سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهوخت/ اجمل پسرلی

وخت/ اجمل پسرلی

د ثانیه ګر ستن له دولسو واوښته، بیرته دولسو ته ورسیده.

چا پوښتنه وکړه:

«جنازه ناوخته نه شوه »

هیچا ځواب ورنه کړ. ثانیه ګر دولسو ته نژدې شو…..

بهر ووتم. سګریټ مې ولګاوه. ورځ مخکې تر دې، همدغسې وخت و، غرمه وه چې له مرګه یې خبر شوی وم. په سګریټ مې لاس وسوځیده. کوټې ته راغلم. خلک غلي و. د دیوالي ساعت ثانیه ګر د دولسو پخوا روان و….

چا وویل، جنازه راغله…..

دیوالي ساعت ته مې کتل، د نولس کاله دغه پخوانۍ کیسه مې کټ مټ سترګو ته دریده….

ساعت ولاړ و. ثانیه ګر له دولسو دیارلس ثانیې شاته دریدلی و.

د جنازې د ورځې خلک مې سترګو ته ودریدل ځینو لاندې کتل، ځینو یوځای سترګې ګڼدلې وې… پرده مې کش کړه غرمه وه…همهغسې غرمه، نولس کاله پخوانۍ…

همدغه وخت و چې جنازه یې راورسیده…. سګریټ مې ولګاوه، ژور مې کش کړ، ورته ومې کتل خلاص شو. کړکۍ مې پورې وهله، پرده مې راکاږله.

ساعت مې راښکته کړ. نوې بیټرۍ مې ورواچوله، ثانیه ګر تیز شو، له دولسو تیر شو، بیرته دولسو ته نژدې شو…

سترګې مې پټې کړې د ساعت ټک ټک و، له دولسو به تیریده، دولسو ته به رسیده….

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب