شنبه, اپریل 20, 2024
Home+از آسه مایی تا دماوند یونلیک ته کتنه

از آسه مایی تا دماوند یونلیک ته کتنه

لیکوال: عبدالرشید سعادت

    یونلیک د یوې سیمې، هېواد او ولایت د سفر په جریان کې هغه کړنې او پېښې شوې پېښې او کتنې رانغاړي چې یو لیکوال لیدلي وي یا یې تر مخ تېرې شوې وي. د نثري ژانرونونو دا بڼه هم ځانته اصول لري، چې دغو اصولو ته په کتو سره باید یونلیک ولیکل شي. هغه کړنې او لیدنې چې لیکوال د سفر په جریان کې لیدلي او تر سره کړې وي باید د یونلیک اصولو ته په کتو سره دغه ژانر کې ځای پر ځای شي.

   از آسه مایی تا دماوند د منو چهره فرادیس یونلیک دی، نوموړی د بغلان ولایت اندراب سیمې اوسیودونکی دی لیکوال دی او مدني فعال هم پاتې شوی دی، منو چهره له دې اثر څخه مخکې هم آثار لیکلي دي، ایران هېواد په غوښتنه منو چهره ایران ته غوښتل شوی دی او هغه د دغه سفر جریان په یوه چوکاټ کې لیکلی دی.

  دا یونلیک د افغانستان له زړه کابل څخه پیل شوی او بېرته په کابل کې پای ته رسیدلی دی؛ خو له نامه څخه یې ښکاري چې په ایران کې پای ته رسیدلی دی. آسه مایي د کابل په غرب کې یو مشهور غر دی چې پخوا په دې غره کې د هندوانو او بودایانو معبودونه وو او د دې غره نوم هم د سانسکریټ ژبې ويي دی چې د هیلو مور یې مانا ده. یونلیک له همدې ځای څخه پيل شوی دی. دماوند د ایران په شمال کې یو غر دی چې د ایران تر ټولو لوړ غر شمېرل کېږي او یوه ځانګړنه یې دا ده لکه د هندوکش غر تل له واورو ډک وي.

   په یونلیک کې یو ځای لیکوال لیکلي چې زه له دې مخکې پېښور ته تللی وم هلته مې ځان بېګانه حساباوه خو کله چې ایران ته راغلم نو هېڅ مې د بیګانه ګۍ احساس ونه کړ، بیا یې یو دلیل راوړی دی چې زما ژبه فارسي ده نو د پېښور ډېری خلکو پښتو ویله پر ما ښه نه لګیدل کله، چې ایران ته راغلم نو ټولو فارسي ژبه ویله پر ما ښه ولګیدل او هېڅ مې داسې احساس ونه کړ چې زه دې بل هېواد ته راغلی وم. دا د یو لیکوال سره نه ښايي چې په یوه اثر کې دې داسې جملې ولیکي چې په هغې کې دې د هغه تصب او له بلې ژبې سره ضد وښي. په ټوله کې دا د یوه لیکوال سره هم نه ښايي، چې تصب دې وکړي.

   د یونلیک دا اصول دي چې په سفر کې سفر کوونکی له هرې پېښې سره مخ شي باید په یونلیک کې یې ولیکي خو په یونلیک کې یو ځای راغلي دي چې زه له داسې یو چا سره مخ شوم چې هغه افغانانو ته ډېرې بدې خبرې وکړې بیا یې ویلي دي چې زه یې په لیکلو شرمېږم دلته یې هم د یونلیک له اصولو سرغړونه کړې ده.

   دا یونلیک ځينې ځانګړنې هم لري چې د ژبې روان والی، انځوریزې ژبه کارل کله چې یونلیک لولې نو عملاَ هغه سیمه درباندې ګوري ته داسې فکر کوې چې زه اوس په دغه سیمه کې یم. د انځورونو شتون یې بله ځانګړنه ده. په ټوله کې یو ښه یونلیک دی او تر ډېره پورې د ایران هېواد فرهنګي ځایونو لیدنه په کې شوې او هغه ځایونه یې په انځوریزو الفاظو ترسیم کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب