لیکونکی: حمیدالله عبدالهي
په نننۍ پرمختللې نړۍ کې د تېلو او ګازو لګښت اوج ته رسېدلی او هر هېواد د خپلو تولیدي او صنعتي فعالیتونو یا مواصلاتو او ترانزیت لپاره په ورځني ډول زرګونه ټنه تېل مصرفوي؛ داسې وخت به راځي چې د انرژۍ د دغه پرله پسې لګښتونو په پایله کې به یو مهال نفتي زیرمې وچیږي او انسانان به د خپلو ورځنیو تولیدي او اقتصادي فعالیتونو لپاره له بدیل انرژۍ څخه ګټه اخلي.
په داسې حال کې چې تر دې دمه د نړۍ په کچه دریمه برخه انسانان برېښنا ته لاسرسی نلري، د کارپوهانو څېړنې ښیي چې تر ۲۰۵۰ زیږدیز کال پورې به د انرژۍ مصرف دوه برابره شي.
د برېښنا د تولید، کارخونو او ټرانسپورتي وسایلو څخه د ګټه اخیستنې لپاره خورا زیاته اندازه انرژۍ ته اړتیا ده چې اوسمهال تر ډېره دغه اړتیا له تېلو او ګاز څخه تأمینیږي. د تېلو او ګازو د لګښت په ترڅ کې فسیلي سون مواد د ګلخانه یي ګاز په بڼه په هوا کې آزادیږي.
د کارپوهانو له خوا له وړاندې شوو معلوماتو سره سم د نړۍ په کچه په هره ثانیه کې ۸۰۰ ټنه دې اکسید کاربن هوا ته آزادیږي چې د هوا د ګرمۍ او د مختلفو ناروغیو د تیت کېدو لامل ګرځي او ښایي په راتلونکي کې د ځمکې د کرې سلامتي هم تهدید کړي.
څرنګه چې بشر په صنعتي او تولیدي ډګر کې مخ په وړاندې روان دی او د نړۍ نفوس هم مخ په زیاتېدو دی، د همدغه زیاتوالي په تناسب د انساني ژوند اړتیاوې هم صعودي سیر لري او انرژۍ ته اړتیا هم ورځ تر بلې زیاتیږي، خو د تېلو او ګازو په شان سرچینې چې یادې اړتیاوې مرفوع کوي، د کمېدو په حال کې دي.
له دې امله په اوږدمهال کې د بشر د اړتیاوو پوره کولو لپاره داسې پاکې او ثابتې انرژۍ ته اړتیا ده چې په کارولو سره یې له یوې خوا د ځمکې کره د آزادېدونکو ګازونو څخه زیانمنه نه شي او له بلې خوا په دوامدار او ثابت ډول ترې ګټه پورته شي.
ساینس پوهان په دې اند دي چې دا ډول سالمه او ثابته انرژي له لمر ، باد او اوبو څخه تر لاسه کېدلای شي.
د لمر او باد له انرژۍ څخه استفاده اوس هم په نړۍ کې په پراخه کچه مروجه ده، خو په پرمخ تللیو هېوادونو کې هڅې روانې دي چې د تېلو او ګازو په ځای له همدې پاکو او ثابتو سرچینو څخه ګټه پورته شي.
د بېلګې په توګه په ډنمارک کې بادي انرژي د دې هېواد ۲۰ سلنه د انرژۍ اړتیا پوره کوي او په چین، هند او متحده ایالتونو کې هم له دې ثابتو او پاکو سرچینو څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل کیږي.
له بلې خوا هستوي انرژي هم کولای شي چې د تېلو او ګازو د بدیل په توګه د انسانانو دا ډول حیاتي اړتیاوې رفعه کړي، خو دا انرژي بیا خپل محدودیتونه لري او هغه دا چې:
• په داسې حال کې چې له یوې خوا خام یورانیم د ګټې اخیستنې وړ نه دي او له بله اړخه د یورانیمو غني کول خورا ځواکمن اقتصاد او پرمختللې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري، د نړۍ لږ شمېر هیوادونه کولای شي چې یورانیم غني کړي. مخ پر ودې هېوادونه یا د غني کولو توان نه لري او یا لوی ځواکمن هېوادونه ورته اجازه نه ورکوي او تر دې نامه لاندې یې دا حق له خپل ځان سره محدود ساتلی چې هسې نه غني شوي یورانیم په هستوي وسلو کې وکارول شي.
• د هستوي انرژۍ څخه ګټه اخیستنه د نړۍ په پرمختللیو هېوادونو کې معمول ده او لا هم پرمختګ کوي، اوسمهال هستوي انرژي په نړۍ کې دومره برېښنا تولیدوي چې ۴۰ کاله وړاندې د تېلو، ګازو او اوبو په شان ټولو سرچینو څخه تر لاسه کېدله. په ټوله نړۍ کې ۴۴۰ هستوي کارخانې په ۳۱ هېوادونو کې برېښنا تولیدوي، په جاپان او غربي اورپا کې هستوي انرژۍ د اړتیا وړ ۳۰ سلنه او په شمالي امریکا کې ۲۰ سلنه برېښنا جوړوي.
• افغانستان هم په کافی اندازه د انرژۍ پاکې او ثابتې سرچینې لري، د هېواد په لویدیځ او سویل لویدیځ کې د لمر حرارت ډېر زیات دی، د پوهانو په اند که یوازې د نیمروز او بکواه په لویو دښتو کې سولرونه نصب شي د لویدیځو او سویل لویدیځو ولایتونو د انرژۍ اړتیا به مرفوع کړي. همداراز د هېواد په مختلفو برخو کې د اوبو څخه د ګټې اخیستنې ښې اسانتیاوې شتون لري، یوازې د هلمند او آمو سیند په کابو کېدلو سره د هېواد زرګونه هکتاره شاړې ځمکې خړوبې او د ټول هېواد د برېښنا اړتیا مرفوع کیدلی شي. له بلې خوا د افغانستان یو شمېر ولایتونه د انرژۍ تولیدوونکو بادي پکو لپاره هم مناسب موقعیت لري.
په داسې حال کې چې افغانستان د کاواکه حکومتونو او پراخه بهرنیو لاسوهنو په پایله کې تر دې دمه له خپلو هغو ځمکنیو زیرمو څخه ګټه نه ده اخیستې چې په نوره نړۍ کې تر څه وخت تېرولو وروسته ښایي له کارونې او ترویج څخه ولویږي؛ د دې تر څنګ اټکل شوې چې په افغانستان کې کافي اندازه یورانیم هم شتون لري.
دا لیکنه په حق اونیزه کي دا اونۍ خپره شوې ده.
حمیدالله عبدالهي
کابل افغانستان
۱۳۹۲/تلې میاشت