جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد ملايانو پریکړه ؛ د ط- انو وسله وال مخالفت « بغاوت...

د ملايانو پریکړه ؛ د ط- انو وسله وال مخالفت « بغاوت » او نقدول « فساد او ناروا » ده

تاند( شنبه ، د سرطان یوولسمه )‌‏‏ ‏په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ له لوري د دوی په ملاتړ د ملایانو جوړه شوې غونډه نن د يوه پریکړه لیک په خپرولو پای ته ورسېده‌.

په پریکړه لیک کې ادعا شوې ده ، چې یاده غونډه د څه باندې څلور نیم زره علماوو او قومي مشرانو په ګډون د لویې جرګې په خېمه خ جوړه شوې وه.

په دې پریکړه لیک کې ملایانو د طالبانو له واکمنۍ څخه ملاتړ او د بشپړې دفاع خبر ورکړی.

ملایانو نورو خلکو ته په خطاب کې ویلي، چې له طالبانو څخه ملاتړ د ټولو وجيبه ده.

پريکړه ليک د طالبانو له لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره ( چې دوی او طالبان یې امیرالمؤمنین ګڼي) د ملایانو د بیعت اعلان کړی.

په دې پریکړه لیک کې د طالبانو پر مشرانو د نړیوالو بندیزونو د ايسته کیدو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون او له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو غوښتنه هم شوې ده.

علماوو د نیشه یي توکیو پر ضد د ملا هبت الله د فرمان او دغه راز یې د بهرني سیاست د ملاتړ تر څنګ له ټولو هېوادونو غوښتي، چې افغانستان سره بالمثل دوستانه اړیکې وساتي.

 علماوو شورا په پریکړه لیک کې د طالبانو پر وړاندې وسله وال مخالفت بغاوت او نور مخالفتونه فساد او ناروا عملونه ګڼل شوي دي.

علماوو داعش ډله باطله او فتنه ګره بللې او له خلکو ېې غوښتي، چې هیڅ ډول همکاري ورسره ونه کړي.

علماوو له بهر مېشتو افغان شخصیتونو څخه د هېواد ته ستنیدو او د طالبانو له حکومت څخه د اقليتونو او میرمنو په ګډون د ټولو هېوادوالو زده کړو ته د خاصې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د علماوو په غونډه کې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د خلاصون او ټول شموله حکومت د جوړیدو په اړه د پريکړو په اړه اوازې موجودې وې.

 د يادې غونډې په اړه د طالبانو منتقدینو پراخې نیوکې کړي او وار د مخه ېې غولونکې ، فرمايشي او طالباني ګڼلې ده.

1 COMMENT

  1. د جاهلو غونډې او خبر ې جاهلې وي ! داخو یو فاشیستي نظام او د علم او انسانیتت خلاف دی ! د ښځو حق خوړنه حیوانی عمل دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب