Homeخبرونهکرکټ: د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته د آیرلنډ د رسېدو هیله مړاوې...

کرکټ: د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته د آیرلنډ د رسېدو هیله مړاوې شوه

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۸ مه) افغانستان د ۲۰۲۷ کال د کرکټ نړیوال جام ته په مستقیم ډول لار وموندله، خو د ایرلنډ د مستقیمې غوراوي ک هیلې له منځه ولاړې.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله، پرته له دې چې یوه توپ هم ولوبول شي، لغوه شوه. د لوبې له بې‌پایلې پاتې کېدو سره افغانستان د ۲۰۲۷ نړیوال جام لپاره خپل ځای تثبیت کړ.

ایرلنډ ته د مستقیم غوره (کوالیفای) کېدو لپاره له افغانستان څخه د درې واړو لوبو ګټل او د نورو لوبډلو د داسي پایلې پکار وې چې د آیرلنډ په ګټه وي، خو د لومړۍ لوبې له لغوه کېدو سره یې دا چانس له لاسه ورکړ.

افغانستان په وروستیو کلونو کې په یو ورځنیو لوبو کې پرله‌پسې ښې پایلې ترلاسه کړې او اوس د نړیوال کرکټ له پیاوړو او له هر ټیم سره د ښې سیالۍ جوګه لوبډلو څخه ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۷ کال د نارینه‌وو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ به په جنوبي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره شي او ۱۴ لوبډلې به پکې ګډون وکړي. جنوبي افریقا او زیمبابوې د کوربه هېوادونو په توګه مستقیم کوالیفای شوې دي. هند، اسټرالیا، نیوزیلنډ، پاکستان، سریلانکا، انګلستان، بنګله‌دېش او افغانستان هم خپل ځایونه ترلاسه کړي دي.

نامیبیا به نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره د کوالیفای پړاو له سیالیو تېرېږي.

بل لور ته، نړیوال جام ته د ایرلنډ د تګ چانس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی. دغه لوبډله به د نړیوال کوالیفایر په سیالیو کې ګډون وکړي او که بریالۍ شي، کولی شي د ۲۰۲۷ نړیوال جام لپاره خپل ځای ترلاسه کړي.

افغانستان اوس د نړیوال جام لپاره پر خپل چمتووالي تمرکز کوي او هڅه به وکړي چې په جنوبي افریقا، زیمبابوې او نامیبیا کې د نړیوال جام په سیالیو کې خپلې ښې لوبې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ټیم لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې له نورو لوبډلو په تېره بیا تکړه یا لومړی درجه لوبډلو سره د سیالیو ډېر کم چانس مومي. که د افغانستان د تېر یوه کال نړیوالې سیالۍ د ګاونډي پاکستان له لوبډلې سره پرتله کړو نو ډېر زیات توپیر پکې لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....