نجيب محفوظ د عبدالعزيز زوی د ابراهيم احمد پاشا لمسی د مصر هېواد د قاهرې ښارپه جميليه نومې سيمه کې د ۱۹۱۱مېلادي کال په ډسمبر مياشت کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلاريې دولتي مامور و.
محفوظ د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته د قاهرې پوهنتون کې د فلسفې په برخه کې په ۱۹۳۵مېلادي کال د ليسانس سند ترلاسه کړ .
کله چې له پوهنتون څخه فارغ شو، لومړنۍ دنده يې د اوقافو اداره کې واخيسته او وروسته د هنر ادارې د سانسور څانګې مدير شو او وروسته له سینما د ملاتړ ادارې مشري ور تر غاړې شوه او بلااخره يې د کلتور وزارت د سلاکار په توګه خپله وروستۍ دنده پيل کړه .
دا چې له ليکوالۍ سره يې مينه زياته وه، نو لومړنی رومان يې په ۱۹۳۹ مېلادي کال خپور شو، د قاهرې په اړه دری ګوني رومانونه (بين القصرين) ( قصرالشوق) او (السوکريه) يې له مهمو رومانونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو دريو رومانونوکيسې يې د قاهرې ښار د مختلفو کورنيو د دريونسلونو، چې له لومړۍ نړيوالې جګړې پيل او د ۱۹۵۲کال نظامي کودتاه چې د شاه فاروق د حکومت په ړنګېدا پای ته ورسېدې راغلې. د رومانونو نومونه يې د قاهرې له دښتواو ځايونو ورته ټاکلي، چې محفوظ پکې د ماشومتوب او نوي ځوانۍ دورې تېرې کړي، د دغو رومانونو ليکنه يې په ۱۹۵۶م کال پيل کړې، چې خپله محفوظ يې د خپلو کارونو تر ټولو غوره هغه ګڼي .
محفوظ د مصر پخواني سلطنتي رژيم ، د انګليس ښکېلاک او اوسني مصر په اړه خپل انتقادي نظريات خپاره کړل، د ده ډېری رومانونه د ټولنيز ژوند، ښځو او سياسي بنديانوپر حالاتو راڅرخېدل.
د نوموړي نور ډېری اثار د لمن ليکونو په ډول په خپرونو کې خپاره شول، چې له هغې ډلې څخه يې (زموږ د چم هلکان)او د (مدق کوڅه) چې د همدې پر اساس په مګزيک هېواد کې د سلما هايک په ګډون فلم هم جوړ شو.
محفوظ نږدې ۴۰رومانونه او دلنډوکيسو ټولګې، تر دېرشو زياتې راډيويي او سېنمايي ډرامې وليکلې .
د هغه په پنځونو کې لاندې آثارو ته اشاره کولای شو.
مصر القديمة/ لرغونی مصر/ ۱۹۳۲
همس الجنون/ د لېونتوب چیغه/ ۱۹۳۸
عبث الأقدار/ د برخلیک لوبه/ ۱۹۳۹
رادوبيس/ رادوبیس، د فرعون مینه/ ۱۹۴۳
كفاح طيبة/ سپېڅلې جگړه/ ۱۹۴۴
خان الخليلي/ ۱۹۴۵
القاهرة الجديدة/ مدرنه قاهره/ ۱۹۴۶
زقاق المدق/ د مدق کوڅه/ ۱۹۴۷
السراب/ سراب/ ۱۹۴۹
بداية ونهاية/ پیل او پای/ ۱۹۵۱
ثلاثية القاهرة : د قاهرې درې کیسې
بين القصرين/ د دوه ماڼیو ترمنځ / ۱۹۵۶
قصر الشوق/ د هیلو ماڼۍ/ ۱۹۵۷
السكرية/ مستي/ ۱۹۵۷
اولاد حارتنا/ زموږ د چم هلکان/ ۱۹۵۹
ليلة القدر/ د قدر شپه/ ۱۹۵۹
اللص والكلاب/ غل او سپي/ ۱۹۶۱
السمان و الخريف/ ۱۹۶۲
دنياالله/ ۱۹۶۲
الطريق/ لاره/ ۱۹۶۴
الشحاذ/ سوالگر/ ۱۹۶۵
بيت سيء السمعة/ ۱۹۶۵
ثرثرة فوقالنيل/په نیل لامبو وهونکی / ۱۹۶۶
ميرامار/ ۱۹۶۷
خمارة القط الأسود/ ۱۹۶۹
تحت المظلة/ تر خېمه لاندې/ ۱۹۶۹
شهر العسل/ ۱۹۷۱
المرايا/ هېندارې/ ۱۹۷۱
حكاية بلا بداية ولا نهاية/ بې سر او پایه کیسه/ ۱۹۷۱
الجريمة/ جنایت/ ۱۹۷۳
الحب تحت المطر/ ۱۹۷۳
الكرنك/ / ۱۹۷۴
حكايات حارتنا/ زموږ د چم کیسې/ ۱۹۷۵
قلبالليل/ ۱۹۷۵
حضرة المحترم/ ۱۹۷۵
ملحمة الحرافيش/ ۱۹۷۷
الشيطان يعظ/ ۱۹۷۹
الحب فوق هضبة الهرم/ ۱۹۷۹
عصر الحب/ ۱۹۸۰
أفراح القبة/ ۱۹۸۱
ليالي ألف ليلة وليلة/ ۱۹۸۲
الباقي من الزمن ساعة / ۱۹۸۲
رأيت فيما يرى النائم/ ۱۹۸۲
أمام العرش/ ۱۹۸۳
رحلة ابن فطوطة / ۱۹۸۳
التنظيم السري / ۱۹۸۴
العائش في الحقيقة/ ۱۹۸۵
يوم مقتل الزعيم/ کله چې د قوم مشر ووژل شو / ۱۹۸۵
حديث الصباح والمساء/ د شپې او ورځې کیسه/ ۱۹۸۷
صباح الورد/ ۱۹۸۷
الفجر الكاذب/ ۱۹۸۸
قشتمر/ ۱۹۸۸
أحلام فترة النقاهة / ۲۰۰۴.
د محفوظ (زموږ د چم هلکان) او د (مدق کوڅه) رومانونو د ۱۹۸۸کال د نوبل نړيواله جايزه تر لاسه کړه، استاد اسدالله ((غضنفر)) د نوبل د جايزې د وړونکو په اړه وايي :(د نوبل د جايزې په وړونکو کې فرق دی. ځينې يې له جايزې سره مشهور شول او ځينو يې د جايزې شهرت او عتبار زيات کړ، زما په خپل ګومان محفوظ له دويمې ډلې سره تعلق لري)
دا مصری ليکوال لومړنی مسلمان ليکوال دی، چې د نوبل نړيواله ادبي جايزه يې ترلاسه کړه، خو د جايزې د ترلاسه کولو لپاره يې سوېډن ته د سپين ږيرتوب او ناروغۍ له امله سفر ونشوای کړای، خو د سوېډن اکاډيمي ته يې خپله ليکلې وينا واستوله چې بل چا ولوستله. دی په دې وينا کې وايي چې زه د يوه مصري په توګه د دوو تمدنونو بچی يم، يو د لرغوني مصر او بل د اسلامي تمدن .
په ډېری عربي هېوادو کې د محفوظ پر کتابونو بنديز هم وو، دابنديز ځکه وو،چې د انور سادات او اسرايلو ترمنځ په ديويد پنډغالي کې له شوي هوکړه ليک څخه يې ټينګ ملاتړ اعلان کړی وو، خو دغه بنديز د نوبل د جايزې له ګټلو وروسته بېرته لېري شو.
نجيب محفوظ په ۲۰۰۶مېلادي کال کې د ډاکترانو له لوري د سر په برخه کې له يو لړ ناکامو عملياتو وروسته وفات شو.