تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د راپورونو له مخې، د انټرنېټ په نړیواله شبکه کې د یو ستر تخنیکي اختلال له امله د نړۍ یو شمېر لوی اپلېکېشنونه او وېبسایټونه — لکه امازون، ګوګل، سنپچټ، فورتنایټ او کانوا — د دوشنبې په ورځ له کاره ولوېدل.
د څارګر وېبسایټ “DownDetector” د راپور له مخې، دا ستونزې د مرکزي اروپا په وخت د سهار د ۹ بجو په شاوخوا کې پیل شوې.
د اختلال اصلي لامل
د معلوماتو له مخې، د دې تخنیکي ګډوډۍ سرچینه د اماوزون ویب سروېسز (AWS) په چوکاټ کې وه — هغه شرکت چې د انټرنېټ د ډېرو برخو بنسټیزې زېربناوې برابروي او خپلو پېرودونکو ته دا توان ورکوي چې د خپلواکې زېربنا له جوړولو پرته له سرورونو، ډیټابېسونو او زېرمتونونو څخه کار واخلي.
د اماوزون د وروستي راپور له مخې، دا ستونزه د ډېرو تېروتنو د کچې لوړوالي له امله رامنځته شوې وه، چې د امریکا د شمالي ویرجینیا په یوه ډیټا مرکز کې د معلوماتو د ذخیره کولو خدمت ته د استول شوو غوښتنو پر مهال راپورته شوه.
دغه سیمه د ډېرو ویبخدماتو کوربه ده، او د شرکت په وینا، په همدې سیمه کې نور خدمات هم تر اغېز لاندې راغلي دي. د اختلالونو ډېره برخه په امریکا، په ځانګړي ډول په ویرجینیا کې متمرکزه وه — هغه ځای چې ورته د «د ډیټا مرکزونو نړیواله پلازمېنه» ویل کېږي.
د اماوزون د ویبسرویسونو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي:
«په دې موده کې، پېرودونکي ښايي ونه شي کولای چې د ملاتړ نوې غوښتنې ثبت کړي یا پره موجودو قضیو کې بدلون راولي.»
په اعلامیه کې زیاتېږي:
«انجینیرانو سمدستي د ستونزې د کمولو او د هغې د ریښې د موندلو لپاره په فعاله توګه کار پیل کړی دی.»
کومې ویبپاڼې او خدمتونه اغېزمن شوي دي؟
د اغېزمن شوو وېپاڼو او خدمتونو په فهرست کې د آنلاین لوبو پلاتفورمونه، د موبایل خدمتونه، او ان د بریتانیا مالیې اداره هم شامله ده.
د اغېزمنو شرکتونو په منځ کې د کریپټو اسعارو صرافۍ کاینبېس (Coinbase) هم ده، چې په ټولنیزه شبکه X (پخوانی ټویټر) کې یې لیکلي:
«د ټولو کاروونکو شتمنۍ خوندي دي.»
نور آنلاین خدمتونه چې د دې ګډوډۍ له امله له کاره لوېدلي، دا دي:
سنپچټ (Snapchat)، اماوزون (Amazon)، پرایم ویدیو (Prime Video)، کلش آف کلنز (Clash of Clans)، فورتنایټ (Fortnite)، دولینګو (Duolingo)، وودافون (Vodafone) او پلېسټېشن (PlayStation).