چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+پور پر غاړه، مېږ مرداره/ استاد سعدالدین شپون

پور پر غاړه، مېږ مرداره/ استاد سعدالدین شپون

نظر محمد ملا نه و، هسې د کاپرکونج د جولاګانو له کلي راغلی و، اوله کې، یې خلکو سرې ږیرې ته کتل، په فرعون مشهور شوی و خو په موقتي شهرت هغه وخت ورپېښ شو چې د ښار د جامع جومات امام ته یې لور ورکړه . هعه محتسب مقرر کړ چې کلیوال يې په مانا نه پوهیدل، منتسر یې باله. لویه څرمینه تازینه يې په اوږو ځنګېده، د جمعو د لمانځه په غرمه يې پر بېلمازو راخلاصوله. ډیر ژر داسې مشهور شو چې خلکو رییس وباله. خوار نالوستی و خو ملا قیوم تل ورسره په جلوروان و، لمنځونو کې به یې امامتي کوله. دی لا څه چې رییس نظر به میاشت کې یو ځل کوم کلي ته د عشر د ټولولو په نیت په یابو (چې اوس په عشقر دیوزات په نامه یادیده) سپور شو، ملا قیوم به سهار د وخته هلته رسېدلی و چې ملکان خانان یې ستړې مشۍ ته تیار کړي. د ملا قیوم مشهور خبرداری کلیوالو ته دا و چې «که داسې مو ونه کړل، رییس نظر مامد خپه کیږي.» خلک د رییس صیب له عادته پوره خبر و، خو که نه و، ملا قیوم به تکرار کړ،« تاسې دې خبر یئ چې آخون رییس، نظر مامد په چرګ کې کورکمن نه خوري.» مانا د چرګ پولاو خو به خامخا وي چې وي خو کرکمن (ادرک) مه وراچوئ. د خدای کانه وه، یوه ورځ نظر مامد د یوې کونډې سره زنا کې ګیر شو، له برمه پریووت. آس یې هم بیرته یابو شو.
دا کیسه د کویټې د ځوان او مزاحمتي لیکوال، خان زمان کاکړ د یوې نوې اوږدې لیکنې پورې رایاده شوه چې د لوی افغانستان د نارښتیا شوي خوب د تعبیرونو د تکلونو په باب یې تاند یا کومې بلې وسیلې کې چاپ کړې وه.
د کاکړ صیب خوب، زما هم دی، د خوشال بابا ارمان هم و چې په هند کې یې د پښتنو پاچایانو ذکر کړی و، بلکه تر دې دمخه سوري شیرشاه هم همدا خوب لېده. خټک بابا په آخر کې د پښتنو له کوټه بخته سر ټکاوه: یا هغه پښتا نه نور وو. دا څه نور دي+ یا د خدای دی په دا هسې شان فرمان
زه چې ورته پکر کوم، له پښتنو د کلاوې سر ورک دی. څه غواړي؟ څه غواړي؟ پښتونستان؟ لوی اوغانستان؟ ما چې له معاصرو مشرانو نه اوردېلي نو هسې احساساتي لګیا وي. د پښتنو د تیر تاریخ او عظمت خبرې داسې کوي ته وا نن دی که سبا دا لويي به بیرته راژوندۍ شي
د ملي سرود د جوړولو په ړومبي محفل کې، په ارګ کې، شاعرانو ته د ولسمشر کرزي هدایت دا و چې« بس ډز و غړپ ورکړی چې هله پښتونستان ګټو، پاکستان لا نیسو، دښمنان تارو مار کوو، ټینګ شه پنجابیه چې درغلو……» خو سترګو کې یې خندل. نتیجه دا شوه چې پټ یې هدایت ورکړی و چې پام چې دا نور قومونه په زغرده یاد کړئ خو د پښتون نوم به په آخر کې وي نه په سر کې. همداسې هم شوه. چنګړیان او براهیان په سر کې راغلل. بیا دې هم د کرزي یاد په خیر وي، په خولې خو یې پر پاکستان پټکې کولې. نوي حکو مت ته دې خدای خیر ورپېښوي چې په وړیا یې پښتانه د ښامار خولې ته ورټیل وهل. یو جنجالي نیمه پنجشیری دی، مژده تخلص کوي، یو عادت مې یې دا خوښ دی چې تل د نورو لیکوالو او د وخت د حکومت ټپکسار او مخالف پاتې شوی، کوم پرنسیپ لري چې زه پرې نه پوهیږم خو تل په هغې ټینګ پاتې شوی دی. که یاد مو وي د کرزي په وخت کې ورباندې تور هم و چې د پاکستان او طالبانو سره تار لري، پټ اطلاعات او مشورې ورکوي. قریب محاکمه شوی و. اوس همدې مژده: ازغني بابای ما(اشرف غني) تا غني بابای آنها(شاعر غنی خان) په عنوان یوه مقاله کښلې چې ما تاند کې وکتله. دې مقاله کې وایی چې دی چندانې د ډیورند په کرښه مین نه دی، خو په دې خپه دی زموږ غني له پاکستان سره د ډیورند کرښه مني ځو د هغې په بدل کې پاکستان هیڅ شی هم موږ ته نه را کوي. پور په غاړه، مېږ مرداره.

2 COMMENTS

  1. د مژده په نورو نه یم پوه خو دا له استاد شپون سره په ادب مخالفت کوم چې دی د واکمنو مخالف نه بلکه چاپلوس پاتې شوی. په پېښور کې د شهادت د اخبار له لارې د حزب اسلامي بوټپاک وو، د طالبانو په وخت کې د خارجه وزارت کوم چارواکی وو او د کرزي په وخت کې د سترې محکمې. هسې خو یون هم اول ښې د فرهنګي مشاور پراټې ووهلې، وروسته بیا د حکومت د مخالفینو په صف کې ودرېد.

  2. Mr Gandir,
    with small correction He not work with Shahadat Newspaper He worked with Mujaheed Newspaper & Misaqi Khoon Magazin of Jamyat E islami,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب