سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+رابرټ فراسټ د طبیعت شاعر/اجمل پسرلی

رابرټ فراسټ د طبیعت شاعر/اجمل پسرلی

چې ژمی وي، ونې وي، څوک نه وي او ته یوازې یې د لغړو ونو له غږ سره غږیږې، د باد شپلکي ته غوږ ږدې، د واورو له نڅا سره سترګې غړوې او داسې احساس کوې چې اغاز انجام ته رسیدلی دی؛ دغه تصویرونه که له یوه پلوه خواږه دي چې له طبعیت سره غاړه غړۍ یې، بل پلو ترخه دي چې د پای شیبې راغلې دي.

 همدغه شیبه امریکایی شاعر رابرټ فراست « په واورین ماښام کې له ځنګله سره» شعر کې راسره شریکوي:

دا ځنګل د چا دی، فکر کوم پوهیږم

کلي کې یې کور دی

ما نه ویني، چې دلته دریدلی یم

ګورمه ځنګله ته، واوره ترې څڅیږي

زما وړوکی اس به نا اشنا فکر کوي

چې ولاړ یم داسې ځای، کور د کلي نه شته

یوه لور ته ځنګل دی، بلې خوا ته یخ وهلی ډنډ دی

او د کال، د ټوله کال تیاره ماښام دی

اس مې سر څنډي،

ګړنجونې د قیزې را ګړنجوي

لکه دی چې ما پوښتي، تیروتنه درنه شوې؟

یوازې یو بل غږ دی، د شمال دی چې واوره یې په مخه ده

تور دی، دا ځنګل ژور دی، زړه دې ورته کیږي

خو ژمنه مې ده کړې چې عمل به پرې کوم

تر خوب مخکې به اوږدې لارې وهم

تر خوب مخکې به اوږدې لارې وهم

مخکې تر دې چې د دې شعر توضیح او تشریح ته مخه کړم د هندي رسنیو په حواله یوه کیسه؛ د نولس سوه اته څلویښتم کال د جنوري په دیرشمه چې کله په ډیلي کې مهاتما ګاندي ووژل شو، تر هغه وروسته هندیانو د ده دفتر وپلټه نو د میز په یوه روک کې یې د رابرټ فراسټ همدا شعر« په واورین ماښام کې له ځنګله سره» پروت و. فراسټ هم په جنوري کې مړ شوی دی، خو د ګاندې تر وژلو پنځلس کاله وروسته د جنوري په نهه ویشتمه د نهه اتیا کلونو په عمر.

فراسټ(۱۸۷۴-۱۹۶۳) وایي چې شعر نه ژباړل کیږي. که د ځینو نورو شاعرانو په برخه کې دا خبره سمه نه وي د فراسټ په شعرونو صدق کوي، ځکه چې د ده د شعر د ښکلا پټ پیټي ژباړه نه شي لیږدولی.

له اصله په انګلیسي ژبه « په واورین ماښام کې له ځنګله سره»  شعر کلمات ساده دي. جملې یې واضح دي. معنا یې هم داسې ده چې زما په باور د ښوونځي له زده کوونکي نیولې د دوکتورا تر محصل او لیکوال او شاعره د هر چا لپاره څه لري، خو دا شعر داسې دی لکه پخوانۍ تر خاورو لاندې خزانه چې څومره یې څوک پلټي ښایي همهغومره ډير څه پکې ترلاسه کړي.

دلته په شعر کې د ځنګل څښتن له ځنګله سره ارتباط لري، واوره هسک او مځکه سره وصلوي، اس له قیزې سره تړلی دی، شاعر له معشوقې سره چې غالبا په کلې کې ده، خو دا ټولې اړیکي تر خوب مخکې باید راوسپړل شي، څرنګه؟ فراست مو فکر ته اړباسي.

 په واورو کې پټ ځنګل د یوې غلې او زړه راښکونکې صحنې سیمبول دی چې راوي ورته راکاږي او انسان هڅوي چې د ژوند له غوښتنو لاس په سر شي.

د اس عمل او عکس العمل د شعر د تفسیر لپاره مهم دی. اس ګړنجونی ګړنجوي چې ښایي د مسوولیت احساس وي یا د بهرنۍ نړۍ سیمبول وي.

د شعر په اخره کې تکرار« تر خوب مخکې به اوږدې لارې وهم// تر خوب مخکې به اوږدې لارې وهم» یو ډول ژمنه ده چې د شعر کرکټر ته د هغه مسوولیتونه ورپه زړه کوي.

په دې شعر کې د فراسټ د ډیرو نورو شعرونو په څیر یوه ډرامه ده، ښه ډرامه چې لیکوال یې د خپلو کرکټرونو ښه او بد نه وایي، راښکاره کوي یې.

«په واورین ماښام کې له ځنګله سره» شعر کې د ژوند په اړه د فراسټ مشهوره خبره ځای شوی ده، دی وایي، څه چې مې د ژوند په باب زده کړې دي په دو لفظونو کې یې خلاصه کولی شم « ژوند درومي».

د فراسټ ګڼ شعرونه لوستونکی فکر ته اړباسي چې انجام څه دی؟ اغاز څه دی؟ واوره څه ده؟ شمال څه دی؟ …

د «ښه ساعتونه» په نوم شعر کې یې هم د ژوند په اړه پوښتنې کړې دي:

ژمی و، ماښام و، زه رهي وم

بس یوازې د خبرو مې څوک نه و

کلی و، کورونه و، کتار و

تر ځلانده سترګو پټ وو، ټول په واوره

زما ګومان و چې په منځ کې یې دا خلک ټول راخپل دي

د وایلن غږ مې تر غوږ و

نظر مې د پردې په لورې وکړ

ځوان شکلونه، ځوان مخونه یې په منځ کې

راپه مخه مې دا ډله ځان سره کړه

رهي وم تر هغو چې بل کور نه و

تم شوم، پيښمانه وم، شاګرځ شوم

هیڅ کړکۍ مې نه لیدله، ټوله تورې، تکي تورې ښکاریدلې

په واوره کې زما د پلوو غرچی و

مزاحمه وه غرچا، د ویده کلي کوڅې ته

ستا تګ نه و، په سپکه و کتل

ژمی و، ماښام و، لس بجې وې

د دې شعر په عنوان کې یو ډول کنایه ده. سرلیک د ښه وختونو خبره کوي خو د شعر متن د یوازیتوب او یو ډول حسرت احساس شیندي. په دې شعر کې شپه ده، واوره ده، کلی دی… د شعر ټول تصویرونه واضح دي چې په ورته وخت کې یې یو ډول سوریالیستیکه فضا پنځولې ده.

په دې شعر کې د معنا له پلوه یو عجیب تضاد دی. د شعر کرکټر له یوازیتوبه خوند اخلي بل پلو یې دې ته زړه کیږي چې له نورو انسانانو سره په تماس کې شي خو نور نه پيدا کوي. یعني بهرنۍ فضا تته ده او په داخلي فضا کې هم مینه شته هم تنهایي.

د فراسټ په ډیرو شعرونو کې طبیعت په استعاري شکل د انسان د ژوند د تجربو او احساساتو لپاره کاریږي. د «ښه ساعتونه» په شعر کې سړه فضا او له واورې ډک چاپیرال موږ د کرکټر له عاطفي حالته خبروي.

په دې شعر کې د مخکني یوه  « په واورین ماښام کې له ځنګله سره» په څیر د ژوند د فلسفې په همدې ټکي ټینګار شوی دی چې ژوند نه پایي البته په دې توپير چې د « ښه ساعتونو» په شعر کې په راوي باندې د زمان د تیریدو له اغیزه خبریږو او په هاغه بل شعر کې شاعر دا تمه کوي چې وخت پیدا کړي.

 په « ښه ساعتونه» شعر کې  مو زمان ارمانجن کوي او په پای کې مو راحته کوي چې له خپل فکر سره په خلوت کې شو.

د «ښه ساعتونه» په شعر کې یوازیتوب دوه ډوله دی یوه لور ته مو انزوا ته بیایي بل لور ته مو هوسایي ته راکاږي. راوی هم دا هیله لري چې له نورو سره په ارتباط کې شي خو د شپې په اخر کې له نورو پرته هوسا کیږي.

د فراسټ په شعرونو کې د لوستونکي لپاره د ژور احساس درک ته زمینه ډیره برابریږي. لوستونکی د ده د شعر د لوستو پرمهال د شعر فضا په اسانۍ حس کولی شي چې دغه احساس د منظرو شاته د تتو تصویرونو د درک سبب کیږي.

زموږ په نویو شعرونو کې اکثر شاعران ګڼ تصویرونه رااخلي یوشمیر تصویرونه یې د فراسټ د شعرونو په څیر ښایسته وي خو دغه تصویرونه داسې وي لکه زموږ ځیني غزلونه چې د بیتونونو ترمنځ یې ارتباط نه وي. البته په ښوغزلو  کې مو که معنوي ارتباط کم وي په کل کې یو واحد تاثر شیندي او د ازادو شعرونو ډیر تصویرونه مو اکثر له دې تاثره هم تش غوندې ښکارې.

 د فراسټ په پورتني شعر کې تصویرونه دا کمال لرې چې ډراماتیک حالت یې خپل کړی دی هر یو بل بشپړوي او ټول یو تاثر شیندي.

فراسټ مداخله نه کوي لکه زموږ ډیر شاعران چې راته وایي معشوقه ښایسته ده خو ښایست یې نه راته بیانوي او ښکاره کوي. فراسټ په شعر کې صحنه له لوستونکي سره شریکوي چې په دې ډول لوستونکی په اثر کې ورګډیږي او د شعر معنا پراخیږي.

 فراسټ هڅه کوي په خپلو شعرونو کې یو شی هو بهو زموږ سترګو ته ودروي. د ده شعرونه له همدې امله په یو نظر ساده ښکارې خو که چیرته ورته ځير شو ممکن ګڼې معناوې ترې واخلو. یوشمیر کره کتونکي په دې باور دي چې فراسټ د ساده الفاظو تر شا د پیچلو معناو په مټ د میتافزیکي حقایقو د موندلو لټه کوي او دا توان لري چې د خپل شعر اصلي معنا تر مجازي معناو ورواړوي.

ما چې د فراسټ کوم شعرونه لوستې دي دی تصویرونه داسې د لوستونکي سترګو ته دروي لکه څوک چې فلم ګوري. فلم قضاوت لیدونکي ته پریږدي. فراسټ بیا د شعر تصویرونه یو له بله سره لکه د زنځیر کړۍ تړي او په اخره کې لکه فلسفه له سواله سوالونه زیږوي. د همدې لپاره خپله فراسټ هم وایي چې شعر په خیال پیلیږي په حکمت ختمیږي. د فراسټ د دې وینا ښه بیلګه ښایي د ده دا شعر وي چې عنوان یې دی« هاغه لاره چې څوک نه دې باندې تللي»

زیړ ځنګله کې لارې دوې دي، بیلې شوې

هی افسوس چې زه په دواړو تللی نه شم

زه وم یو لاروی؛ تر ډيرو ورته تم شوم

څو مې وس و دغې یوې ته مې کتل

تر هغو چې ګرځیدله، په وښو کې ورکیدله

دغه بله لار مې ونیوه، انصاف ته مې کړه مخه

 ښایي دغه به و غوره انتخاب

او دا ځکه چې واښه ورباندې ډیر و او غوښتل یې چې شي پټه

که څه هم، خلک په دواړو وو تیر شوي

او هاغه سبایي کې دواړه یو رنګ ښکاریدلې

پټې وې په پاڼو، پلونه نه پرې ښکاریدل

اوه…لومړۍ لاره مې ساتلې بلې ورځ ته

که څه هم زه پوهیدم چې هره یوه وتلې بلې یوې ته

خو شکمن وم بیا به ونه ګرځم دې لار ته

په حسرت مې ځان ته وویل:

په ځنګله کې بیلې شوې دي دوې لارې

او ما هغه یوه ده غوره چې پرې لږ لارویان دي تللي

بس بدلون پکې همدا و.

د دې شعر د لوستو په وخت د پوهاند مجروح لاروی راپه یاد شو. دلته لاروی په مني کې  چې د عمر اخره نژدې ده په دوه لارې کې ولاړ دی یوه لاره انتخابوي خو زړه یې کیږي چې یوه ورځ به په دې بلې هم ځي اما پوهیږو چې عمر په شا نه ګرځي. که چیرته په دې دوو لارو کې یوه ښه ګڼل شوې وای او بله بده لکه خیر او شر نو بیا به یې دا شعري قوت په خپل ځای نه و پاتې شوی دا شعر به په یوه وعظ بدل شوی و. دلته دواړه لارې یو ډول دي.

په دې شعر کې ماښام نه دی سهار دی، ځکه چې د انسان د تقدیر خبره پکې شته او هغه له پيله معلومیږي. په هاغه بل شعر« ښه ساعتونه» کې ماښام و. له هغه شعر سره بیا دا یو په تضاد کې شریک دی. شاعر دلته هم له پیله تضاد ته مخه کوي، د ده د شعر عنوان دی هغه لاره چې څوک نه دي باندې تللي خو په شعر کې موږ ته د هغې لارې حال هم راکوي چې سفر پرې شوی دی.

دلته دا دوې لارې کیدای شي چې د ژوند د انتخابیدو یا د خلکو د پریکړو لپاره استعاره شي. دا دوې لارې د ژوند د انتخاب د شیبې سیمبول هم دی.

د شعر په اخره کې انساني حسرت ډير واضح شوی دی، خو له پيله دې ته په شعر کې یو ډول اشاره شوې ده چې ځنګل زیړ راته ښکاروي او زیړ رنګ د تللي ژوند رنګ دی.

په شعر کې لاروی په دوو کې بند دی یوې لارې ته تر ډيرو ګوري لوستونکی فکر کوي چې په همدې درومي، خو ناڅاپه په دې بلې ځي. دغه ډول ډراماتیک حرکت د فراسټ په شعرونو کې ډیر ترسترګو کیږي.

فراسټ وایي، کله مې نه یادیږي چې یو شعر مې پيل کړی دی او په اخره یې پوه شوی یم. د ده په باور د شعر لیکل د شعر کشفول دي.

د « واورې دوړه» په نوم په دې لنډ شعر کې هم همداسې ښکارې چې اخر یې کشف شوی وي:

کارغه راباندې راغی

د واورې ګرد یې وشینده له سروې

زړګې یې زما وران کړ

او فکر یې را بدل کړ

خو، یوه برخه یې خوندي کړه

د یوې ورځې چې ښه نه وم

په دې شعر کې کارغه او واوره سیمبولیک راغلې دي. کارغه د تیارې او بدمرغۍ استازیتوب کوي او واوره د پاکۍ. د دې دوو ترمنځ تعامل د ژوند د تیارې او رڼا ترمنځ یو ډول توازن رامنځته کوي.

په دې شعر کې طبیعت ډير نقش لري. داسې چې د طبیعت یوه ډیره وړه پیښه، چې کارغه واوره شیندي د انسان په احساس او ادراک اغیز کوي.

د شعر لومړۍ برخه یو مالیخولیایي حالت بیانوي او په پای کې یې یو بدلون وینو چې دا بیا په شعر کې د هاغه ډراماتیک حالت ساتل دي.

فراسټ په دې مشهور دی چې د شعرونو تصویرونه یې ډير ژوندي دي، دلته هم لوستونکی د واورې دوړه ویني او هم د کارغه عمل ویني او دا داوړه اعمال د شعر حسي تجربه پیاوړې کوي.

زه د پراګ په غرب کې د « هرومیرڅي» په کلي کې ژوند کوم. د دې کلي لویدیځې خوا ته ځنګله خوا ورکړې ده او لکه کړۍ ترې راڅرخیدلی دی. کله چې دې ځنګله ته ورغلی یم ډير کله مې د رابرټ فراسټ شعرونه سترګو ته دریدلې دي. فراسټ داسې شعرونه ویلي دي چې لویه برخه یې طبیعت ته ویل شوې دي. په غربي ادبیاتو کې طبعیت ته توجه زیاته ده خو فراسټ په ځنګلونو کې د نورو پر پلونو  پل نه دی ایښی او د نورو پلونه یې هم نه دې پسې اخیستی، ده نوې شاعري له زړې سره یوځای کړې ده او د ناقدانو په وینا نوي څه یې وړاندې کړې دي.

کره کتونکي د نوي شعر ځانګړنې داسې بیانوي:

ژبه یې ساده وي

مقفي نه وي

له طبیعته تصویرونه رااخلي

یو څه ډیر ناهیلی وي

څه ګونګ وي خو د تفسیر او توضیح وړ وي

د فراسټ ژبه ساده ده. په شعر کې یې ناهیلي وي. یو څه ګونګ وي. دی د نوي شعر برعکس قافیه او وزن مراعاتوي. دی د طبیعت له تصویرونو هم لاس نه اخلي. په دې ډول دی نوی شاعر دی او له زاړه شعره یې هم لاس نه دی اخیستی.

د موضوع له پلوه هم د فراسټ شاعري نوې ده. په پخوانیو غربي شعرونو کې تل پاتې موضوعات رااخیستل شوې دي لکه مینه، مذهبي پيغامونه، د اتلانو افسانې…

د فراسټ په شعرونو کې مینه شته خو د پخوانیو په څیر د لیلي او مجنون مینه نه ده.

له ژبني پلوه نوي شعرونه ورځنۍ ژبه کاروي، جملې یې واضح وي لکه د فراسټ د شعرونو او په نوي شعرونو کې د ګونګو کلماتو له استعماله ډډه کیږي.

فراسټ وایي، شعر هغه وخت لیکل کیږي چې ستونی دې نیولی وي، لکه یو څه  چې ناسم حس کوې. په دې ډول دی غواړي چې دا خبره وکړي چې موضوع مهمه ده او که څه درسره نه وي نو څه ته یې لیکئ. د فراسټ په شعرونو د ده د شعر تعریف ډير ښه تطبیقیږي، دی وایي:

« شعر هغه دی چې کله یو احساس  یا عاطفه خپل فکر پیدا کړي او فکر خپل کلمات ترلاسه کړي» د شعر په اړه مې کله هم دومره لنډ، جامع او هر اړخیز تعریف نه دی لوستلی یا اوریدلی. په دې تعریف کې د چوکاټونو خبره نه کیږي، په احساس ټینګار کیږي چې په فکر بدلیږي او فکر الفاظ مومي یعني د شاعر خپل کلمات وي.

 

Frost, Robert, Robert Frost: Poetry and Prose, edited by Edward C. Lathem and Lawrance Thompson, Dallas, Holt Rinehart, and Winston, 1972.

The Poetry of Robert Frost, edited by Edward C. Lathem, New York, Holt, Rinehart, and Winston,1969

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب