سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهتاجکستان؛ افغانستان او ازبکستان ته د ۸۲ ملیون دالرو په ارزښت برښنا...

تاجکستان؛ افغانستان او ازبکستان ته د ۸۲ ملیون دالرو په ارزښت برښنا ورکړې

تاند ( سه شنبه ـ د میزا ۳مه) د تاجکستان یو شمېر رسنۍ وایي دې هېواد د سږني کال له جنورۍ تر اګست میاشتې افغانستان او ازبکستان ته د څه باندې ۸۲ میلیون ډالرو په ارزښت برښنا صادره کړې ده.

سرچینې وایي د تاجکستان، دا اندازه د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳  اعشاریه ۳  یا نږدې ۳ میلیون ډالره کمه ده.

د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې د دې مودې په لړ کې، د تاجکستان د برښنا تولید شاوخوا ۱۵.۴ میلیارد کیلو واټ ساعتونو ته رسېدلی، چې له دې څخه یو میلیارد کیلوواټ ساعته صادره شوې.

اوسمهال د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان او پاتې ۲۰ سلنه یې ازبکستان ته کېږي.تاجکستان د ۲۰۲۴م کال لپاره له دغو دواړو هېوادونو سره د برښنا د صادراتو په اړه یو تړون لاسلیک کړ.

د مالوماتو له مخې افغانستان تر اویا سلنه ډېره مصرفي برښنا له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب