سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهابراهیم ځدراڼ: لوبغالي ته له راګرځېدو پرته بله هیله نلرم

ابراهیم ځدراڼ: لوبغالي ته له راګرځېدو پرته بله هیله نلرم

تاند (سې شنبه ـ د میزان ۳مه) د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې  پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې لوبغالي ته را ګرځېدل یې لویه هیله ده.

هغه زیاته کړي: « زه نور څه نه غواړم پرته له دې چې میدان ته راوګرځم، د خپل ګران هېواد استازیتوب وکړم او داسې نندارې وړاندې کړم، چې تاسې ټول پرې وویاړئ.»

ابراهیم ځدراڼ له افغان مینه والو ته په اشاري ویلي، چې ستاسې مینه او ملاتړ زما لپاره د هرڅه معنا لري او په خبره یې دا هغه څه دي، چې ما د هرې ننګونې پر وړاندې هڅوي.

نوموړي وړاندې لیکلي: «زه به بېرته پیاوړی شم، ان شاء الله. تر هغه وخته، مهرباني وکړئ ما په خپلو دعاګانو کې وساتئ.»

ابراهیم ځدراڼ له نیوزلنډ سره تر ټیسټ لوبې وړاندې په تمریناتو کې ژوبل شو او تازه یې تېر ماسپښین په انګلستان کې د ښنګرکي عملیات وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي؛ نوموړي ته له یوه فیزیوټراپېسټ سره د لس اوونیو د پاتې کېدو سپارښتنه شوې، چې پر ځانګړو حرکتونو پوره روغ شي.

افغانستان کې هم د کرکټ په ځانګړي ډول د ابراهیم ځدراڼ مینه وال هیله لري، چې نوموړی به ژر روغ او ملي لوبډلې ته راستون شي. دوی د ابراهیم ترڅنګ له کرکټ بورډ نه غواړي چې د مجیب ځدراڼ په اړه هم تازه معلومات خپاره او له رغېدو وروسته یې بېرته ملي لوبډلې سره یوځای کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب