونکي په ذهن کې سوالونه خلق کوي، همدغه سوالونه د لوستونکي ذهن په کشمکش کې اچوي؛ نو دې ته اړ کېږي، چې دخپلو پوښتنو د ځوابولو لپاره په داستان لوستلو باندې پیل وکړي، تر څو خپلو پوښتنو ته ځواب پیدا کړي، تر هغې چې کیسه تر پایه پورې ونه لولي پوښتنې یې نه ځوابېږي، مجبور دی داستان تر پایه  ولولي، خپلې پوښتنې ځواب کړي.

تلوسه باید د کیسې له پیل څخه له داستان سره مله وي، که چېرې د یوې کیسې پیل له سپنس سره مل پیل شوی وي؛ نو په اول کې د لوستونکي په ذهن کې سوالونه پیدا کېږي لوستونکی دې ته لیواله کېږي چې د خپلو سوالونه لپاره ځوابونه پیدا کړي په کیسه لوستولو باندې شروع کوي.

که چېرې په کیسه کې تلوسه په پیل کې نه وي نو لیکوال مجبوره دی په منځ کې دې برخې ته پام وکړي؛ خو دومره په په زړه پورې نه وي، څومره چې د داستان په پیل کې وي ځکه دلته به مو له لوستونکو سره یو ډول ظلم کړی وي په هغې به مو کیسه تر نیمايي په وچ زور لوستې وي او یا هم ډېری وخت داسې هم کیدای شي، چې لوستونکي ته د کیسې اول دویم پاراګراف خوند ورنه کړي ځای پر ځای یې پرېږدي په بله کیسه باندې پیل کوي.

خو که چېرې تلوسه د کیسې په پای کې وي داستان به مو هېڅ لوستونکی ونه لري ځکه اول په پیل کې باید تلوسه وي بیا که لیکوال ونه توانیږي د کیسې له منځ که دې برخه ته توجو وکړي، نظر پای ته به ډېره ښه وي؛ خو که چېرې په پای کې تلوسې ته توجو وکړو، زموږ داستان به هېڅ لوستونکي ونه لري؛ ځکه په زور باندې خو په چا باندې څه نشو لوستی.

کله چې موږ فلمونه ګورو، هلته هم په لومړيو کې له داسې صحنو سره مخامخ کېږو، چې هغه زموږ په ذهن کې کېني خو هماغه صحنې ددې سبب   کېږي چې موږ دې ته اړ کړي چې فلم تر اخره وګورو، ځکه موږ په دې لټه کې و، چې هغه پېښې څنګه؟ چا؟ ولې؟ رامنځته شوې دا او دې ته ورته په لسګونه پوښتنه موږ مجبوره کوي، چې فلم تر اخره وګورو.

تلوسه په داستان کې په دوه ډوله ده یو هغه چې د داستان له پیل څخه تر پای پورې له داستان سره مله وي بل هغه چې وروسته له کیسې لوستونکی دې ته اړه کړي چې فکر وکړي لیکوال باید دواړو اړخونو ته زیاته توجو وکړي.

نوم هم دې کیسې هغه برخه ده چې باید پکې تلوسې ته زیات پام وشي د زیاتره کیسو نومونه ددې باعث شوي دي چې په لوستونکي باندې کیسه تر پایه پورې ولولي.

اوس هم راځو د هېواد تکړه ناول او کیسه لیکوال نصیراحمد احمدي کیسې ته تم کیږو، ګورو چې ښاغلی احمدي په څومره مهارت سره په کیسه کې تلوسه تر پایه پورې ساتلی ده او لوستونکی یې له ځان سره ساتلی دی مهربانه لیکوال هم دې ته وايي چې لوستونکو سره ظلم ونه کړي.

د کیسې پیل داسې دی:” یو قاتل په اعدام محکوم شو، دا عنوان د ورځ پاڼې په لومړي مخ کې لیکلی و، نوره لیکنه مې ولوسته”.

همدغه کیسه د” قاتل” تر عنوان لاندې ده، کله چې موږ د کیسه په لوستلو باندې پیل وکړو، په اول کې ذهني ټکان راکوي، یوه نه بلکې له ډېرو پوښتنو سره مو مخامخ کوي، څوک یې وژلي و؟ ولې یې وژلی و؟ د چا له خوا اعدام شو؟ په عام محضر کې اعدام شو که کوم ځای چېرې پټ؟ ولې یې په بند محکوم نه کړ؟ د حقوق بشر کمیسون چېرته و چې نوموړی قاتل اعدام کېدو؟ ایا تر اوس اعدام کېږي؟ دې او دې ته ورته په لسګونه پوښتنې زموږ ذهن کې راولاړېږي چې هره یوه یې ځواب غواړي، همدغه سوالونه هغه وخت ځوابېدلی شي کله چې موږ کیسه تر پایه پورې ولولو، د کیسې پیل کې دا جمله ډېره زوروره وه، چې لوستونکی د داستان لوستلو ته زیات هڅوي “نوره  لیکنه مې ولوسته” دلته نو لوستونکی نور هم له ځان سره اخلي چې څه وشول.

دا د لیکوال مهارت دی چې څنګه لوستونکی له پیل څخه په کشمکش کې واچوي، ذهن یې ناارامه کړي او دې ته یې اړ کړي چې داستان ورباندې وګوري/ولولي نه داسې چې په زور مو اړ کړی وي، چې کیسه ورباندې ولولو/وګورو.

له دې سره سم د کیسې په بل پاراګراف کې راځي: “ تېره ورځ یوه بېسواده کلیوال د ښار مشهور ډاکټر په سکریټ دانۍ وویشت، ډاکټر په سر ولګید، ځای پر ځای یې ساه ورکړه، قاتل له مقاومته پرته پولیسو ونیو، پرون یوې محکمې د پانیسي حکم ورته واوراوه”.

په کیسه کې دا هغه پاراګراف دی چې لوستونکی نور هم له ځانه سره تړي سره له پورتنیو پوښتنو نورې هم ورته پیدا کېږي؛ نور یې هم له ذهني کشمکش سره مخامخ کېږي په دې لټه کې کېږي چې د کلیوال سړی حالت ورته معلوم شي، چې ولې یې دومره جرئت کړی دی، چې د ښار تر ټولو مشهور ډاکټر به سکریټ دانۍ سره ویشت د مرګي ناځوانه غیږ ته یې ورکولو.

همداسې کیسه په بل ځای کې راځي:”ګوره! دا موږ دومره وخت نه لرو، زه ستا وکیل یم، په محکمه کې باید له تا څخه دفاع وکړم، کیدای شي چې سزا دې راکښته شي، خو اول باید په خبره پوه شم، کیسه څه وه تا ولې ډاکټر وواژه؟”.

دلته لوستونکی نوره هم له کیسې سره دلچسپي ښکاره کوي غواړي چې په خبره باندې ځان پوه کړي ځکه له قاتل څخه پوښتل شوي ده، هغه پس له دې څخه کیسه ورته کوي، په کوم دلیل باندې یې چې ډاکټر وژلی دی؛ خو لاهم لیکوال د کیسې اصلي غوټه نه ده سپړلې وروسته له دې څخه ورو ورو د کیسې په غوټه سپړلو شروع کوي؛ خو لوستونکی نظر مخکې وخت ته نور هم له کیسې سره لیوالتیا ښکاره کوي، غواړې چې ځان له اصلي قضیي څخه خبر کړي.

د کیسې په پای پاراګراف کې راوړل کیږي:”  یوه ګاونډي زما د زوی ژامه ورتړله.. پر سترګو مې تیاره راغله، ساه مې بنده بنده کېده، سر مې دروند و، منډه مې کړه، پر زینو وختم، ډاکتر له شیشې څخه د باندې کتل، په تیلیفون کې یې خبرې کولې، خندل یې.. لړمون مې اور واخیست، د میز په سر یوه سګریټ دانۍ اېښې وه، لاس مې ور وغځاوه، درنه راته واېسېده، فکر کوم چې له ډبرې جوړه وه، سګرټ دانۍ مې پورته کړه، ټول زور مې په ښي لاس کې راټول کړ، سګرټ داني د سړي ککرۍ ولګېده، اخ ته هم پاتې نه شو، سپینې سترګې را واوښت. سړي غلی شو. ما ورته وکتل، له سترګو یې رڼې اوښکې روانې وې. وروسته یې سر پورته کړ، په ژړغوني غږ یې وویل:

  • قتلونه مختلف دي، څوک یې برالا وژني او څوک یې هم؟!!!

سړی یودم وژړل او خبرې یې پرې شوې”.

دلته د کیسې غوټه خلاصېږي، نوره  نو کیسه ختمه شوې ده، هغه توقع چې په پیل کې له لوستونکي سره وه چې  قاتل به اعدام کېږي د هغې خلاف پای ته رسېږي او دا قصاوت لوستونکی ته پرېښودل کیږي چې د کیسې په اړه څنګه  قضاوت کوي.تر ټولو په کیسه غوره پای هم دادي چې لوستونکی په کیسه د کرکترونو د شوي کړنو په اړه فکر وکړي بیا وروسته له ځانه سره قضاوت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب