سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+د خبرونو اورېدل ولې اړین دي؟

د خبرونو اورېدل ولې اړین دي؟

لیکوال: شاه‌محمد بشیر

هره ورځ له بېلابېلو تلویزیونونو، راډیوګانو، ورځپاڼو، انلاین…رسنیو نه خبرونه ګورئ او اورئ. رسنۍ خپلې موخې او اهداف لري. دا چې رسنۍ د کومې پالیسۍ له مخې خبرونه چمتو کوي او تر لیدونکو او اورېدونکو یې رسوي؟ په دې برخه کې بلا ډېرې خبرې کېږي؛ خو دلته غوړم په دې خبرې وکړو، چې زموږ لپاره خبرونه کتل/ اورېدل ولې اړین دي؟

 د سیاسي، اقتصادي، تبلیغاتي… موخې ترڅنګ اړیو چې د ورځې اړوند د هېواد او له هېواد بهر پیښې، روان جریاناتو او حالتو باندې پوه شو. د دې ادرس رسنۍ دي، چې موږ ته کولای شي، هر ورځ پر خپل وخت معلومات راکړي. که موږ سوداګري/ کاروبار کوو؛ مجبور یو چې د ورځې د اسعارو له بیو خبر شو، ځکه زموږ ډېری راکړه ورکړه په بهرنیو اسعارو دی. د بېلګې په ډول د ډالرو ښکته پورته کېدل زموږ په ورځني نرخ کې بدلون راوستلی شي. که سیاسي فعال یو؛ نو د روان سیاسي وضعیت د څېړلو او پرې پوهېدلو لپاره هم موږ له سیمې او نړۍ سره خپل راکړه ورکړه د روان سیاسي وضعیت له مخې مخته بوځو.

هغه څوک چې نه په سیاست او نه هم په اقتصاد کې ځان ګډ بولي؛ د هغوی لپاره هم د خبرونو اورېدل اړتیا دی. د ژوند د ښه کولو او د ورځې د ستونزو د حل لپاره اړیو چې نوي معلومات ولرو. د دغو معلوماتو په درلودل سره کولای شو، په ژوند کې د ځان او کورنۍ لپاره تدابیر ونیسو. د بیلګې په توګه موږ د هرات ولایت د څو کلونو پخوانی یو خبر راخلو.

« په هرات کې د مور او پلار د بې احتیاطۍ له امله درې ماشومان مړه شول.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماشومان په ګرمه هوا کې په یوه موټر کې بند پاتې وو چې کړکۍ یې تړلې وې او هېڅ ډول هوا موټر ته دننه نه ننوته.

ښاغلی جلالي زیاتوي:د اکسيجن د نشتوالي له امله دوه ماشومان په موټر کې او يو بل ماشوم د دغه روغتون په عاجله څانګه کې مړه شوي دي.

د ښاغلي جلالي په وینا، دا پېښه د سې شنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغو ماشومانو مور او پلار په روغتون کې دننه د ثانوي طبي انستیتیوت په ازموینه ګډون کړی وو.»

د دې خبر په اورېدلو سره مې تل ذهن کې دا وي، چې کله راسره موټر کې ماشومان وي؛ غواړم د څه اخیستلو او یا هم د کوم کار لپاره دوی موټر کې پرېږدم، ذهن ته مې د هرات دا واقعه راځي. لومړی د موټر شیشې ښکته کوم او ترې ځم. که څه هم بیخي د لږ وخت لپاره هم له موټر نه لرې کېږم.

دا او دېته ورته ګڼ خبرونه زموږ په ورځني ژوند کې اړین دي، ترڅو زموږ د ژوند او د احتمالي پېښو د رامنځته کېدلو مخه ونیول شي. د خپل او کورنۍ د ژوند د ژغورولو ورهاخوا کولای شو، د یو اړمنې کورنۍ او یا هم د اړمن انسان په اړه کوم خبر یا راپور اورو؛ د انساني همدردۍ له مخې ورسره د خپلې وس مطابق مرسته کوو. د ځینو کسانو په اړه د خبرونو او راپورونو په نشرېدلو سره یو بسته کورنۍ له ستونزو خلاصه شوې دی. ښه بېلګه یې په ننګرهار کې د یوې کورنۍ ټول غړي؛ د ماشومانو په ګډون د خښتو په بټۍ کې د خیتۍ په سر د تل لپاره مزدوران وو. د ذبیح‌الله غازي د یوه راپور په جوړولو چې امریکا‌غږ نشر کړ، هغه کورنۍ یې له تل غلامۍ خلاصه کړه. دا راپور نمونه دلته راوړو.

«ناچاري او د ځان بېګاري؛ ننګرهار کې یوشمېر کسانو د خښتو بټیو کې ځانونه ګرو کړي.

د ننګرهار په سرخ‌رود ولسوالي کې یوشمېر کسان د خښتو بټیو له څښتنانو سره په ګروي مزدوري کوي. د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالي کې د پخو خښتو د بټیو کارکوونکو له خپلو مالکانو لا دمخه خپل معاش او یا هم له معاش زیاتې پیسې اخیستې دي او اوس ورسره د دغو پیسو د خلاصولو لپاره په ګروي کار کوي.

۴۹ کلن سلام‌خان چې له تېرو څو کلونو راهیسې دلته په بټیو کې کار کوي وايي، په وروستیو کې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله اړ شو چې د خښتو بټۍ له څښتن څخه پنځوس زره افغانۍ پور واخلي، خو شرط یې دا و چې دغه پور به ورته د کار په بدل کې ادا کوي.

نوموړی وايي، د ګروي د ژر خلاصېدو لپاره خپل کوچني ماشومان هم بټۍ ته د کار لپاره راولي. هغه زیاتوي: «ما په تېر ژمي کې له خپل مالک څخه پنځوس زره افغانۍ واخیستې او اوس اړ یم چې همدا پیسې خلاصې کړم. د دې لپاره چې دا پیسې ژر خلاصې شي، خپل واړه بچیان مې هم کار ته راوستي دي؛ کار یې سخت دی، خو څه وکړو؟»

په سرخ‌رود کې د یوې بلې بټۍ کارکوونکی رضا‌ګل چې خپل کوچنی ورور او یو اته کلن زوی یې هم له ځان سره کار کولو ته راوستلي وايي، د بټۍ له څښتن څخه یې دېرش زره افغانۍ اخیستي چې د خلاصولولو لپاره یې اوس اړ دی هره ورځ لس ساعته کار وکړي.

د نوموړي په خبره، تر هغه یې چې پور نه وي ادا کړی، بشپړ معاش یې نه ورکوي. رضاګل وايي: «موږ دلته په ګروي باندې کار کوو. معاش مو کم دی او لګښت زیات. اړ یوو چې پیسې زیاتې واخلو. د بټیو مالکان بیا د هغو په بدل کې موږ ته کار راسپاري او اړ یوو چې هغه خلاص کړو.»

په ورته وخت کې د ننګرهار په سرخ‌رود کې د خښتو بټیو مسوولان هم وايي، خپلو کارکوونکو ته تل په دې شرط پیسې په پور ورکوي چې په بدل کې یې بیا کار ورسره وکړي.

د خښتو د یوې بټۍ مسوول میراغا وايي، شاوخوا څلوېښت کسان ورسره پر کار بوخت دي او ډېری یې داسې دي چې له ده څخه یې د خپلو اړتیاوو پر بنسټ، له وړاندې پیسې اخیستې دي. د نوموړي په وینا، پوروړي یې پیسې نه لري او دی اړ دی چې په بدل کې ترې کار واخلي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي هم مني چې په دغه ولایت کې یوشمېر کورنۍ او ماشومان په بټیو کې پر سختو کارونو بوخت دي، خو په خبره یې، هڅې یې پیل کړي چې ټول ماشومان له دغو سختو کارونو وژغوري.

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله ثاقب په دې اړه  وویل:«په ننګرهار کې زیات شمېر ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي. زموږ هڅه دا ده چې دوی له دغو کارونو وژغورو او د زده‌کړو اسانتیاوې ورته برابرې کړو، څو زده‌کړې وکړي.»

سرخ‌رود د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې له کلونو راهیسې په‌کې د پخو خښتو سلګونه بټۍ فعالې او زرګونه کسان په‌کې پر سختو کارونو بوخت دي او د کارګرو ډېره برخه یې دغه ډول ګرو شوې کورنۍ او ماشومان دي.»

د دې راپور په نشرېدلو سره او په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو ترمنځ له لاس په لاس کېدلو وروسته ورته په کور دننه او بهر ګڼ شمېر خلکو مرستې راټولې کړې، چې د پور له خلاصېدلو سره سره یې کاروبار هم پیل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب