لاس کې یې دوه ساعتونه و. د نوي ساعت په بند کې یې د کمپنۍ مارک هم ځنګیده. تازه د کوهاټ په روډ د ځنګلیو په سیمه کې له حربي ښونځي فارغ شوی و او ساعت یې ورته انعام کې ورکړی و. د مسافر دا خبره مې اوس هم په یاد ده. هغه ویل: شورویان زموږ تش لاس کلیوال وژني، زموږ جبهه ور روانه ده. زه به یې خوښ شم.
زموږ حجرې ته یې دا وروستی راتګ و. له چای څښلو وروسته یې ویل: واده مې نږدې دی. خپل انډیوالان خبر کړئ! لا څو ورځې وتلې نه وې، چې د جومات له لاوډ سپیکره ویرونکی غږ راغی: د جنازې اعلان. مهاجرو وروڼو مسافر شهید شوی دی، جنازه له وطنه پيښور ته رارسیدلې او مازیګر به هریپورته را ورسیږي او خاورو ته به وسپارل شي. حیران شوم.
هغه خو څو ورځې وړاندې زموږ حجرې ته راغلی و، واده یې و او اوس….! مازیګر هدیرې ته لاړو. موږ دلته هر کال له پنجابیانو د هدیرې لپاره زمکه اخیسته. هغه به ډکه شوه او بیا به مو نوره واخیسته. کټ یې کیښود. ثمر ګل اکا د خپل زوی له تابوته تاو را تاو شو او بیا یې څنګ ته کښیناست. شیبه وروسته یې تابوت د قبر خواته روان کړ.
ثمرګل اکا یو دم په خندا شو: عجیبه دوستي کوئ، اوس په خپل انډیوال خاورې اړوئ؟ انډیوالي همدې ته وايي؟ هغه ورو ورو جدي کیده او خلکو ورته همدا ویل: ثمر ګل اکا حوصله! له دې وروسته به هره ورځ د ثمر ګل اکا له کوره د چیغو غږونه راتلل. چیغې خو به هغه وخت زورورې شوې چې کوروالا و به د هغه کوم فلم په ویډیو کې چالان کړ.