سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد امریکاجمهوري غوښتونکي استازي؛ طالبانو سره دې ډالري مرستې بندې شي

د امریکاجمهوري غوښتونکي استازي؛ طالبانو سره دې ډالري مرستې بندې شي

تاند ( سه شنبه ـ د میزان ۳مه) فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا په استازو حرګه کې د جمهوري غوښتونکو وکیلانو یوه ډله په دې هڅه کې ده چې له طالبانو سره د امریکا ډالري مرسته بنده کړي.

د فاکس نیوز په راپور کې راغلي، چې یاده ډله د يوې نوې لایحې د وړاندې کولو په حال کې ده، چې له مخې به یې د طالبانو له خوا د «لاسوهنو د اندېښنو» له امله له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې شي.

د راپور پر بنسټ، د کانګرس جمهوري غوښتونکي جاش برچین ويلي، چې د بایډن او هاریس ادارې ویجاړونکي وتلو افغانستان بېرته طالبانو ته وسپاره او د دوی په خبره دا اوس څرګنده شوې چې د امریکا د مالیه ورکونکو ډالر د طالبانو په ګټه کارول کیږي.

فاکس نیوز د برچین له قوله وایي، د دغه لایحې تصویب د دې لپاره اړین دی چې د امریکا د مالیې پیسې نور د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په غیر مسٶولانه ډول ونه کارول شي.

خو بل لورته بیا عام افغانان وایي په تېر کې هم د نړیوال مرستې عامو خلکو ته نه رسېدې او اوس خو بیخي نه رسېږي.

افغانستان کې اقتصادي سقوط او  بشري ناورین  زیاتېدو ته په کتو د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، که چېرې پر دغه هېواد محدودیتونه کم نه‌شي او افغانانو ته بېړنۍ بشري مرستې ونه رسېږي، په دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځ ته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب