جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د افغانستان په اړه د کاظمي قمي سفر

پاکستان ته د افغانستان په اړه د کاظمي قمي سفر

تاند (سې شنبه، د جدي ۲۶ مه) په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته سفر کړی.

د دغه سفر اصلي هدف د افغانستان پر وضعیت له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې ښودل شوې دي.

قمي د دغه سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي او د افغانستان په تړاو غږیدلي.

د دغو خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

ایران په وروستیو کې د کابل په کوربه توب د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو د غونډې جوړولو خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب