کارلو روولي/ اېټالوي فزیک پوه
ژباړن: ګل رحمن رحماني
له کوم لوري را روان یو جهان ګرد و
لاس او مخ باندې یې پروت د لارې ګرد و
ما ویل څه دې ولیدل په دې جهان کې؟
ویل یې دومره شومه پوه چې جهان ګرد و
«د ژباړن زیاتونه»
د ادبیاتو عظمت په دې کې دی چې کولای شي بشري تجربې او عواطف په خپلو ټولو بڼو کې نورو ته ولېږدوي او د انسانیت د ودې او پراختیا لمحې را باندې وڅکي. ادبیات موږ ته د جګړې، اکتشاف، مینې، د ورځني ژوند د یو اړخیز والي، سیاسي دسیسو، ټولنیز طبقاتي ژوند، مبتذلو انسانانو، هنرمندانو او د دنیا د اسرارو خبرې کوي، خو پوښتنه دا ده چې ادبیات کولی شي زموږ ژور او واقعي احساسات د سترو علومو پر وړاندې بیان کړي؟
ځواب مو دا دی چې کولی شي، ادبیات له علم او پوهې سره ملګري دي، مثلا موږ یو بشپړ ادبي ژانر لرو چې «علمي تخیلي» انشاء او جوړښت یې بولو او له علم څخه تغذیه کېږي. د نندارلیک لیکوال هم له علم څخه استفاده کوي، برشت په خپل ګالیله نومي نندارلیک کې خپل ټول ژور انتقادي لیدلوري د علمي مفکورو پر مټ وړاندې کوي.
موږ پر هر څه شکمن یوو، هغه څه چې نن یې کشفوو، سبا یې له تورو تختې پاکوو او نور یې نه لیکو، خو کله یې چې بله ورځ تازه کشف کړو، که چېرته مو کشف د وړاندوینو سره سم وي، زیات ورباندې شکمن کېږي او یوازې هغه مهال ماتې خورو چې خپله هیله وبایلو یا ناهیلي او مات شو، د خپلو ټپونو د ټکور په تمه پاتې کېږو، همدا مهال خپل ډبرین روح ته وايو: «ښايي چې اصلي تېروتنه به زموږ وي.»
دا پورتنۍ خبره اصلا هغه ځواب دی چې د برشت نندارلیک په پای کې یې ګالیله، اندریا ته ورکوي، ځکه چې هغه په بې صبرۍ سره غواړي چې د خپلو اندونو د تایید ننداره وکړي. د نړۍ ګڼ ستر عالمان او خپله ګالیله هم د خپلو اثارو د خپرولو لپاره هم د نړۍ د ادبیات کلاسیک اثار غني کړي او هم یې دغه اثار په علمي اثارو کې شمېرل شوي دي.
خو یو شمېر سترو ادبي اثارو کې هڅه شوې چې په مخامخ ډول علمي نړۍ ته پام وکړي، د شلمې پېړۍ د پیل یو تر ټولو مهم او ځيرک ناول « بې خاصیته سړی» چې اتریشي روبرټ موزیل لیکلی، د هوا پېژندنې د خبرونو په بیان سره په ډېره ساده او ورځنۍ ژبه پیلېږي، دلته او د رومان په ټولو برخو کې کوښښ شوی چې له خپل نړۍ لید څخه کار واخلي او دا نړۍ لیدل په نولسمه پېړۍ کې د علم د سترو لاسته راوړنو او بریاوو محصول دی.
برېتانوی شاعر او لیکوال جان ملټون د ورک شوي جنت اثر د لیکلو له لارې په یوه ډول د همدې ننګونې هر کلی کوي، د هغه په شعرونو کې داسې بیتونه شته چې د کوپرنیکي مډل ( لمر محوري) په اړه چې هغه مهال یوه فرضیه وه، پوښتنه کوي.
هغه په ډاګه وايي او پوښتي: که چېرته لمر د عالم مرکز وي، نو نور ستوري څه دی؟ که چېرته ورڅخه شاوخوا را ګرځي، د ګرځېدو پر مهال لاندې او باندې لاړ شي، زموږ له نظره ورک شي، د دورو (مدارونو) په مسیر کې کله په اوج کې وي، که ښکته او کله هم ورک شي، که همدا له لمر څخه ګرځېدونکې سیارې شپږ نه اووه وي، څنګه؟ د ځمکې دغه سیاره چې داسې ساکنه ښکاري، رښتیا هم درې متفاوت حرکتونه لري چې موږ یې نه شو حس کولی.
د علم قلمرو کې د انسان د پښې اېښودلو شوق او د کیهان نقشې کشف کول چې هغه مهال یې جریان درلود، ساحه یې همدا ده، د ملټون ټول فکر په نامحسوس ډول له نوو علومونو څخه ساه اخیستې، د کایناتو ژور والی، د کائیناتو همغږی خو پېچلی ماهیت او حرکات یې، د ستورو تر منځ قضا او له لارې یې د سفر امکان، د لمر غالب نقش، له ځمکې بهر ما ورا طبیعت کې د ژوند شونتیا… دا ټول په حقیقت کې د اولسمې پېړۍ هغه ستر فکري پرمختګونه دي چې په ادبي اثارو کې یې د ملټون له مفکورو لارو پیدا کړه یا د علم تیوري د ادب له لارې وړاندې شوه.
خو د ادب او طبیعي علومو د رغښت په برخه کې د اصلي نوښتګر د موندلو لپاره باید یو څه شاته ستانه شو، هغه ستر شاعر چې شعر او علم یې یو له بل سره غاړه غړۍ کړل او څرګنده یې کړه چې دا دواړه یو د بل ښه ملګري کولی شي، حتی یو کېدلی شي. دا شاعر د لرغوني روم شاعر او فيلسوف لوکرس دی چې په اثارو کې یې تر ټولو سترې علمي او منطقي لاسته راوړنې د شعر قالب کې بیان شوې دي.
دی وايي: که چېرته ومنو چې د اتومونو شمېر دومره محدود دی، نو ټول بشري نسل هم هغه نه شي شمارلی، خو که چېرته په طبیعت کې یو ځواک شته چې کولی شي دغه اتومونه یو له بل سره ونښلوي، نو باید ومنو چې په فضا کې به نورې خاورینې کُرې هم موجود وي. همداسې د بشر نور توکمونه او د ژوو بېلابېلې بڼې.»
طبیعت پالنه د علم محرکه قوه ده، ښايي د اېټالوي شاعر، لیکوال او فیلسوف لیوپاردي لپاره د اندېښنې سرچینه وي، خو د لوکرس لپاره د ارام سرچینه ده، خپله وايي: موږ کله کله په روښانه ورځ له شیانو داسې وېرېږو لکه ماشومان چې په تیاره کې ورڅخه وېرېږي.
ښکلې مقالې