جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد روشن بې موره کیسې| لیکوال: بختیار تلاش

د روشن بې موره کیسې| لیکوال: بختیار تلاش

په دې وروستيو کې د پښتو ژبې ځوانو ليکوالو، د نورو اثارو تر څنګ د هنري او داستاني نثر په برخه کې نه ستړي کېدونکي کارونه کړي، چا د ناولونو په ليکلو کې او چا په بل په نورو کې خپلې طبعه کارولې ده.

لنډه کيسه هم د ادب يو خوږ خو سخت صنف دى، ګڼ ليکوالان ورته زړه نه ښه کوي، ځېنې ليکولان وايي، چې په چاپېريال کې مو د سوژو کمښت د کيسه ليکنې مخه ډب کړېده ، خو بيا ځېنې کيسه ليکوال ددوى پر خلاف وايي ، تاسو کولى شئ، چې زړو سوژو ته له نوې زاويي، راشئ او يوه نوي کيسه پرې وليکئ.

خبره د کيسو شوه، دلته د کيسو د نوي والي او د سوژو په پيدا کولو کې يو ښه مثال ځوان ليکوال، شاعر او ژورنالېست ښاغلي رفيع الله روشن را اخلو، دى ډېرې ښې او د سوژو له مخې نوې کيسې ليکي، د کيسو پېښې او صحنې يې تر ډېره خپل نوښت دی، چې دا د يوه ښه کيسه ليکوال ځانګړنه ده ، راځي همدلته د روشن په يوه نوې ټولګه هم سره وغېږېږو، د ده دغه ټولګه بې موره نومېږي.

بې موره

د ښاغلي رفيع الله روشن لومړى اثر دى، په دغه ټولګه کې ٢٢ لنډې کيسې شاملې دي ، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په زرو ټوکو کې د خوست ولايت مقام له خوا په ښکلي کاغذ او ښه صحافت سره د  ١٤٠ په شاوخوا مخونو کې خپور شوى، چې کمپوز يې پخپله ليکوال او ډيزاين يې رضا خان ايوزاده ترسره کړى دى.

ښاغلي روشن دغه ټولګه خپلې مورته ډالۍ کړې ده، دى ليکي:

ډالۍ

(( خپلې درنې مورته چې تل يې پخپله غېږه کې له هېواد او هېوادوالو سره د مينې او عاطفې درس راکړى ))

په روشن سربېره، ليکوال او ژورنالېست ښاغلي محمد حسن حقيار او تکړه ليکوالې او شاعرې اغلې زرلښته حفيظ هم سريزې ليکلي دي.

ښاغلى محمد حسن حقيار دخپلې سريزې په يوه برخه کې د روشن د کيسو په اړه وايي (( دده دکيسوپه چينه کې دده دکلي اوسيمې ستونزې دارې وهي، ده هم همدا ستونزې را ټولې کړي ،دالفاظوپه جامه کې نغښتې او تاسوته يې وړاندې کړېدي.

دده دکيسو سوژې د ده د ولس او دده د سيمې واقعيتونه دي،هغه چې ښايي دافغانستان په څېر وروسته پاتې او جنګ ځپلي هېواداو دافغانانو په څېر زړه ماتي ملت کې يې په اوړوکې دمالګې هومره هم رسنيو ته  ورو نه رسېږي ،روشن دهمدې سوژوپه اوربل کې ګلان ايښي او دخپل ذهن په سنبالتون (ارايشګاه) کې يې سرڅڼه کړي دي، ده دخپلې ټولنې دردونه اووقعيتونه انځورکړيدي))

د روشن کيسې تر ډېره په خپل ځان کې يوه نوې خبره او پيغام لري،چې ښاغلى حقيار په دې اړه په خپله سريزه کې ليکلي(( کيسې يې ډېر ښې موخې ، ښوونيز او روزنيز پيغامونه لري، کيسه تربلې يې کيسه ييزه ژبه خوږه شوې ،ذوق اومينه يې تانده او څپانده ده ،که څه هم بوختياوې يې ډېرې دي؛ خو داچې ځوان دى هيله ده په نږدې راتلونکې کې دده دډېرو برياوو، علمي ،تحقيقي او تخليقي پنځونوشاهدان واوسو،اخر د لغمان اوبيادعلامه الفت صاحب دکلي دى،دومره خوبايد دالفت افکار،اثاراومزارهم پرې اغېزوکړي ))

د ښاغلي روشن په کيسو کې د ښکلا نندارې هم شته، خو د يتيم زړه درد يې هم له ياده نه دى ويستى، دى ډېر مينه ناک سړى دى، چې په يوه کيسه کې د ملي اردو د ساده والي او په اړه يې هم يوه کيسه را اخيستې،چې تر پايه د يوې کلمې د اوردلو په تمه وي او ددې کلمې له اورېدو وروسته له دې نړۍ نه خداى په اماني کوي.

ورپسې د کتاب دوهم سريزه د تکړه ليکوالې اوشاعرې اغلې زرلښتتې حفيظ ده، دې ډېر کم عمره خو د ښه استعداد لرونکى ليکوال راپه ګوته کوي (( ښاغلی رفيع الله روشن  په ډېر لږ وخت کې د لنډو کيسو په ليکلوکې  خپل هنري استعداد وځلاوه روشن د افغانستان د جنګ په لسيزو کې پيدا او لوی شوی ؛لکه يو ماهرعکاس دخپلې ټولنې دعيني شاهدپه څېر انځورونه اخلي او ريالستيکې کيسې تری جوړوي.

هغه دکسيوپه ليکلو کې ښه استعداد لري پدې پوهېږي چې عنوان څنګه وټاکي شروع،منځ پانګه او بيا څنګه ورته د پای ټکی کېږدي چې دا دليکوال هنرمعلوموي او دلوستونکي دتوجه وړ ګرځي، يو څه چې شاعران او ليکولان بايد ډېر ورته پام وکړي هغه دادى چې لوستونکي لوستلو ته مجبورکړي؛ دا ټول هغه څه دي چې  په ليکنو کې توازن ښه مراعت شي))

دى پخپله سريزه کې ليکي چې له خپل ګران ملګري او د ادب د ګلبڼ بلبل اورنګزيب دراني نه مننه کوم چې زه يې کيسه ليکنې ته وهڅولم او زما هره ليکنه يې په ښو الفاظو ستايلې ده او نوره هڅه يې هم راکړېده.

  له خپل درانه استاد،ماما اوهمکارښاغلي  الحاج قاضي محمدحسن (حقيار)  هم  چې تل يې ماته دخپل پلار مينه راکړې او هېڅکله مې دده په شتون کې دخپل پلاربېلتون  ندى احساس  کړى،  منندوى يم،  زماهره  نثري او نظمي  پنځونه،  دده له کتلو وروسته خپره شوې    ،.ماته يې ډېرې لارښوونې کړېدي   اوکوي به يې.

له درنې خور زرلښتې حفيظ څخه  هم ډېره ډېره مننه چې لوريينې اومينه ناک چلنديې په نااشنايۍ کې ورسره اشناکړم، په  بوخته نړۍ (کاناډا) کې يې زما دکيسولوستلو ته وخت ورکړ  او تل يې هڅولى او نازولى يم.

له ګران ورور رضاخان (ايوب زاده) څخه هم ډېرمنندوى يم چې ددې کتاب په سرڅڼه کولو( ډيزاين يې وکړ.

په دغه کتاب کې شاملې ټولې کيسې د افغان ولس د ورځينيو پېښو انځور دى، د کتاب په نوم کيسه (بې موره) هم زموږ د ټولنې يو ناوړه رنځ دى، چې په هره غيره ځاى کې دغه ډول ناخوالې شتون لري.

د دغه ټولګې هره کيسه،چې يو ښه تلوسه،ښه روانه ژبه او روڼ انځورونه لري، په دې دلالت کوي، چې روشن په کيسه ليکنه کې پراخه لاس لري، دى د کيسې د ژبې لپاره سخت او مغلق لغاتونه نه لټوي، روشن تل هڅه کوي، چې په عامه ژبه خپلو لوستونکو ته کيسه وليکي، چې دا يې د ليکوالۍ يوه ښه ځانګړنه ده.

د روشن صيب په هره کيسه بلا خبرې کېداى شي، دده ( کليواله ) کيسه هغه کيسه ده، چې يوه پراخه مفهوم په کې پروت دى، نهيلي دې ته ورته انځور را اخلي.

په دغه ټولګې کې د تورخم زنځير، د مرګ په ورځ، د زړه تصويري ،جوالي، جعلي پنځوسي، شګوفه، نهيلي، کليواله، نيمګړې مينه، مرګ ته په تمه، ګټه به زما وي، هغه مې ونه ژغورلى شوه،     بې موره، رضاعي خور، بدنصيبه، کورنۍ وظيفه، وعده، مجنون، تورمار، مينه، دکمې مودې ملګرى کيسې شاملې دي.

د بې موره کتاب په لومړيو پاڼو کې د شاملو کيسو لپاره فهرست ورکړل شوى، په کيسه ايزو او نورو ګڼو علمي کتابونو لپاره د فهرست راوړل اړين دي، د فهرست په واسطه لوستونکى کولى شي چې هرې کيسې يا هرې موضوع ته په اسانۍ سره لاړ شي، په لنډ ډول به دومره ووايم،چې فهرست د ليکلي ادرس مانا لري.

د کتاب په څلورمه پښتۍ ښاغلي محب الله يار  د ښاغلي روشن پېژندګلوي ليکلې.

د روشن کيسې په ټوله مانا پوره او تلل شوې کيسې دي، موږ يې ددغې ټولګې چاپ په نېک فال نيسو. روشن له ځان سره ډېر څه لري، هيله ده،چې هغه هم ژر تر ژره خپلو مينه والو ته ډالۍ کړي.

5 COMMENTS

  1. مننه تلاش صاحب ، د روشن صاحب په اړه ستا لیکنه مې ټوله ولوستله ، خدای شته چې ډیر خوښ شوم ، روشن صاحب دې خدای تل ژوندی ګوتې یې خوځنده،او د ادب چینه یې تل همدغسي بهیدونکي غواړم، د پورته لیکنې په لوستلو سره مې کله چې ددې کتاب د کیسي عنوانونه تر سترګو شول ریښتیا چې د کومې کیسې عنوان ښکلی وي ټوله کیسه ښایسته وي ، د روشن صاحب د ټولګې نه دا ښکاره کیږي چې د ننی افغاني ژوند غم،رنځ او ناخوالو یې ښه انځور کړی ،
    او تلاش صاحب فکر نه کوم چې د روشن صاحب دغه کتاب موږ پکتیکا کې ترګو کړو،که کومه کافي یې درسره وي نو د مهربانی له مخي یې په لاندي ادرس که راته راولیږي ډیر به خوشحاله شم.
    څنګه چې زه هم د پکتیکا په ارګون ولسوالي کي د میلمه په نوم له یوې سیمه اییزي رادیو سره د ویاند او اداري مدیر په حیث دنده ترسره کوم غواړم چې د روشن صاحب دغه لیکلي اثار کي چې د نن ورځی ستونزي انځور شوي په ادبي خپرونه کې تري استفاده وکړم
    [email protected]

  2. محترم ثمرصاحب ! که هه دخوست درادیودزړوراوقلمداره یارنوله جملې ئ نولطفا راته ولیکه اوکنه کوم بل ثمرګل ئې بیادې هم په توده مینه په غیږکې نیسم ځکه دښې لارې لاروی ئې ژوندې اوږداوروغ اوسه

  3. ثمر ګل صیب ژوندی اوسې، الله دې خوشاله لره، له ماسره خو یې سافټ کاپي نه شته،خو که روشن صیب سره وي؛ نو ورته به ووایم، چې در ویې لېږي
    درنښت مو غواړم

  4. تلاش صیب ښکلی لیکنه دې کړی ده ، ستاسو د دواړو ښاغلو د لا بریالیتوب په هیله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب