پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد عجیبو ځانګړتیاوو درلودونکې کامره

د عجیبو ځانګړتیاوو درلودونکې کامره

تاند- په جرمني کې یوې کمپنۍ دا کامره، چې ډېرې عجیبې ځانګړتیاوې لريو اختراع کړې ده.

د دې کامرې شکل د توپ په شان ګری دی او په عین حال کې ډېره کلکه ده. که یې هر څومره لوړه وغورځوئ او لاندې پر مځکه ولګېږي، نه ماتېږي.

د دې لپاره یې داسي کلکه جوړه کړې چې پاس وغورځول شي او په هوا کې د لاندې عکسونه واخلي.

1د دې کامرې بله ځانګړنه دا ده چې د عادي کامرو خلاف، چې د شتر په ټینګولو یو عکس اخلي، دا په یو وار ګڼ عکسونه اخلي.

د دې دیجټل کامرې د عکسونو کیفیت هم خورا اوچت دی.

1دا ۷۲ میګا پیکسله کامره ۳۶ سینسرونه لري. وزن یې ۳۰۰ ګرامه دی او ۳۶۰ درجې عکسونه اخیستلی شي.

له ټبلېټ سره هم وصل کېدای شي. د بلوټیوټ یا وای فای له لارې له کمپیوټر سره وصل کېږي او اخیستلي عکسونه ورلېږدولی شي.

۴۰۰ لوی سایز عکسونه په خپله حافظه یا میموري کې ساتلی شي. د یو ایس پي له لارې چارجېږي.

کامره په دې ډول پاس غورځوي او له پاسه عکسونه اخلي
کامره په دې ډول پاس غورځوي او له پاسه عکسونه اخلي

دا کامرې د غونډو او مظاهرو د عکس اخیستلو لپاره ښې دي. داسي عکسونه اخلي
دا کامرې د غونډو او مظاهرو د عکس اخیستلو لپاره ښې دي. داسي عکسونه اخلي

 

2 COMMENTS

  1. نو که په دومره ګڼه کې یو کس کمره پورته وغورځوي او د بېرته راښکته کېدلو په وخت کې یې بل کس کیچ کړي، خو د هماغه شوه، بیا به یې د چا پلار ترې واخلي؟ مونږ زاړه پالي یو، د زړې زمانې ۲ کیلویي موبایل، شل کیلویي کمره، او یو سترګی مشر غواړو چې شی په کابل کې وي او ریموټ یې د پنډۍ یا کوټې په نظامي بیس کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب