شنبه, اپریل 27, 2024
Home+خرابه ورځ| ګل رحمن رحماني

خرابه ورځ| ګل رحمن رحماني

  له څو ورځنیو پر له پسې بارانونو وروسته یوه شپه تورو ورېځو د اسمان له مخه لمن ټوله کړه او په سهار یې ځلانده لمر د لمدې او زرغونې ځمکې پر مخ د وړانګو مهربانه لاسونه تېرول. د ښار په یوه لرې څنډه کې د استاد جان محمد د کوچنۍ حویلۍ د خټین اتاق مخې ته هم شنو بوټو لمر ته سرونه راڅک کړي وو، خو خپله د استاد طبیعت ټوله شپه خټه و، سرګردانه خوبونه یې لیدل.

 له تلاوت وروسته د نورو ورځو خلاف وختي پاڅېده، زوړ یوم یې را واخیست، د حویلۍ منځ کې یې د یوې ونې څنګ ته ځمکه نرمه کړه، له ژورو یې وچې خاورې را ویستې، بیا یې له لرګین قفس څخه خپل نازولی زرک راویوست، د قفس یې بېخ لرې کړ او د نرمو کړو خاورو له پاسه یې پر زرک ور نسکور کړ، زرک د خاورو په لیدو خوښ شو او پنجې او وزرونه یې په کې خښې کړل، خو د زرک دې نخرو او خوښۍ هم د استاد جان محمد طبیعت جوړ نه کړ. بېرته دهلېز ته ننوت، کوچنۍ چای جوشه یې را واخیسته، له حویلۍ ووت، د ګاونډي دروازه یې ټک ټک کړه، کومې ځوانې ښځې غږ وکړ

-څوک یې؟

-استاد یم، همغه ستاسې څنګ ته د کرايي کور همسایه، که یو دوه ګیلاسه شیدې راکړئ.

د مېرمنې غږ ورک شو، خو کوم نارینه راغږ کړ

-استاده! غوا مو د شپې مرداره شوې، اوس یې له غوجلې د غورځولو لپاره را باسو.

   استاد ناهیلی راستون شو، انګړ ته ننوت، له خپل زرک سره یې په نه زړه خبرې پیل کړې، د قفس یوه ګوښه یې لږ اوچته کړه چې شنه ډکي ور اوچوي، خو هغه سر تمبه کړ، قفس له یوې ډډې لږ اوچت شو او زرک له یوه شغ سره د انګړ له ونو واوښت.

  د ګاونډي کور له مخامخ کړکۍ د هلک راپام شو، په منډه راښکته شو، انګړ ته ورننوت، په مبایل کې یې د زرکانو د ښکلو اوازونو غږ پلې کړ او استاد ته یې وکتل

-کاکا، هه واخله، په بام یې له قفس سره کېږده، چې دا واوري زرک دې حتمی ورته راستنېږي.

استاد غوسه شو، په شنو واښو کې پرتې کوچنۍ ډبرې ته یې لاس کړ او پر ماشوم یې سترګې وربرګې کړې.

-ځه ورک شه، پر زخمونو مې مالګې مه دوړوه.

    په یوه شېبه کې یې ځان جوړ کړ، وظیفې ته د تګ ورباندې ناوخته وه، د چایو له ترمذ یې په یخه پایله کې چای راتش کړ، پیاله یخه وه، له کړنګ سره په دسترخوان دوې ټوټې ولویده، د پښې ګوته یې یو څه وسوځېده، لاحوله ولاقوه یې وویل، همداسې پاڅېده، له حویلۍ په غوسه ووت، د کوڅې دوکان ته ور وګرځېده او ورباندې غږ یې کړ:

-صوفي حلیمه! یو سل افغانۍ عاجلې راکړه چې د پیسو بټوه مې اتاق کې هېره کړې، ناوخته ده، د پوهنتون موټر به راته ولاړ وي.

صوفي حلیم وخندل او بیایې د استاد پښو ته په ځير وکتل

-په سترګو، خو مشران وايي چې اول سلام وي بیا کلام، که پیسې درهم کړم، باید بېرته اتاق ته ستون شې.

-ولې؟

-له ډېرې بېړې دې له درېشۍ سره پلاستیکي څپلکې پښو کړې، هغه هم یوه توره او بله شنه…

    پښو ته یې وکتل، له غوسې موسک شو، بې له دې چې پیسې ترې واخلي، بېرته راووت، خپلې حویلۍ ته لاړ، د کښل شوو کالیو له جیبه یې بټوه راواخیسته، نا بورس کړي بوټ یې پښو کړل، په منډه د سړک په لور روان شو، په ستړې ساه ودرېد، وړاندې یې وکتل، د عملې موټر ورڅخه څو دقیقې وړاندې تېر شوی او چټک روان و. 

   سر یې وخوځاوه، غوښتل یې په موټروان پسې زنګ وکړي، د پتلانه جیب ته یې لاس کړ، مبایل یې نه و، په اتاق کې پاتې و، تندي ته یې ټس ورکړ، لیني کرولا موټر ودرېده او موټروان یې ښېښه ښکته کړه.

-چېرته ځې محترمه؟

-تر پوهنتون پورې

-راځه، کښېنه

مخ سېټ ته ور روان شو، خو موټروان ورباندې غږ کړ

-شاته راځه، هغه مې نجونو ته پرېښی، په لاره یې اوچتوم.

موټروان ته یې بد بد وکتل، شا سېټ کې کېناست، د کرولا په شالید هېنداره کې یې مخ ته وکتل، لمر یې سترګې وبرېښولې، د تندي په ګونځو کې یې د خولو څاڅکي سرګردانه روان وو، موټروان ته یې سترګې ور واړولې او ویې پوښتل:

-کوم کاغذي دستمال نه لرې؟

استاد په مخکنۍ ښېښه کې ورته وکتل او ځواب یې ورکړ

-نه، خو که تا سره وي، زما هم په کار و.

حرکت یې وکړ، د سړک په غاړه ولاړو پوهنتوني نجونو موټر ته لاس ورکړ، ورته ودرېده، موټروان ورته ښېښه ښکته کړه، یوې غږ کړ.

-تر پوهنتونه ځو.

-وخېژئ، زه هم ځم

-نه، خو موږ پینځه تنه یوو.

موټروان بیا په هېنداره کې استاد جان محمد ته وکتل

وبښه کاکا! تاته موټر ډېر دي، زه به دوی یوسم، بښنه کوه…

تندی یې تریو شو، موټروان ته یې بد بد وکتل، ښکته شو، دروازه یې په زور ووهله او له ځان سره یې وویل: 

 ورځ چې خرابه شي، بیا نه جوړېږي.

۱۴۰۰، د وري ۱۰مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب