جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهله شمالي کوریا او پاکستان څخه د اټومي وسلو ترلاسه کولو د...

له شمالي کوریا او پاکستان څخه د اټومي وسلو ترلاسه کولو د هڅو په اړه د مجاهد غبرګون

تاند (سې شنبه، د جدې ۲۶ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد له نورو هېوادونو څخه د وسلو اخیستو په اړه د خبرو راپورونه رد کړل.

نوموړي په یوه مرکه کې وویل، چې د دوی رژیم نه له پاکستان او نه له شمالي کوریا څخه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې او خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، دوی د وسلو او تجهیزاتو له پلوه پر ځان بسیا دي.

په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو پر دوی تور پورې کړی، چې له شمالي کوریا او پاکستان څخه یې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅې کړې دي.

د طالبانو منتقدان ادعا کوي، چې دغه تحریک له واک ته رسېدو سره د سیمې هېوادونه نا امنه کول غواړي.

طالبان بیا داسې ادعاوې بې اساسه بولي او وایي له سیمې سره ښې اړیکې غواړي او له افغان خاورې چا ته د نورو خلاف د خطر جوړولو اجازه نه ورکوي.

1 COMMENT

  1. ده لومړی قدم کښې دا هڅی فضول خبری ړی چی د امریکاې یتیمان د شمالی ټلواله او تشتیدلی غله او لنډغر یې کوی
    دوم که دوی دا هسیې کوی حق ده کله چې امریکا اسراییل یهود او نصارا دا حق لری چی هر قسم وسله ولری افغانستان هم دا حق لری چې هر قسم وسله جوړه کړی او له نورو هیوادو نه یې واخلی او خپله دفاع پری وکړی. لنډغر او امریکایې یتیمان نه ناموس پیژنی نه هیواد صرف فحشا او دالر نو دا پر اصیلو افغانانو فرض ده چی دخپل هیواد دفاع په هر قسم چی وې وکړې وګری دفلسطین حالت ته چی په یو نوم اوبل نوم وسله نشی اخستلی اوس لکه د قربانی پسونه یهودان یې شهیدان کوی هر څوک چی د دی مخالفت کوی هغه نه مسلمان ده او نه دناموس او وطن په نوم څه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب