جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودجناب پوهاند ډاکتر زیار صاحب!/ استاد معصوم هوتک

جناب پوهاند ډاکتر زیار صاحب!/ استاد معصوم هوتک

نه پوهېږم چي بیا مو ولي پېریان راته پرسترگوسول. زما دا لیکنه چي یو دوې جملې ئې پرتاسي درنې پرېوتلي دي اوځانته مو یو واربیا د دونده (دومره) مکرراتو د لیکلو تکلیف ورکړی دئ، ما پنځه کاله پخوا (سپټمبر ۲۰۱۰ع) لیکلې اوخپره کړې وه. څلورکاله پخوامي د خپل کتاب (پرمعیاري ژبه دمعیارپه ژبه یوه څېړنه) په دوهم چاپ کي ورسره مل کړې وه. درې کاله کېږي چي زماپه شخصي سایټ (www.hotakonline.com) کي پرته ده اوپنځه اوونۍ پخوا تاندوالو زما له خبرولو اوپوښتلو پرته پخپل انتخاب بیاخپره کړه چي غالباً به ئې زماله سایټ څخه رااخیستې وه. دبیاخپرېدو په اړتیائې زماسرهم نه خلاصېدئ چي ولي ئې زماددغي لیکني دخپراوۍ ضرورت احساس کړی وو. چي رشتیادرته ووایم په زړه کي مي ناولی لاس ووهل سو چي خدای مه کړه په دغه بیا خپرولوکي خوبه ” تر وریجولاندي کم (کوم) هډوکی مډوکی پټ سوی نه وي .” په هرصورت،دتاندوالو نیت چي هرڅه وو، زه ئې د خیر او ښېگڼي نیت بولم خو خواشینی په دې سوم چي ددې لیکني پرخپرېدو خوپنځه کاله تېرسوي دي اوس ولي ” اپېز مړسو اوسترگي ئې بادامي سوې!” خواشیني مي له دې اسیته هم ده چي دلیکني بیاخپرېدوستاسي حساس رگ راوپاراوه او دالیکنه مو خپلي ( ډاکټرۍ) ته سپکاوی وگاڼه چي زما مقصد پکښې هیڅکله دانه وو، بلکي مراد مي دخپلو نظریاتو څرگندونه وه او ده. ماپه دې لیکنه کي غوښتي دي چي دانگرېزي ژبي په پېښو (تقلید) موږپښتانه هم کولای سو چي (ږغ) او(غږ) دواړه شکله معیاري وبولو، (سي، سو) او (شي، شو) دواړه ومنو. دازمایونظر دئ او ښه پوهېږم چي دژبي ټیکه داران ئې نه راسره مني، خو دادي هم زړه ته واچوي چي دنظر څرگندولو حق راڅخه اخیستلای نه سي.

جناب استاده!

زه دامنم چي تاسي په دغه سپین ږیرتوب کي دورځي اووه اته ساعته کمپیوټرته ناست یاستئ اوپه څلورو ژبو لیکني کوئ. داهرچاته معلومه ده. ستاسي غم دي خدای نه راویني.خودغه نااهل شاگرد دي هم بېکاره نه دئ ناست اویوازي ئې په ۲۰۱۳ ع کال کي د زر و یوې شپې درې زره و اته سوه مخه ژباړه بې له هیڅ راز امتیازه پرپښتو ولوروله او له خدایه راضي یم چي ستاسي قیمتي وخت ئې پرهغې باندي دیو دوه مخه لیکني له اسیته ضایع کړی نه دئ.

جناب استاد !

تاسي پخپله لیکلي دي چي انحصاریت مو ” هیجاني قضاوت” نه دئ بلکي” څانگپوهیزانحصاریت” دئ. خو زماعاجزانه فکربیاراته وایي چي انحصاریت ته که هررازپرتوگ ورواغوستل سي، بیاهم ناولی اوکرغېړن کاردئ. انحصارگر دبل چا نظر او فکر، اند اوعقیدې ته درناوی نه لري. انحصارگر دبیان پرآزادي، دعقیدې پرآزادي او پر دموکراسي باورنه لري. انحصارگر آمرانه حکمونه کوي، نورخلک ئې ترنظر کوچني ورځي. انحصاریت که د(ډاکترۍ) په پلمه وي، که په بله بهانه، دمتعصبینو کاردئ. ددنیا ټول علما، پوهان، دانشمندان، متخصصین، ماهران، اونور اکاډمیک خلک دنورو نظریاتوته درناوی لري. منل او نه منل دهرچاخپل حق بولي خو درناوی ئې انساني اوبشري مسئولیت گڼي. زماله انحصاریت څخه دزړه له کومي کرکه کېږي او نفرت ځني لرم.

جناب استاده!

د ډاکټرۍ کاغذ له پزي پزي مه راوهه! نه تاسي ښه په ایسئ او نه پربل چاکم (کوم) تاثیرلري. زه به له ډېرانه راولاړسوی لیکوال یم او ږیره به مي هسي په ټوکوسپینه کړي وي، خوداسي مي هم مه گڼه چي هر ډول انحصاریت ته به تسلیم سم.

ماپه کندهارپوهنتون کي د۲۰۱۳ع کال په علمي څېړنغونډه کي دوینا پروخت داستادبختاني صاحب، پروفیسرسیال کاکړصاحب، استاد رفیع صاحب، ډاکټرځیرکیارصاحب، ډاکټرپالوال صاحب ، ډاکټر فاروق اعظم صاحب، ډاکټرروستار تره کي صاحب،ډاکټررفیقي صاحب، استادصمیم صاحب،ښاغلي لېوال صاحب او نورو آغلو او ښاغلو په مخ کي ستاسي یوه خبره رانقل کړه چي ” گرامر دژبي اساسي قانون” دئ. خودامي هم ورسره زیاته کړه چي که په یوه اساسي قانون کي دملت دټولو افرادو غوښتني او گټي خوندي نه وي، دغه اساسي قانون مشروعیت نه لري او په عملي کولوکي خلک ناغېړۍ کوي. دژبي په گرامرکي هم که دبېلابېلو لهجوځانگړتیاوي په پام ونه نیول سي، داگرامر دټولي ژبي گرامرنه دئ او دعملي کېدو چانس نه لري. د(راغوڼدولو)پرځای د(سره بېلولو) وسیله گرځي. اوس هم په همدې عقیده یم. داعقیده نه څوک راڅخه اخیستلای سي اونه ئې زه ترهغو پوري پرېښوولای سم چي ناسموالی ئې چاپه منطق اواستدلال سره راته ثابت کړی نه وي.

جناب استاده! تاسي هم پخپلو لیکنوکي دڅلوروگړدودو دغورچاڼ خبره کوئ، خوپه عمل کي ئې ډېرخیال نه ساتئ. ښه مثال ئې ستاسي دهمدې گیلې په سرلیک کي د”تربره” کلمه ده چي (دکاکادلور) په معنائې دپښتوپه نورو لهجوکي (ترله) بولي. دنارینه ووله پاره (تربور) او دښځمنو له پاره (ترله) کاروي. دا او همدې ته ورته نور په زرو مثالونه سته چي تاسي او نورغورځاوڼ ئې دڅلوروگړدودو له ادعاسره سره منلوته تیارنه یاست. ستاسي آمرانه حکم دادئ چي نورپښتانه به هرومروستاسي پرلارپه پټو سترگوځي،کنه نوله پښتوڅخه وتلي خلک ئې بولئ او زیاراوکارته ئې دخاشې ارزښت نه ورکوئ!

جناب استاده!

تاسي په خپلو مرکواولیکنوکي څوځایه زماد(بخښني غوښتلو) مسئله تکراروئ او داسي ئې تحریفوئ چي گویا ماستاسي څخه په بخښنه غوښتلو سره له خپلو عقایدولاس اخیستی دئ او توبه مي درته کښلې ده. زه چي ستاسي د۷۵ یمي کالیزي غونډي ته دنابللي مېلمه په توگه درغلم ( نابللی مي ځکه وویل چي دغونډي جوړوونکو دعوت نه ووراکړی ، زه پخپل سر او پخپله اراده درغلی وم) او هورې مي ستاسي دکاراوزیار دستایني په باب ویناوکړه، دهغې هم آډیو ثبت راسره دئ او هم مي ترغونډي دوې درې اونۍ وروسته پخپل یونلیک کي رااخیستې ده چي په هماغه وخت کي په ویبپاڼواو ورځپاڼو کي خپورسوی دئ اوزماپه خپله پاڼه کي هم دادرې کاله کېږي چي پروت دئ. دلته به دلوستونکو دمعلوماتوله پاره دهغې لیکني یو اوږد نقل قول راواخلم . هورې مي په غونډه کي دخپل گډون دلایل اودخپلي وینایوه برخه داسي راوړې ده :

” …. دپنجشنبې ورځي ته مي تلوسه وه. دزیارصاحب کالیزي ته ورتگ مي خپله فریضه گڼله. که څه هم غونډي ته نابللی مېلمه وم . خوپه دغه محفل کي زماگډون یوه فرهنگي اړتیااویوه ټولنیزه وجیبه وه. زه له خپل استادپوهاندزیارصاحب سره پرځینوعلمي مسائلوباندي دنظر څه اختلاف لرم اودااختلاف مي پټ کړی هم نه دئ. کتابونه، مقالې، د مقالوجوابونه اومرکې مي کړي دي. ځینوټاکلومتعصبوکړیوزمادغه رازعلمي فعالیت ته دختیځي اولویدیځي لهجې ترمنځ دټکررنگ ورکړی دئ اوپه ناځوانۍ سره په پښتنوکي دیوبل درزاچولوله پاره لاس وپښې وهي. په افغانانوپه تېره بیاپښتنوکي چي څوک دچادنظرپه باب مخالفه رایه ورکوي، نولېوني ته خدای ډول په لاس ورکي، ډبوه ئې اودسرماغزه په چپه کوه. فقط ته به وا، د سردښمني دي شروکړه. ددغه ناوړه اوکرکجن دود دماتولوله اسیته اودپوهاند زیار صاحب دعلمي کاراواوږده فرهنگي ژونددستایني په نیامت د اپرېل پرپنځمه )۲۱۰۲ع) ټاکلي غونډي ته ورغلم. غونډي ته زماورتگ دپوهاند صاحب په گډون دډېرونورودوستانوله پاره دپرنگیانوپه اصطلاح (surprise)وو. دغونډي چلوونکي راته هرکلی ووایه اوپوهاندصاحب هم پخپلولنډوخبروکي زماله ورتگ څخه په درنوالفاظوکي مننه وکړه. په غونډه کي مي ویناوکړه اوپه هغې کي مي دپوهاندصاحب داویایمي کالیزي له بابته دوی اوددوی کورنۍ ته مبارکي وویله. پردغه خبره مي ډېرزورواچاوه چي موږافغانان بایدپه علمي مسائلوکي دنظراختلاف ، خدای مه کړه، دښمني ونه گڼواود اختلاف زغملو، اورېدلواو لوستلوکلتورته پخپلومنځوکي وده ورکړو. دپښتوژبي اوادب په برخه کي مي داستادعلمي کارونه وستایل، هغه مي له” غره” سره مشابه وبلل اوپرزیاته مي کړه چي دغره لار،اواره نه وي، ځیني برخي ئې دغره د ختونکوپرطبعه برابري نه وي اوختونکي دځینوډبرواوخنډونوپه ایسته کولوسره خپله لارپکښې مومي. په علمي اوژبنیومسائلوکي مي اختلافي نظرونه د” تېز” او” انتي تېز” دقانون له مخي دتکاملي بهېرله پاره لازم وگڼل ، دنظریاتوله اختلاف څخه مي دیوه معقول “سنتیز” دراوتلواکاډمیکه موضوع بیان کړه اوپرزیاته مي کړه چي دپوهاندصاحب ژبنۍ څېړني اوپرهغوباندي دمعیاري ژبي فیصله وروستۍ فیصله نه ده، بلکي ددوي دنظریاتواومخالفونظرونوله “سنتېز” څخه به دمعیاري لیکدود اومعیاري ژبي آخري شکل راوزي. همداانگېرنه مي بیاد خپل علمي فعالیت له پاره “مُجو ِّز” وباله. ما پخپله ویناکي داهم وویله چي که زماپه ځینولیکنوکي کومه داسي کلمه راغلې وي چي زمادارادې پرخلاف ئې پوهاندصاحب خدای مه کړه، خوږکړی اومتاثرکړی وي، زه ددې حاضرمجلس په مخ کي ور څخه معذرت غواړم. په مجموع کي زماهدف داوو، چي وښیم، زه له پوهاندصاحب سره شخصي څه نه لرم. علمي اختلاف مي یوه بشپړه طبیعي مسئله وبلله اوپه مثال کي مې دپټي خزانې پرسرهغه اختلاف ته اشاره وکړه چي پوهاندزیارصاحب ئې له خپل نارویژي استاد فقیدمارگنستیرنې سره لري اوپټ کړی ئې هم نه دئ….”

زمادبخښني غوښتلو مسئله دغسي وه چي پورته مي بیان کړې ده او اوس هم پرهمدغه نظر ولاړیم. داکه تاسي” ۱۸۰ درجې شاگرځ” بولئ که هرڅه، هغه ستاسي خپل برداشت دئ، خوزه په مسئولیت سره درته وایم : هغه اندېښنې چي ستاسي غورځاوڼو له خوا پښتو ژبي ته درسېدلو ناخوالو له بابته راسره وې، او س هم پخپل ټول قوت سره سته. ستاسي دغه اوسنۍ لیکنه مي درې واره له سره ترپایه ولوستله او دخدای له بندگۍ دي ووځم، که به درواغ درته وایم چي اوس لا هم داسي ځایونه پکښې پاته دي چي سرمي نه په خلاصېږي. نوداسي کره ژبه! به په څه درد وخوري چي زما په شان پښتانه ئې لاهم په مطلب اخیستلوکي ستونزي لري.

جناب استاده!

تاسي له پارسي سره سیالۍ ته د” ملي سیالۍ” نوم ورکړی دئ. سبحان الله ! داسیالي چي تاسي اویوڅونورغورځاوڼ ئې په آب وتاب سره تبلیغوي، زماپه نظریوه کرغېړنه سیاسي لوبه ده چي تاداو ئې په نادرخاني کي ایښوول سوی وو. دهغه وخت ساده پښتانه ئې په دې کارخوشاله کړي ول چي دځينوکلیو اوځایو نومونه ئې پښتو کړل، خو په ایدادکي ئې تاسي گورئ چي نن دلیلې دښت دپښتنوپه هډوکو ډک سو. دې کرغېړني سیاسي لوبي ته زه نه جوړیم اونه مي پښتنې مور په شیدوکي دغه میکروب راباندي رودلی دئ. پښتانه که رشتیا له پارسي سره سیالي کوي، ځانونه دي په علم، په هنر، په زده کړه، په لیک لوست، په سیاسي پوهه اوپخپلوگټو پوه کاندي، دپټو سترگو تقلید دي پرېږدي چي ایرانیانوپلانۍ کلمه جوړه کړه او زه نوترچاپاته یم، زه ئې هم باید جوړه کاندم. د(طلوع) تلوېزیون که دایرانۍ لهجې رواجولوته ملاتړلې ده، زه هم بایددهغو په تقلید له پښتوڅخه دغه شان (اشا) جوړه کاندم چي له څوناخبرو احساساتي زلمیو پرته، نه نورپښتانه په پوهېږي او نه غیرپښتانه. دې حقیقت ته موسترگي ړندې دي چي دطلوع تلویزیون دناورین له اسیته نن ورځ دپارسي (دري) ژبي پیاوړي استادان لکه ژبپوه ډاکټرهاشمیان، ښاغلی سراج وهاج، ښاغلی عباسي او نورپه لسو اوسلو لیکوال په وینو ژاړي. په روڼو سترگو ورته گوري چي ددوی شیرینه پارسي زموږ دخوږې پښتوپه شان نن دیوڅو سیاسي مداریانو دهوسونو قرباني کېږي. نه څوک دچاپر چیغو غوږ ږدي او نه ئې پر ژبه باندي زړه سوځي. نو جناب استاده! تاسي به دغه جسارت لرئ چي ددغي لوبي یوه برخه وگرځئ، خوزماورڅخه دنصوح توبه ده. زما دي سترگي ووزي چي په داسي اتڼ به ورکښېوځم چي په هغه کي مي دخپلي ژبي مسخ وینم . ستاسي څخه مي دیوه شاگردپه توگه هیله داده چي خپل کارموکوئ، په هره کاسه کي ځان مه اچوئ. دځان له خوادرته وایم چي زه ستاسي کارته په ډېر اهمیت قایل یم خو له کارول سوي ژبي سره مو موافق نه یم.که یووخت خدای مه کړه زماپرسر داختیاربازکښېنوست، زه به دافغانستان په کالهنداره کي یوه ورځ خاص ستاسي په نامه ونوموم چي ټول اولس ئې هرکال دعمومي رخصتۍ په شان ونمانځي. نور مي پرېږده چي خپل کار وکړم او خپلي ژبي ته له هغي لاري خدمت وکاندم چي زمافکر و ذهن ئې منلای سي.

تاسي ته داوږده عمرپه دوعا

محمدمعصوم هوتک

آشاوا ــ انټاریو ــ کاناډا

۲۶ / آبریل / ۲۰۱۵ ع

11 COMMENTS

  1. Thank you Hotak sahib very much indeed. We need you and other like you to protect our ancient language Pashto- the mother of languages.

  2. استاد هوتک لیکلي دي چې تاند ته دوی دا لیکنه نه ده استولې. . تاند وال دې لطفا دا خبره سپینه کړي چې دغه لیکنه چا وراستولې وه؟ ځکه څومره چې زه پوهیږم تاند د بل چا لیکنې نه را اخلي. په درنښت

  3. سلامونه تاندوالو، پوهاند زیار صاحب او استاد م.معصوم هوتک صاحب !خدای تعالی موراته ټول جوړاوخوشحاله لره.
    هغه متل دی ” دوه پءک خپلو کې سره ورءک!!”. زمونږ د استادانو چې دا حال وي نو له وزیرانو او وکیلانو ا.د.ن. نه به څه تمه کوو؟. څو ورځې مخکې مې په لراوبر وبسایټ کې د ډاکټر صاحب پالوال د”معیاري پښتو” کتاب ولوستء. ډیر څه مې ترینه زده کړل، یوه بیلګه ېې همدا د”ء”ږوغ دی چې د زوَرَکي لءپاره ېې غوره کړی وء.دهوتک صاب له ليکنې مې هم ډير څه زده کړءل.
    زما یوه غټه او اصلي پوښتنه داده : پخپله د (پختو،پښتو ، پشتو) له کلماتو څخه کومه یوه په ویلو او لیکنو کې معیاري ده؟؟؟.
    زما په نظر د علومو اکاډیمۍ +دپېښوراو قویټې اکاډېمیانې،د ادبیاتو پوهنځۍ ،د معارف او لوړو تحصیالتو وزارتونو، د کلتور وزارت ا.د.ن. مسءوول اشخاص باید سره کښیني او له الف نه تر ء ټول پښتو لغات معیاري کړي .په درنښت .ډ.ح.ز.ساپی

  4. د استاد خبره حقیقت لري او له دې موضوع مو ډاکتر صاحب زیار هم خبر کړی دی. د استاد دا لیکنه شاوخوا ۵ کاله پخوا په تاند کې خپره شوې. موږ کله نا کله پخوانۍ لیکنې بیا خپروو او عموماً توکلي یوه لیکنه غوره کوو. تصادفاً همدا لیکنه برابره شوه او بیا مو خپره کړه.

  5. ژبه په ولس پوری تعلق لری او پوهان به خپل نظریات او علمی څیړنی کوی ولس به د دوی له نظریاتو او علمی څیړنو هغه برخه را خپلوی کوم چی دوی ته آسانه ، د پوهیدو او منلو وړ وی. د پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار ټولی هڅی او زحمتونه خپل ځای لری او د ښاغلی محمد معصوم هوتک زیار او زحمت خپل ځای لری . پښتانه پر تاسو دواړو ویاړی او دواړو ته د اوږد ، مثمر او ویاړلی عمر دعا درته کوی . مونږ پر تاسو او نورو خدمتګاره عالمانو او پوهانو ویاړو . تضاد او اختلاف د پرمختګ وسیله ده .

  6. آدم حوا سره پښتو ويیله====خدای د موسی سره پښتو وییله
    عیسی همت ته په خطاب کی وویل====مریم زما سره پښتو وییله
    یوسف د مصر د عزیز ماڼی کی === له ذلیخا سره پښتو وییله
    د خپل آیین د خپریدو په خاطر=== زردشت یما سره پښتو وییله
    کلونه پس چی له ځنکله راغلی== خلکو بودا سره پښتو وییله
    لکه چی ژبه د عشاقو وی دا == مجنون لیلا سره پښتو وییله
    سزار د مصر د فرعون پر خاوره== کلیوپاترا سره پښتو وییله
    صحر د خوبه چی را پاڅیدمه==ګل د بورأ سره پښتو وییله
    یوروپ کی لویه زویه تاته وایم == نیکه دی نیا سه پښتو وییله
    دا پیژند پاڼه خپله ورکه نکړی == چی مور دی زما سره پښتو وییله

  7. موږته اوس داسی ښکاری چهزموږبیچاره ټولنه نه تنها دمذهبی افراطيت په اورکی سو ځي بلکه دژبنی اختلاف اور هم دوندی توندسویدی چه دپښتواودری. اختلاف څه چه ددری او فارسی ترمنځ اوهمدغه رنګه په پښتو کی دلهجوترمنځ درزهم پراخ کي او وچاغیدوته یی هم ځینی کسان داسی جوغیدلی دی چه دخپلوشخصی مقاصدودحاصلولوڅه علاوه دحریفی انتقام هم سرته ورسوی اوداعلمی اوتحقیقی مسئله دسیاست وتاوده اور ته ورارتاو کړی زه په داسی حال کی چه دمحترم هوتک صاحب دلیکنی علمی لوری ستایم دامسئله باید دیوه فردپه شخصی څيړنه اونظرکی محدوده پاته نسی بلکه یوی پراخی اوهراړخیزه څيړنی ته یی میدان هوار سی ترڅواصلی پرابلم حل سی نه داچه پدی مهم اوحساسه موضوع کی فضل فروشی وسی. .

  8. Ziayr sahib is a very nice person. His Dari language skill is very good, as he speaks in his family in that language. I wish he could speak some Pashto too

  9. د سرمحقق معصوم هوټک صاحب خبره بالکل په ځاې او معقوله ده. په ټول درناوي چې، پوهاند صاحب زیار ته لرم، خو واقعیت دا دي چې، د زیار صاحب په ژبه یوازې دی خپله پوهیږي او عامو خلکو ته یې پوهیدل ګران کار دئ. نن سبا نړۍ سره نیږدي کیږي، نو اړینه دي چې، ژبي ته رونق ورکړ سي نه دا چې له پوهاوي یې اوباسئ. نو د ژبې د
    معیاري کولو په پلمه له پښتو سره جفا باید ونسئ. پوهاند صاحب زیار، او سرمحقق هوټک صاحب ته د روغتیا او سلامتیا ترڅنګ پښتو ژبي ته د لا نور خدمت په هیله!

  10. ښاغلی پاچا صاحب او ښاغلی غلام حضرت صاحب هیله، خواست او سوال کووم چه نور بس دی. دا ضرور نه ده چه د یو بل تبصری ته حتمی ځواب ورکړی. ګذشت خصلت مردان است،
    د تاند د محترمی اداری څخه خواست کووم هر تبصره کوونکی چه د حد او کلتور(مور او پلاار، خور، ښځی) څخه وځی باید تبصره یی نشر ته ونه سپارل شی.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب