شنبه, اپریل 27, 2024
Home+شهرت که معیار؟! | حفیظ الله بشارت

شهرت که معیار؟! | حفیظ الله بشارت

د خوښولو او خوښېدلو کلمه اکثره کسان په ذوق پورې تړي، خو له ذوقي تړون سره سره بايد کميت او کيفيت ته هم پام پکې وشي؛ مطلب دا چې په موږ کې معيار ته ترجيح کمه ورکول کېږي او زموږ ډېره تکيه د خوښې او ناخوښې په اندازه او شمېر کې ده.
زموږ ځينې لوستو کسانو ته هغه کتابونه هم ښه تر نظر ورځي او نورو ته يې د ويلو سپارښتنه کوي چې هغه عامو خلکو لوستي او خوښ کړي وي، دا يوه بدبختي ده چې زموږ ځينې لوستو کسانو ته هم عام لوستونکي يو معيار تر نظر ورځي، حال دا چې عام خلک هرڅه خوښوي او دې عامو خلکو ذوق هېڅ معيار نه لري.
په دې وروستيو کې يو ناول “د ايمان پلورونکي” په نوم چې هر دوکاندار، ډرېور، دهقان او…… لوستی، زموږ په ټولنه کې ډېر شهرت وموند. د دې شهرت او د محبوبيت د راز مالومولو لپاره يو استاد موږ ته سپارښتنه کړې وه، تقريباً شل ورځې مې د دې ناول په لوستلو ضايع کړې او په پای کې راته مالومه شوه چې دا ناول زموږ عامو لوستونکو خوښ کړی او عام لوستونکي کوم خاص معيار نه لري. د وخت د ضايع خبره مې ځکه وکړه چې زه جدي لوستونکی يم او د ادب جدي لوستونکي ته نه ښايي چې هر رنګه کتاب ولولي.
دا ناول چې د صلاح الدين ايوبي په جهادي کارنامو ليکل شوی، ټول 1372 مخونه لري. ليکوال يې عنايت الله التمش دی او پښتو ژبې ته عبدالواسع صابر را ژباړلی.
د کتاب د محبوبيت راز له ورايه سترګکونه وهي، ځکه زموږ عام و خاص د ايوبي له کيسو څه ناڅه خبر دي. د ده له نوم سره زموږ زياتره کسان آشنا دي او دې نوموړي له نوم سره همدغه اشنايي او د لومړۍ کعبې سره د هر مسلمان مينه د دې ناول يوه ښکاره ځانګړنه او له دې ناول سره د خلکو د مينې راز دی.
يوه يادونه اړينه بولم چې زه څه داسې خاص، تکړه کره کتونکی او نقاد نه يم. زه په هر کتاب خپل تاثر او برداشت ليکم. په کتاب کې چې څه راته ښه ښکاري ستايم يې، خو منفي نقاط بيا ترې بېلوم. په دې ناول مې چې کومه ليکنه کړې، خپل تاثرات مې دي او شايد په دې ليکنه ډېری کسان په ما د انحراف تور هم ولګوي، خو زه چې کوم اصول دي هغه مراعاتوم او د چا خوښۍ او خفګان ته پکې نه ګورم.
بله دا چې زه که په ناول ليکل کوم او که په بل هر ادبي ژانر کې ليکل شوي کتاب، د هماغه ژانر د قيوداتو په رڼا کې پرې ليکل کوم، مثال: په ناول کې زه دې ته نه ګورم چې د دې ناول کيسه څومره عالي ده يا د پلانکي په ژوند او کارنامو ليکل شوې، بلکې زه دا ګورم چې همدغه عالي کيسه څنګه روايت شوې، د همدغه مشهور شخص کارنامې د ناول نګارۍ د اصولو له مخې څنګه بيان شوې دي؟ او……..
د ايوبي په کارنامو ليکل شوی دا ناول د عمومي پيغام په توګه موږ ته دا راښيي چې يو وخت مسلمانان څنګه د کفارو له لوري بې لارې کېدل؟ اسلامي پوځ څه ډول کفارو د ايوبي پر خلاف استعمالولو؟ کفار په کوم ډول مسلمانان په عقيدوي او فکري ډول د ملحدۍ پر لور ور ټېل وهي؟ او…….
د دې ترڅنګ د ناول ځينې نور مهم اړخونه د ايوبي نظامي او جن.ګي تکتيک، جاسوسي او استخباراتي ادارې او د دغه ټولو منظم پر مخ بېول او……
په ټوله کې دا ناول تر ډېره تاريخي او جاسوسي اړخ لري او همدا يې يوازينی لامل هم دی چې له ډېرو نيمګړتياوو سره سره بيا هم تلوسه نه پکې مري.
په اکثره تاريخي او نورو ناولونو دا توري ليکل شوي وي چې د پلانکي د وخت او زمانې ريښتينې کيسې، پر ادب ناپوه کسان دا ناول بيا له همدې نظريې سره لولي چې ګواکې دا کيسه د حقيقت په پوله منډې وهي، حال دا چې داستاني ادب د تخيلاتو زيږنده وي او موږ هېڅکله يو ناول او لنډه کیسه د صدق او کذب په تله نه شو تللی. په داستان کې چې کومه کيسه بيانېږي، هغه موږ ته دا نه وايي چې شايد داسې شوي وي، بلکې دا راته په ګوته کوي چې شايد داسې وشي او قانع کوي مو هم.
د دې ناول کيسه له دې اړخه زړه راښکونکې او جذبوونکې ده چې د اسلام د يو ستر غازي په کارنامو او د ژوند په لوړو ژورو راڅرخي، خو کيسه دومره بې خونده روايت او ليکل شوې ده چې لوستونکی هېڅ نه ورسره اخلي. په دې ناول کې د ليدلو اړخ پيکه او که ووايم بېخي په نشت حساب دی، پلاټ يې ډېر کمزوری دی او هېڅ لومړۍ پېښه د دوهمې پېښې د زيږون سبب نه ده شوې، د علت او معلول ترمنځ يې تړاو دومره کمزوری دی چې ځينې پېښې پکې هر وخت له يو بله شلېدلې وي.
په دې ناول کې د ډېری پېښو په اړه لوستونکی مخکې له مخکې وړاندوېينه کولی شي او هېڅ پېښه د لوستونکي د توقع خلاف نه واقع کېږي، يعنې د ناول د اکثريت پېښو په اړه چې کوم رنګ لوستونکی وړاندوېينه کوي، هماغه شان پېښېږي هم.
دا ناول همدارنګه له بې شمېره مصنوعي صحنو ډک دی چې همدغه مصنوعي صحنې د ناول د ريښتياتوب په اړه شته نظر هم له رد سره مخ کوي.
همداشان يې په ځينو پېښو کې نورې پېښې هم پېښېږي، داسې لکه د يو م.لا وعظ و نصيحت چې هر وخت ترې سر و بر ورک وي.
د “ايمان پلورونکي” ناول کيسه داسې بيان شوې، لکه يو بې سواده مسافر چې سړي ته د خپل سفر کيسه کوي‌ چې منزل ته په رسېدو کې هم له اورېدونکي لار ورکوي او هم کيسه دومره بې خونده بيانوي چې اورېدونکی د دې پرځای چې تلوسه يې وار په وار زياته شي، برعکس ورو په ورو پيکه کېږي. همدارنګه د دې ناول پېښې د زمان و مکان له اړخه په هېڅ صورت نه سره غاړه غړۍ کېږي.
په دې ناول کې يو څه چې ښه راغلي هغه کرکټرايزېشن يا د کرکټرونو لوبول او د کرکټرونو ترمنځ ډيالوګ دی، همدارنګه د دې ناول بله خوبي د پورتنيو ټولو نيمګړتياو سره سره د تلوسې نه پيکه توب دی.
په ټوله کې د دې ناول نيمګړتياوې پر ښو ځانګړنو برلاسې او زياتې دي.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی او عزتمند لیکوال صاحب: وروره لږه ګذاره کوه زه او زمونږ زیاتره وطنوال عام خلک دی. ستا په نظر دکاندار، بزګر، ډریور او نورو عامو خلکو ذوق هېڅ معيار نه لري. ۸۵ فیصده خلک زمونږ په کرنه بوخت دی دا معنی چه بزګران او دهقانان دی.
    تاسی ښاغلی چه دغه لاندی څو جملی لیکلی دی. تاسو کولای شول چه همدغه جملی په ډیر مهارت سره لیکلی وای چه همدغه افاده او مانا یی ورکړی وای مګر نه په دغه بربنډ ډول. خفه راڅخه نشی.والسلام

    (زموږ ځينې لوستو کسانو ته هغه کتابونه هم ښه تر نظر ورځي او نورو ته يې د ويلو سپارښتنه کوي چې هغه عامو خلکو لوستي او خوښ کړي وي، دا يوه بدبختي ده چې زموږ ځينې لوستو کسانو ته هم عام لوستونکي يو معيار تر نظر ورځي، حال دا چې عام خلک هرڅه خوښوي او دې عامو خلکو ذوق هېڅ معيار نه لري.
    په دې وروستيو کې يو ناول “د ايمان پلورونکي” په نوم چې هر دوکاندار، ډرېور، دهقان او…… لوستی، زموږ په ټولنه کې ډېر شهرت وموند. د دې شهرت او د محبوبيت د راز مالومولو لپاره يو استاد موږ ته سپارښتنه کړې وه، تقريباً شل ورځې مې د دې ناول په لوستلو ضايع کړې او په پای کې راته مالومه شوه چې دا ناول زموږ عامو لوستونکو خوښ کړی او عام لوستونکي کوم خاص معيار نه لري. د وخت د ضايع خبره مې ځکه وکړه چې زه جدي لوستونکی يم او د ادب جدي لوستونکي ته نه ښايي چې هر رنګه کتاب ولولي.)

    • د عامو خلکو ذوق په هېڅ صورت معيار نه لري.
      که د عامو لوقذوق معيار لرلی، نو نن به هم زموږ ادب او ژبه د نړۍ له ادب او ژبې سره سيال وای.
      د عامو لوستونکو ذوق ټيټ دی او جدي لوستونکي ته نه ښايي چې د دوی ذوق ته ور ټيټ شي.
      مننه

  2. بشارت صاحب مننه چې د دغه کتاب په اړه دې ښه لیکنه وکړه. دا کتاب نه ناول دی او تاریخ دی. بس هسې یو د ساده کس لیکنه ده چې د بده مرغه زمونږه سویه د خلقو راټیټوي.

  3. دا هم ؤوایاست!

    تبصره
    دافغانستان سره دارو اښاد استادیو سف کهزادمینه
    ————————————–
    کی فراموش شود، کابل ویرانک ما
    جــــاده وشهرنو وآن پل لرزانک ما
    با رفیقان شــــــب مهتاب زیادم نرود
    تــا وبــالا شــدن تپـــۀ پغــــمانک ما
    دلم از بیوطنی، پشت خودم می سوزد
    که چه بازیچه شده، خاک غریبانک ما
    حرص دنیا چقدر خاطره ها داد به باد
    جشن آزادی وشب های چراغانک ما
    خوش هوا بود به آن شاعرحماسه سرا
    تخت رستم به سر کوه سمنگانـــک ما
    ما به این مردم دنیای گرسنه چه کنیم
    دسـت هر دزد فتاده، به گریبانک ما
    با یکی کاسۀ شوربا ودوسه نان فطیر
    هرچـه میشد بخدا؛ عزت مهمانک ما
    یــاد لاندی پلو وقصه وافسانـــه بخیر
    پتــــۀ صندلی وکیــــف زمستانک ما
    نمک خوان وطن، دیدۀ شان کور کند
    چــــه بگویم که شکستند نمکدانک ما
    فارغ از کینه واز عقده واز درد و الم
    چقدر لطف وصفابود، به دورانک ما
    هـــردم از کوه خرابات صدا بود بلند
    ازهـــمه نغمه سرایان غزلخوانک ما
    دشمنان خاک مرا زیر وزبر کرد،ولی
    یک دل دوسـت نیــامد به پرسانک ما
    میـــله هــــای گل نارنج، زیــادم نرود
    ســاز وآواز، بـــَــهَر گوشۀ لغمانک ما
    موتر وبایسکیل واسپ وکراچی همه سو
    چه جمع وجوش ، به بازار خیابانک ما
    فـــرش از لاله وگل بود ، زخیرات بهار
    کــوه گک ودره گک ودشت وبیابانک ما
    میله هابودبه هرباغ وبه هرعید وبرات
    قـــــــرغه وبابر واستالف وپروانک ما
    من ندانم که در آن آتش بیداد چه سوخت
    خـــانه وکــــوچه وپسکوچه ودالانک ما
    سخن از خـــــــامۀ کهزاد به افسانه کشید
    غزلش غوره بـــدل ماند، به دیوانک ما

    با ید زیاته کړو چې پنځه کلونه وړاندې په همدې نننۍ ورځ دافغانستان مشهور انځورګر ، ډرامه لیکونکی ، دتیاتر لوبغا ړی او ددري ژبې شاعراو لیکوال استاد محمدیوسف کهزاد دهغې ناروغۍ له کبله چې ور پيښه شوې وه په ۸۴ کلنۍ کې دامریکي دمتحده ایالتونو دکلیفورنیا په ښار کې له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. اروا دې یې ښاده وي !

    کشور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب