دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعامنیتي تړون او د پروپاګنډ بړبوکۍ/ عصمت قانع

امنیتي تړون او د پروپاګنډ بړبوکۍ/ عصمت قانع

زما د ماشومتوب دوره د راډیو دوره وه. که څه هم راډیو دومره عامه نه وه، خو زموږ په کلي کې نیک ماد خیاط او د کلي میرزا منان دواړه د راډیو څښتنان وو.

د نیک ماد خیاط راډیو فلپس وه، چې لاندې ترې په انګریز حروفو سیرا لیکل شوی وو او د میرزا منان کاکو راډیو نېشن جاپانۍ وه، چې ده به یې په صفت کې ویل، چې له اسمانه غږ راکشوي.

راډیو ګانو به سرودونه او سندرې خپرولې، خو د موسیقي تر څنګ راډیو د سیاسي معلوماتو د حاصلولو تر ټولو چټکه وسیله وه.

زما د ماشومتوب په دوره کې کلیو او ولسوالو ته اخبارونه نه رسېدل، که به یو نیم اخبار کلي ته راغی، نو میاشت به پرې تېره شوې وه.

کلیوالو مبصرینو به د سیاسي خبرو او سیاسي واقعاتو په باره کې ډول ډول تبصرې کولې، په دغو تبصرو کې به یې ځینې نومونه او مفاهیم داسې تحریف کړل، چې پر تحریف شوې بڼه به یې د حقیقت ګومان کېده.

زموږ د کلي حاجي مامنور اکا به باختر اژانس ته باختر اجان ویل او د باختر اجان په باره کې به یې تبصره کوله، چې باختر اجان یو رسېدلی ولي الله دی، چې پټې ورته معلومې دي.

زیات پیریان یې تابع دي او چې کله هم پېښه وشي، نو پیریان باختر اجان ته خبر ورکوي او باختر اجان بیا له ظاهر شاه پاچا څخه اجازت غواړي چې مخلوق پرې خبر کړو کنه؟

مامنور کاکا به پاچا ته ولي حضرت ویل. خلکو او میرزا منان کاکا به ورته ویل، چې دا د پاچا په باره کې ولي حضرت مه وایه، اصلاً اعلیحضرت دی، خو مامنور کاکا همدا ولي حضرت ټینګ کړی وو.

زیاتو کلیوالو فکر کاوه، چې باختر اجان له واقعاتو څخه د داسې یو باخبر کس نوم دی، چې پاچا ورته موټ موټ طلاوې ورکوي او باختر اجان خبرونه راټولوي او د پاچاهۍ خدمت کوي.

په همدې ترتیب بي بي سي هم مشهوره شوې وه. زموږ د کلي دیګان خرکار رستم اکا به ویل، چې بي بي سي په لندن کې یوه داسې ښځه ده، چې په ټوله دنیا کې یې د پیریانو د تابعدارۍ ټیکه اخیستې ده او په دې څلور کنجه دنیا کې چې څه پېښ شي، نو بي بي سي پرې خبرېږي. ده به ویل، چې بي بي سي فیرنګۍ ده، خو اوس د خدای په حکم بسلمانه شوې ده.

په مشورتي لویه جرګه کې مې د ماشومتوب ټولې خاطرې د ذهن پر سکرین راپورته کېدلې، هغه ټولې خبرې، هماغه کلیوال تعبیرونه، هماغه معصومانه او بې ګناه اندونه، چې د بې سوادۍ، ناخبرۍ او سادګۍ پردې به پرې غوړېدلې وې.

په مشورتي لویه جرګه کې یو ګروپ لګیا وو، ددې پر ځای چې په تړون کې د افغان وطن د ګټو، ثبات، سولې، استقرار او په همدغه جغرافیه کې د افغاني اقتدار په باره کې بحث او خبرې وکړي، هماغه د باختر اجان او بي بي سۍ د پیریانو د تابعدارۍ توهماتي لیکچرونه یې ورکول.

زموږ په کمېټې پورې یې مشهوره کړې وه، چې دا کمېټه د امریکا د منافعو او ګټو لپاره کار کوي، ځکه چې په کمېټه کې د انهم امریکایي شرکت رییس جاوید لودین ګډون لري.

جاوید لودین هم نه وو خبر چې بهر په ما پورې د باختر اجان پیریانو کوم تعبیرونه او تحریفونه تړلي دي، خو په کمېټه کې هغه لومړنی کس وو، چې زما نوم یې د کمېټې د رییس لپاره تایید کړ.

دا چې زه یو څه له مسوولیته څخه د فرار لاره ډېر ژر پیدا کولای شم، نو فوراً مې وویل، چې زه بهر له میډیا سره دومره مصروف یم چې د کمېټې د رهبرۍ لپاره وخت نه راسره پیدا کېږي، هماغه و، چې لودین زما په وړاندیز د کمېټې رییس وټاکل شو.

څو ځله به له چپنو، لونګیو، قره قلیو او ګوبېچو سره د مشرتوب په جامه کې ملبس کسان راغلل، هر یوه یې د قام او اولس د ټیکه دارۍ دعوه کوله او هر یوه دا طمعه درلوده، چې ډالر ترلاسه کړي، خو نه زموږ په کمېټه کې د ډالرو درک لګېدو او نه د لویې جرګې په یوه څنډه کې پیریانو د ډالرو د موجودیت خبر ورکاوه.

موږ هڅه کوله، چې تړون ته له افغاني عینکو وګورو، خو ځینې کسان وو، چې پر تړون یې بحث د پیریانو تر اوازو پورې غـځولو.

ملایانو او هغو مذهبي اورپکو چې افغاني ګټې یې نه پېژندلې او صرف او صرف دین یې د خپلو نفرتونو لپاره د لُنګې غوا په څېر لوشلو، همدا اوازې یې خپرې کړې وې، چې که هر څو دغه تړون د افغاني ګټو ساتندوی وي باید وشي، ځکه د مکې مکرمې امام خوب لیدلی دی، چې افغانان په امنیتي تړن کې خپل هغه رول له لاسه ورکوي، د کوم رول په باره کې چې رسول کریم فرمایلي وو او د خپلې لمدې ږیرې د اوبو څاڅکې یې د افغانستان پر لور را شړلي وو او فرمایلي وو، چې په اخره زمانه کې به زما دین د اوسني افغانستان له خاورې ساتل کېږي او افغانان به زما پر دین ننګ کوي.

په دغه جرګه کې د دین ړندو چرګانو د نبي اخر الزمان (ص) لوړ شخصیت هم د پرو پاګنډونو ډګر ته را اېستلی وو. قربان د نبي اخر الزمان تر نامه شم.

کله چې جرګه ختمه شوه او په بشپړه ازاده فضا کې جرګې خپل پرېکړه لیک اعلان کړ، نو ددغه پرېکړه لیک په باره کې ډول ډول تبصرې شروع شوې.

چا ویل چې د جرګې غړي د امریکا سفارت ته وغوښتل شول او د امریکا په ګټه پرېکړه لیک صادر شو، چا ویل چې حضرت صبغت الله مجددي ته د امریکا سفیر دوه میلیونه ډالر رشوت ورکړی، چا ویل چې په ۲۴ کمېټه کې د انهم شرکت رییس خلکو ته پیسسې ورکولې، خو حقیقت دادی چې په ټوله جرګه کې نه چا و چاته سور شانزده پولی ورکړی، نه ډالر توزیع شوي او نه صبغت الله مجددي د امریکا ډالر اخیستي دي.

ځکه امریکایانو ته د پانګې د لګولو مؤثر ځایونه ښه ورمعلوم وو او که یې پانګه لګوله هماغلته به یې لګولې وي.

کله چې د لویې جرګې غونډې خلاصې شوې او د کابل کلا بندي ختمه شوه، نو د کابل یوې داسې ورځپاڼې چې تر اوسه یې د تمویل سرچینه نا معلومه ده، یو خبر خپور کړ، چې کټ مټ یې هماغه اوازې را اخیستې وې، چې په لویه جرګه کې خوله په خوله وې. حال دا چې پر امنیتي تړون باندې ټول افغانان موافق وو.

صرف د نه توافق خبره داوه، چې نړیواله ټولنه باید له متحد افغانستان سره د افغان وطن په وحدت او حاکمیت کې مرسته وکړي.

موږ په واحد افغانستان کې د واحد حکومت، واحد مملکت، واحد بېرغ تر سیوري لاندې د واحد حاکمیت پیاوړتوب د افغانستان او نړۍ بریالیتوب بولو، نه اسلامي امارت، اسلامي جمهوریت، او …

په جرګې پورې نورې اوازې هماغه د باختر اجان او مېرمن بي بي سي تعبیرونه وو، چې باید د تېرو وختونو ساده کیسه یې وبولو.

14 COMMENTS

  1. قا نع سا حب په لیکنه او پوهه کې ما شا الله ډیر ښه یې. مګر خو وحید مژده اودده ملا مینده کوم چې ده په ټلیفون کې مشورې ور کولې هغه دې نه منې او دسپک سړې په نا مه یې یا د کړیوې. خو خبره لکه ملا مینده چې یې کوې هغسې ده ده.

    • په ډیره بخښنه سره چې املا یې غلطې را څخه ده هغه داده( خو خبره لکه ملا مینده چې یې کوې هغسې نه ده)زه وایم چې قا نع صا حب پو ه سړی دی

  2. قانع کاکا، زبردست. زه به په ډیر دراناوی دوه مشوری درکړم، اول دا چی د جرګی ټول جریان چی ته تر خبر یی لطفا یی ولیکه چی موږ ته خو هم دا باختر اجان او بی بی سی توړی سمه را معلومه شی، او دوهم دا چی داسی لڼډ به څارنوالی ته ور کوز شی او په وحید مژده به عریضه وکړی ځکه هغه د نه سړی بچی ستا ذکر له طالبانو سره کاوه او ستا ژوند ته یی خطر پیښ کړی. سم به ورشی ږږږ

  3. قانع صاحب. له بریتو دی ځار شم هغه وخت چه تا دبریتو خبره په جلال اباد کی په یاد راوسته نو ددیرو په زرنوکی دی ځای وموندږ رشتیا او حق ویل دښو انسانانو کاردی ،خدای تعالی دی تا ژوندی لری چه تل رشتیا او حق ووایهږ په درناوی الله دی تل شه‌‌‌‌

  4. قانع صاحب
    اسلام عليكم
    زمونز سياست مداران يو عجيب غريب خاصيتونه لري
    كله جي د أفغانستان تاريخ در ته لولي نو دير فه فخر وايي جي افغانان داسي باغيرته دي جنكيز انكريز او روسانو ته يي ماتي وركري دي هر وخت يى د خفل دين او خاوري ساتنه كرى
    خو كله جي خبره دامريكايانو سي نو بيا وايي جي امنيتي ترون با يد امضا سي

  5. ﻗﺎﻧﻊ ﺻﺎﺣﺐ ﺍﺳﻼﻡ ﻋﻠﻴﻜﻢ ﺯﻣﻮﻧﺰ ﺳﻴﺎﺳﺖ ﻣﺪﺍﺭﺍﻥ ﻳﻮ ﻋﺠﻴﺐ ﻏﺮﻳﺐ ﺧﺎﺻﻴﺘﻮﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﻛﻠﻪ ﺟﻲ ﺩ ﺃﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺗﺎﺭﻳﺦ ﺩﺭ ﺗﻪ ﻟﻮﻟﻲ ﻧﻮ ﺩﻳﺮ ﻓﻪ ﻓﺨﺮ ﻭﺍﻳﻲ ﺟﻲ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﺩﺍﺳﻲ ﺑﺎﻏﻴﺮﺗﻪ ﺩﻱ ﺟﻨﻜﻴﺰ ﺍﻧﻜﺮﻳﺰ ﺍﻭ ﺭﻭﺳﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﻳﻲ ﻣﺎﺗﻲ ﻭﺭﻛﺮﻱ ﺩﻱ ﻫﺮ ﻭﺧﺖ ﻳﻰ ﺩ ﺧﻔﻞ ﺩﻳﻦ ﺍﻭ ﺧﺎﻭﺭﻱ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻛﺮﻯ ﺧﻮ ﻛﻠﻪ ﺟﻲ ﺧﺒﺮﻩ ﺩﺍﻣﺮﻳﻜﺎﻳﺎﻧﻮ ﺳﻲ ﻧﻮ ﺑﻴﺎ ﻭﺍﻳﻲ ﺟﻲ ﺍﻣﻨﻴﺘﻲ ﺗﺮﻭﻥ ﺑﺎ ﻳﺪ ﺍﻣﻀﺎ سي او امريكايان اشغال كر نه بولي
    ولي جي دوي د كرزي او يو سو توفك سالارانو فه بلنه راغلي دي
    داسلام قران او حديثو خبري هم كوى قران او حديث يي فه كال كي يو واري هم نه دي ويلي نه يى فه معنى فوهيزي قران تاته وايي جي يهود او نصارا ستا سي دوستان نه شي كيداي او زموز سياست مداروايى كيداي سي( او داتاريخ ثابته كريده،
    كوم إسلامي ملك امريكايانو فر فشو. درولي دي هر ملك ته جي ورغلي دي هغه برباد كري دي فه كومو اسلامي ملكونو كي جي ادى لري دهغو تول معدن اوتيل خفل دفايدى لفاره استمالوي او هلته يى يو سو شاهي غداران فر جوكي كشينولي وي جي تل فر دوي متكوي زكه د خلكو دخوشى نه وي اوتل فر خفل ولس ظلم كوي)
    قران وايى معاهدي مه ورسره كوي دى وايي ورسره كوويى يا خو فه قران نه فوهيزي يا يى خفل د كيدي(دماغ)ده مني
    يو لك امرىكايى اوناتو سرتيرو فه دولس كاله فه أفغانستان كي امنيت نه راوستي أوس يي فه لس زره راولي
    اوس كه هر سوك حقيقت ووايي هغه به دفاكستان جاسوس بلل كيزي تر اوسه فه دغه سر نه خلاص جي دواره(باكستان او امريكا)سره اتحاد كري تر سو فه سه دول فشتون ولس برباد كري
    كه امريكايانو سره جهادنه وي او يا إسلام ديته اجازه وركوي جي دوي فه أفغانستان كي فاته شي نو نه دروسانو نه انكريز سره جهاد روا وو

    • ددغه ځوا ن چې خپل ځا ن دډاکټر عبدالبصیرپه نا مه معرفې کوې په خواب کښې داسې وایم.لومړی خو دی ډاکټر نه دی ځکه چې پښتو املا یې ډیرې غلطی لرې.اوکه ډاکټرهم وې افغان نه دی خاریجې یا ماشینې کورسکې ډاکټر دی. دویم داچې ته وایې چې کلام الله داسې وایې پر کلام الله چې ته اشاره ور ته کوې هغه ډله نه ده تللې.صرف دوی دانګریزانو دتا ریخې غلام هیواد(جنوب ختیځ ګاونډی)په مشوره او رهبرې فقط پلونه ،عام سړکونه ،مکتبونه ،او بې ګناه رعیتو مسلما نانو داوسیدلو په سیمو کې دمینونو ایښودل اونور تخریبې کارونه دجها دتر نا مه لاندې وکې.لومړی با ید جها ددهغه چا سره وسې چې زموږ تیر غیورانه (۳۵)کلن جهاد او دافغانو پاکې وینې یې په څو واره دځا ن په ګټه اوددنیا پر کفارو خرڅې کړیدې. او دحدیث شریف مفهوم دی چې سړی څوواره دیوه غاره څخه باید اذیت ونه وینې. دریم دا چې دی ځوا ن دحقیقت دویلو خبره کوې پر دجاسوس ټاپه کګیږې دا خبر یې ډیره غلطه ده ځکه که تا سې ته څوک حقیقت ووایې تا سې یې په تا ر حلالوی په جعلې فتوا او دمسلما ن په تکفیر کولو تا سې ډیر پیا وړې یاست.دداسې جهالو په مقابل دغه ایت شریف ویل کافې دې و اذا قال لهم الجا هلون قا لو سلاما

  6. مونږ باید هر هغه کار وکړو چې د پاکستان او ایران په تاوان وي ځکه چې پاکستان او ایران چې مونږ ته کوم تاوانونه را اړولي دي هغه د نړۍ هېڅ ځواک نه دي را اړولي. راځئ وګورو:
    ۱. د ظاهرشاه او داودخان پر ضد یې اخوانیان تربیه کړل چې د هغوی نظامونه یې له پښو وغورځول
    ۲. د تره کي، امین، کارمل، نجیب پر ضد یې د اخوانیانو او امریکایانو تر منځ موردګاوي وکړه او دومره پراخې پیسې یې پرې واخیستې چې تر ننه پورې پرې په دواړو ژامو شخوند وهي او په کې د اتومي قدرت خاوندان شول چې په ۱۹۹۵ کال کې به یې په خپل ملي تلویزیون په غټو ټکو ویل او لیکل چې فرام زیرو ټو هیرو اېن فیفټي ییرز معنی دا چې په پنځوسو کالونو کې له صفر څخه تر قهرمانۍ پورې او په مقابل کې یې مونږ ته په لکونو کونډې، په لکونو یتیمان او په میلیونونه مړه راپریښي وو
    ۳. اخوانیان یې چې همدوی په خپلو دالو باندې روزلي وو په کابل کې داسې سره وجنګول لکه سپي چې د کابل ښار یې پرې وران ویجاړ کړ موزیم مو چور شو، شپیته زره انسانان مو ووژل شول، د کابل نجونې د پنجابیانو پښو او رنډۍ خانو ته ورسول شوې دا یې د هغه وخت د جهاد برکت وه،
    ۴. د طالبانو پر ضد یې چې د همدوی په وظیفو باندې رالوی شوي وو داسې کانې وکړې چې ملا ړانده ته یې ویل چې ته د ۹۵۰ ملایانو د جرګې خبره مه منه او اسامه له وطن نه مه وباسه مونږ تا ته ځای درکوو خو پریږده چې امریکایان راشي او مونږ او تاسو به په ګډه د هغوی پر ضد جهاد وکړو، له یوې خوا نه یې په دې جریان کې له امریکا نه د تروریزم پر ضد پیسې واخیستې له بلې خوا یې له روسانو او چین نه د دې له پاره پیسې واخیستې چې مونږ پرې د امریکاضد طالبان روزو. خبره دې ته ورسېده چې زمونږ د وطن تش په نامه سفیر ضعیف صاحب هم په کې د ګوانتانامو نیکرونه واغوستل، په شرمونو وشرمېدل او په سپکو سپک شول،
    نو اوس چې دا ټول جریانونه په خپلو سترګو ګورئ او ګورو نو تش په نامه لوده ډاکټر صاحب عبدالبصیر خدای دې سترګې ړندې کړه چې ته اوس هم افغانان د ګمراهۍ لوري ته کش کوې.

  7. كاكا ګل خو مې بيا ملغلرې پيلې دې جار دې له بريتو سم

    كاكا ګله د اوازو په كيسه كې مه كيږه، دې اوازو خو موږ پيړۍ پيړۍ شاته وغورځولو
    او كاكا ګله خلك لګيا دي پيسې ګټي او ته رښتيا چې د ښه بارسوخه انسان كيسې ګټې
    سور غر درباندې وياړي هغه سورغر چې د تاندې ځوانۍ پښې دې په كې پولى پولى كړې
    جارشم بريتوره

  8. عبدالله حقاني اول خو دا درته ووايم جي هم داكتر يم او هم مي أملا زده كومه تبصره جي مي ليكلي فه موبايل كي مي ليكلي ده او بعغي بشتوالفبا حروف مي فه موبايل كي نسته يوازي دعربي حروف دي كه فر داكتري مي شك لرى ديكري به در شكاره كم.
    دويم داجي زما تبصره دي مكمله نه ده ويلي او فتوا دي جاري كره ما دا ليكلي دي جي باكستان او امريكا دواره سره يو جاي سويدي اودروسانو دوتلو سخه تر دا اوسه دالوبه كرمه كريده
    زه خو داوايم توله كه روسان او د هغوي كوداكيان وو وروسته توبك سالاران بيا طالبان او وروسته امريكان او د هغوي ايجنتان هر جا جي د بي كنا انسانانو ويني توي كريدي هغوي بايد معاف نه سي خو اصلي عوامل يي اول روسان بيا امريكا او باكستان دي
    ته سه فكر كوى جي فر كورونو ودونو اوكليو دا بمباري فه خطا كي وسوي كه قصدا ،كه ستا فر كور سوي واي نواوس به دي هم دغه نظرواي
    مجاهدين جا فر شفزو دلو وويشل دغو امريكايانو اوباكستانيان. تا جي زما زما سره فر يوه خبره اختلاف سو د خارجي او سه سه تافى دي راباندي ولكولي نو مجاهدين خو هم افغانان وواوامركايي او فاكستاني جاسوسان يى فه منج كي وو
    فه يو ملك كي دفيسو فه مقابل دزرو فه تعداد غداران فيدا كول اسان كار ديخصوصا امريكا ته تر سو دهغوي انقلاب جهاد هر سه وركدود كري
    تا جي فه أخير كي كوم آيات ليكي سل فه سلو كي فر تا د تطبيق ور دى
    فر تاسو هغه متل د تطبيق ور دي جي د باران سخ فتيدم تر ناوى لاندي مي شفه سوه
    دفاكستان سخه دخلاصون لاره دامريكا سره معاهده نه شي كيداي

  9. كنديري نه دي نوم نه دي خبري د………….دي
    فه دغه بازي كي دواره امريكا او مردارستان شريك دي
    ستادا كوجني دماغ كي دا خبري نه جاييزي ته او زه فه خبر يو جي د طالبانو مركزونه جيري دي امريكا نه دي خبر
    بيا سربيره فر هغه فاكستان ته فه ميلياردو دالره وركوي
    كه ته وايه جي امريكا بيرزي د فاكستان سخه ها ها ها ها
    او بيا هم كه ته وايه جي بيريزي نو دا خو كولاي سي
    جي أفغانستان فوج فر فشو ودروي
    كرزي روسي او انديا ته زاري كوي جي موز ته وسلي راكي جي د خفلو سرحداتو دفاع وكرو
    امريكا فه دولس كلونو كي يى صرف ٤ سرخكي وركري
    دافغانستان خفله توله سلاح تانكونه ثقيله او خفيفه
    روسي سلاح دغو امريكايانو وسوزل
    تاريخ به يى ثابته كري جي دوي رموز دوستان دي كه
    دوشمنان

    • بصیرجانه ډاکټر په موبایل کښې ایمیل نه استوې دکامپیوټر څخه کار اخلې.ځکه دموبا یل استعمال ددغه زما وارو عاجزو خلګو کا ردی.
      دویم:ډاکټر دیوې خبرې یا دیوچا دنظر سره داسې ژر عکسالعمل نه ښکا ره کوې.
      دریم:ډاکټر دداسې اوږدو پړپړو ولیکلو ته وخت نه لر ې دا اوږدې پړ پړې لیکل
      زما وارو بې علمه خلګو کاردی.
      څلورم:ډاکټر باید په سیا ست کښې لاس ونه وهې.صرف باید دمسلما نا نو اوعموما دانسا نا نو علاج وکې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب