Home+د میټا مصنوعي ځیرکتیا د مَینې/ مَین موندل اسانوي

د میټا مصنوعي ځیرکتیا د مَینې/ مَین موندل اسانوي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۵ مه) میټا وايي نوي په مصنوعي ځیرکتیا سمبال نوي وسایل یې د دې لپاره جوړ کړي چې «د مینې موندل اسانه کړي».

دغه شرکت غواړي د فیسبوک د ډیټینګ (Dating) ځانګړتیا د مصنوعي ځیرکتیا د مرستیال په مرسته پیاوړې کړي، څو خلک وکولی شي د خپل ژوند ملګری/ملګرې تر پخوا اسانه ومومي.

میټا په همدې اوونۍ کې اعلان وکړ چې د ډیټینګ مرستیال» او «جالب ملاقات » (Meet Cute)، د دوو نویو ځانګړتیاوو، په مرسته به د کاروونکو د ستړیا مخه ونیسي.

فیسبوک ډیټینګ د فیسبوک دننه یو وړیا د اړیکو موندلو خدمت دی. د شرکت په وینا، هدف یې دا دی چې «د هغو کسانو په منځ کې چې ګډې علاقې لري د پیژندګلوۍ او  د خبرو پیلول اسانه کړي.»

د بېلګې په توګه، کاروونکی کولی شي له نوي ډیټینګ مرستیال څخه وغواړي چې «د بروکلین یوه نجلۍ چې په ټکنالوژۍ کې کار کوي» ورته پیدا کړي. دغه مرستیال همداراز د پروفایل په جوړولو او ښه کولو کې مرسته کولی شي.

له بلې خوا، د Meet Cute ځانګړتیا هره اوونۍ د الګوریتم له مخې کاروونکو ته د «حیرانوونکي ملاقات» وړاندیز کوي.

د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړتیاوې تر دې مخکې نورو ډیټینګ اپلیکیشنونو ته هم داخلې شوې دي. د Match Group ټکنالوژۍ شرکت، چې د «ټینډر» (Tinder) او «هینج» (Hinge) مالک دی، د AI پانګونه زیاته کړې او له روباتونو څخه د کاروونکو د روزنې، د پیغامونو د لیکلو او ان د مناسبو عکسونو د ټاکلو لپاره کار اخلي.

د «بامبل» (Bumble) د ډیټینګ اپلیکیشن بنسټ ایښودونکې ویتنای وولف هرد تېر کال وړاندیز کړی و چې په راتلونکي کې کېدای شي د AI پر بنسټ شخصي ډیټینګ مرستیالان حتی د ریښتینو کاروونکو پر ځای لیدنو ته ولاړ شي او له نورو AI مرستیالانو سره تعامل وکړي، څو د خلکو د مطابقت کچه وازمایي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...