تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۸ مه) د هند په کیرالا ایالت کې د یوه داسي بېسارې او ځانګړې واده مراسم ترسره شول، چې د مراسمو ټول مهم ګډونوال او اصلي رول لوبوونکي غبرګوني وو.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، غبرګونو وروڼو اکهل کې توماس او نکهل کې توماس له غبرګونو خویندو مېګي مېري توماس او ماریا مېري توماس سره د چانګاناسیري په میټروپولیټن کلیسا کې واده وکړ.
د واده مذهبي مراسم د غبرګونو کشیشانو پلار انټو پیزهمکټل او پلار اجو پیزهمکټل له خوا ترسره شول، او د غبرګونو نورو وروڼو جیرون جیمز او جوهوون جیمز د مراسمو پر مهال له هغوی سره مرسته وکړه.
غبرګونې ناوېوو وویل چې له ماشومتوبه یې هیله وه، د دوی د واده په مراسمو کې دې ټول مهم رولونه جړواکي کسان ترسره کړي. د همدې هیلې د پوره کولو لپاره یې د جړواکو کشیشانو لټون پیل کړ او په دې کار کې بریالي شول.
جړواکو کشیشانو هم دغه مراسم د خپل ژوند یوه نه هېرېدونکې تجربه وبلله او ویې ویل، د یوه جړواکي جوړې د نکاح ترسره کول زموږ لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی.
د هغوی په وینا، لکه څنګه چې ناوې او زومانو په ګډه خپل نوی ژوند پیل کړ، همداسې موږ هم په ګډه د کشیشۍ خدمت پیل کړی و، نو ځکه به دا مراسم زموږ لپاره تلپاتې یاد پاتې شي.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، دواړه زومان د مرچنټ نېوي (سوداګریز سمندري ځواک) کارکوونکي دي، او دواړه ناوې د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په برخه کې دندې ترسره کوي.
دواړو کورنیو ویلي، دا ځانګړې وادهیزه مراسم د دوی د کلونو پخوانی خوب و، چې بالاخره په حقیقت بدل شو، او د مراسمو ټولو ګډونوالو لپاره یې یوه نه هېرېدونکې خاطره پرېښوده.