یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهبد وخت / اجمل پسرلی

بد وخت / اجمل پسرلی

چا چې په پراګ کې شپه کړې ده نو ښایي د چارلس پله نوم یې اوریدلی وي. پر دغه لرغوني پله په ۱۳۵۷ میلادي کال کې کار پیل شو. د دې پله دواړو غاړو ته څو څو ګامه وروسته له کټارو سره مجسمې ولاړې دي. یو سر یې زاړه بازار ته وتلی او بل یې د پراګ زړې شاهي کلا ته.

پر دې پله چې شپږ متره به یې ښایي پسور وي موټر نه تیریږي، خلک پلي پرې رهي وي. ډیر کله انځورګران هم پر دې پله ناست وي، د خلکو رسمونه باسي. د ګرځندویانو د کمرو د فلشونو پرې داسې حال وي لکه بریښنا چې د چارلس پله ته راکوزه شوې وي.

 یوې مجسمې ته ودریدم، ورته ځیر وم. کوچینی هلک، خندانه خوله، ګړګوتي ویشته او حیرانې سترګې…

مخې ته مې چا کمره ونیوله، یوه نجلۍ وه، په انګلیسي یې راته وویل:

– وبښه کیدای شي چې زما او زما د ملګري یو ګډ عکس واخلې

دوی د یوه بل په غاړه کې لاسونه واچول او ما عکس واخیست. دواړو رامنډه کړه، عکس ته یې وکتل.

زلمي راته وویل:

– ډیره مننه داسې عکس دې اخیستی دی چې موږ به یې د خوب په کوټه کې کیږدو

ښځې کمره رانژدې کړه یوعکس یې راښکاره کړ:

– دا څرنګه دی؟

– بد نه دی خو ته پکې سمه نه معلومیږي او شاوخوا منظره پکې پراخه راغلې

نجلۍ په ټوپونو شوه. ځوان کمره ترې کش کړه، خپل عکس یې راښکاره کړ:

– په دې کې څه وایې؟

– دا بیا تر دغه بل لږ ښه دی له نژدې خو اخیستل شوی

نجلۍ راته وویل:

– دا عکس ډیر هنري دی، ما اخیستی

ما ورته وخندل:

– خبر نه وم نو دا خو بیا شهکار دی.

سړي له نجلۍ کمره کش کړه، هغې ټینګه ونیوله. ده بیا لاس ورواچاوه، د کمرې تسمه وشکیده. نجلۍ په لوړ غږ په ایټالیایي څه ورته وویل. هلک سورشین سره واوښت بیا یې د نجلۍ پر اوږه لاس کیښود. هغې اوږده د دې تر لاس لاندې کش کړه. سړي ساعت ته وکتل، څو ګامه وړاندې ولاړ، سګریټ یې ولګاوه. ښځې ماته  وویل:

– نه پوهیږم دې میړه سره مې څه وکړم

– تاسې واده کړئ

– هو دا مو د عسل میاشت ده دلته پراګ ته راغلي یوو

– چې اوس مو داسې حال دی نور ژوند به څه کوئ

– نه موږ څلور کاله کیږي چې یو بل پیژنو او همدغه جنګونه کوو، خو ویلي مو دی چې سلامت ملامت نه شته دعوه به تر دوه ساعته ډیر دوام نه کوي.

زه ترې رهي شوم، پر پله واوښتم د قصر پر لور ولاړم. چې کله له هغې خوا راتلم له پله سره مې بیا اشنا غږ تر غوږو شو، چې ګورم دغه جوړه سره یو ځای ده خاندې. ما سلام ورته وکړ د موبایل ساعت ته مې وکتل، ښځې ته مې وویل:

– دوه ساعته خو نه دې پوره شوي

نجلۍ په خندا شوه، خپل میړه ته یې لاس ونیو:

– نیم ساعت مخکې تر وخت پوره کیدو پخلا شو، وایي، د بدو وختونو زمان به ورو ورو رالنډ کړو ما هم ومنله تر دې وروسته مو د خپګان وخت یو نیم ساعت وټاکه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب