سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د استاد الفت نثر او نثري کلیات یې | حفيظ الله بشارت‎

د استاد الفت نثر او نثري کلیات یې | حفيظ الله بشارت‎

ډېر مخکې مې په يوه ادبي غونډه راپور لوست، دا راپور دومره شاعرانه لیکل شوی و چې د اصلي موضوع جوهر پکې مړ و.
په عین وخت کې مې د یوې بلې غونډې راپور هم ولوست، په دې راپور کې د غونډې ډېر جزوي مسایل هم رااخيستل شوي وو، خو ژبه يې دومره وچه او بې نمکه وه تا به وېل که د ادبياتو کوم درسي کتاب لولم.
دې ته ورته مې يو ځل د کاروان صاحب کومه لنډه کیسه لوسته، له نوموړي دا کیسه دومره شاعرانه نثر ته کوزه شوې وه چې له سره پرې د داستان تيورۍ نظريه نه تطبیقېدله.
زه اوس په دې نظر يم چې د علمي مقالو یا تحقيقي لیکنو لپاره باید له ساده او روان نثر څخه کار واخیستل شي، ځکه دا ډول لیکنې موږ مبتدي او عالي کسانو دواړو ته کوو، د دې ډول ليکنو نثر شاعرانه کول، په لوی لاس د اصلي موضوع لوستونکي ته پيکه کول دي.
د تخلیقي هرې لیکنې لپاره هم خپل قالب موجود دی، بايده نه ده چې موږ د لنډه کیسه یا ناول په شاعرانه نثر ولیکو.
د دې برعکس که یوه تخلیقي لیکنه دومره د وچ نثر خاونده شي، لکه د استاد ازمون یونلیکونه یا دومره شاعرانه شي، لکه د کاروان صاحب لنډې کیسې…. په دواړو حالاتو کې به رانه پيچيده ګي او بېخوندي رامنځته شوې وي.
ما تر اوسه دا فکر کولو چې له استاد غضنفر پرته شاید په معاصر ادب کې دومره خوږ، روان، ساده او د هنر له خوږو مالامال نثر د بل ليکوال نه وي، خو کله مې چې د استاد حبيبي په یوه لیکنه کې د ارواښاد الفت د نثر ځانګړنې چې د نوموړي نثر یې هم شعر ښودلی و، ولیدې او په څنګ کې مې یې د بې ګناه بندي لیکنه هم د نمونې په ډول ورسره ولوسته، مجبور د نورو کتابونو د پیدا کولو په هڅه کې یې شوم.
له ښه مرغه د استاد د ټولو تخلیقي، تحقيقي لیکنو او ژباړو مجموعه چې د الفت نثري کلیات کتاب کې راټولې شوې دي، ولوستې.
دا لیکنې د استاد اسماعیل یون په زيار راټولې او د يوه لوی کتاب په بڼه چاپ شوې دي.
فکر کوم د يون صاحب په ټوله پورکارۍ کې غوره کار همدغه د الفت صاحب د لیکنو تدوین او راټولونه ده.
د استاد الفت له لیکنو ماته دا جوته شوه چې استاد څنګه په یوه لیکنه کې ساده ګي، رواني، د هنر خواږه او د شاعرانه نثر ځانګړنې ځای پرځای کړي دي.
د ښيښې په څېر نثر چې غضنفر صاحب پرې پوره يوه مقاله کښلې ده، په هغه کې ټولې يادې شوې ځانګړنې د ارواښاد په هره لیکنه کې له ورایه سترګکونه وهي، همدا علت دی چې د استاد د شعر په پرتله د هغه نثر دوه چنده زیاته ښکلا او زيات لوستونکي لري.
په ټوله کې د استاد الفت نثر د شکل له مخې ساده، روان، شاعرانه، له تکلف او تصنع څخه لرې او عام فهمه دی، خو د محتوا له لحاظه بیا له نوي، انتقادي، د ټولنیز درد څخه رغېدلی، د ازادي فکر پلوی او…. څخه برخمن او مالامال دی.
اوس به دې “الفت نثري کلیات” کتاب باندې هم څو لنډې خبرې وکړو.
دا کتاب که څه هم تر پنځه ځله پورې چاپ شوی، خو زما په لاس کې يې د څلورم چاپ خواږه وو.
څلورم چاپ يې ټول ټال 690 مخونه لري چې د يون صاحب له څلوېښت مخیزې سریزې سربېره پکې د استاد د لیکنو مجموعه په 13 فصلونو کې راټوله شوې ده.
په لومړي فصل کې د استاد “غوره نثرونه” لکه د پردې خبرې، لاروی، ژوند، نوی نسل، لوی او وړوکی، خدمتګار، عقل، پوهه او هوښیاري، د شاعر تحفه، انتخاب، ښه او بد، ولاړې اوبه او…. نور راوړل شوي دي.
په دوهم باب کې د استاد د “لیکوالي، املا او انشا” په اړه د دوه دهقانان، دوه جنازې، ملي یووالی، ژوند، ډار، حقيقت او…. په اړه بېلابېلې خوندورې مقالې لوستی شئ.
زه نه پوهېږم چې دې مقالو ته ولې د لیکوالي، املا او انشا نوم ورکړل شوی، حال دا چې په دې اړه پکې يوه خبره هم نشته، شاید دلته یا يون صاحب تېروتی وي او یا استاد په لوی لاس د دې عنوان ټاکنه کړې وي.
درېیم فصل د “بله ډېوه” تر عنوان لاندې د خپلې ژبې، ملیت، حرکت او ویښتوب، ګڼل، د محبت رڼا، شعر و ادب او…. په زړه پورې لیکنو څخه برخمن دی.
څلورم فصل بیا په څه لیکل یا ليک پوهه باندې غږېږي.
پنځمه برخه له ځينو اجتماعي مسایلو او نظرياتو پرده اوچتوي.
همداسې په ترتيب سره نور بابونه په ادبي بحثونو، نوي ادب او سبک باندې عالي لیکنې په خپل ځان کې لري.
لوړ خیالونه او ژور فکرونه بیا د دې کتاب تر ټولو غوره او اوچت باب دی.
په دې فصل کې د ځینو مشهورو عالمانو هغه اوچتې ویناوې راژباړل شوې دي چې يوازې اوچت خیاله او ژور فکره ذهنونه پرې پوهېدلی شي، مثلاً:
هغه څوک چې نه شې هېرولی، ښه سړی نه دی. څوک چې همېشه د بل د ملامتۍ خاطره له ځانه سره ساتي، د ښه زړه خاوند نه دی.
د پوهې په اړه بېکن وایي: د پوهې قوت ته وزرونه مه ورکوئ، بلکې څه سرپ ور پورې وتړئ.
د حقيقت اظهار مترلینګ داسې بیانوي: که زه د حقيقت په اظهار کې زیان ووینم پروا نشته، خو چې حقيقت زما د پوچوالي په وجه زیان ونه ویني.
د نېکانو ارمان سپنسر داسې ښيي: د نېکانو لوی ارمان دا دی چې د سړیو جوړولو په کار کې برخه ولري، که څه هم د دوی کار پټ پاتې شي او څوک پرې پوه نه شي.
د هوګو په قول: بدبختي ده چې عقل او پوهه تربیه کوي.
قوت او جرأت د اسمایلز له نظره: د سیند په اوبو کې مخ پورته تګ قوت او جرأت غواړي، ګني د اوبو له جریان سره موافق تګ مړه کبان هم کولی شي.
او….
د کتاب په وروستیو فصلونو کې د استاد مختلفې نورې اجتماعي، سیاسي او… لیکنې چې ځينې يې په مستعارو نومونو خپرې شوې دي، د هغه وخت له بېلابېلو مجلو څخه راټولې او د دغه کتاب برخه ګرځېدلې دي.
په ټوله کې د استاد الفت د لیکنو ښکاره رنګ و خوند په دې کې دی چې د فکر د ازادۍ ملاتړ، په سیاسي ګوندونو او څېرو کنایوي او ځای ځای جوت انتقاد، ټولنیز درد د ارواپوهنې له دیده شنل، اندک بیني، وړو څیزونو ته له ځير عینکو ورکتل او…. په دومره خواږه او روان نثر بیان شوي دي چې سیال یې شاید کلونه کلونه وروسته هم راپیدا نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی