جمعه, اپریل 19, 2024
Home+پر "دغه" څرنګه پوهېږو؟ | اجمل ښکلى

پر “دغه” څرنګه پوهېږو؟ | اجمل ښکلى

“دغه” نغوتنومځرى (اشاري) ضمير دى، چې وګړو يا څيزونو ته اشاره کوي او د هغو د نومونو ځاى نيسي او يا ورسره لکه لنډ ستاينوم د مخټاکي په توګه ملګرتيا کوي۔ نغوتنومځري د څيزونو او ژويو لپاره د ځانګړو نومځرو پر ځاى هم راځي او واټن له مخې يې ډېر نېژدې (دا، ها، آ)، لږ نېژدې(دغه)، لرې(هغه)، لا لرې(هاغه) او ډېر لرې (هوغه) په بڼه بېلابېل ډولونه لري، چې د جنس او عدد له پلوه هم بدلون مومي(زيار، ۱۳۸۴: ۱۱۷)۔ پر دې سربېره “دغه” د ټاکندوى په توګه هم راځي، چې په دې نقش کې شيان او کسان مشخصوي۔

“دغه” د اشاري نومځري په توګه په يوه فيزيکي موقعيت کې د “هغه” په پرتله نېژدې څيز ته کارېږي او آن د واټن دا توپيرونه يې په عاطفي تړاو کې هم راښکاره کېږي۔ کوم څيز چې له عاطفي پلوه ويناوال ته نېژدې وي، د هغه لپاره د “دغه” او چې ترې لرې وي، د “هغه” توک کاروي۔

په ګرامر کې پر “دغه” خبرې سختې نه دي؛ خو لانجه هله پيدا کېږي، چې خبره مانا ته ووځي۔ پښتانه چې غږېږي، له “دغه” نه ډېره استفاده کوي، چې دا استفاده کله د اشاري ضمير، کله د ټاکندوى او کله آن د فعل د اصلي برخې په توګه راځي، چې دا هم کله په وينا کې اورېدونکي ته ستونزه پيدا کوي، چې دا په کوم ځاى کې په کوم نقش کې راغلى دى۔

په وينا کې د “دغه” کارونه به ښايي له ژبې بهر رواني، ټولنيز، د ويناوال په ذهن کې د کلمو د کمښت لاملونه ولري؛ خو موږ پرې دلته د ژبپوهنې له پلوه غږېږو۔ په ډېرو ژبو کې ځينې داسې کليشه ژبني توکي وي، چې د وينا په جريان کې تر ځينو توکيو مخکې ذهن ته راځي؛ نو څرنګه چې ويناوال ته ځينې کلمې سختې وي يا يې سملاسي خولې ته نه ورځي او ويناوال نه غواړي، چې د وينا بهير ځنډنى شي، ځکه د کلمو پر انتخاب فکر کولو ته ډېر فرصت نه لري؛ نو د دې توکيو تش ځايونه په “دغه” ډکوي او کله ترې په وينا کې دومره ډېر شي، چې د ښاغلي ايمل پسرلي خبره، زړه دې راشين کړي۔

خو ويناوال په وينا کې د “دغه” د ډېرې کارونې په صورت کې ولې پر دې ډاډه وي، چې اورېدونکي ته مې پوره خبره ورسوله؟

نور || اجمل ښکلی

دا ډاډ له ژبې بهر اوب (کنټيکسټ) نه راپيدا کېږي، چې د ژبې په بحث کې يو پراګماتيکي اصل دى۔ موږ چې خبري کوو، په يوه فيزيکي او فرهنګي چاپېريال کې يې کوو، ژبه د دې دواړو چاپېريالونو جوړښت او اجزاوو ته اشاره کوي يا دا دواړه چاپېريالونه زموږ پر وينا مسلط وي۔ همدا لامل دى، چې په ژبه کې د اشارو له زياتوالي سره سره موږ له مانيز ابهام سره کم مخېږو، ځکه چې له بهرنيو شرايط سره اړيکه ورکوي او اورېدونکى د ويناوال له له خولې راوتي “دغه” د اوب په مټ مانيز کوي۔

دا بهرني شرايط چې د کارونپوهنې په بحثونو کې د اصولو په بڼه مطالعه کېږي، پر فرهنګي او فيزيکي يا موقعيتي اوب سربېره ځينې نور مباحث هم لري۔ البته د ژبپوهنې په ځينو نظريو کې دا پراګماتيکي شرايط له ژبې سره په تړاو کې مطالعه کېږي۔

د کارونپوهنې پر بنسټ “دغه” په اشارو(deixis) کې راځي، چې وګړو، وخت او ځاى ته اشاره کوي او درک يې له ژبې بهر اوب پورې تړلى دى(سميرا، ۱۳۹۸: ۱۴۲)۔ په اشارو کې نومځري، قيدونه، د مهال او ځاى نښې او آن پېژند و ناپېژندوييکي او نور راځي۔

په کارونپوهنه کې په اشارو پورې بله تړلې موضوع د ارجاع ده۔ ويناوال له اورېدونکي سره د وګړمنځو(بين فردي) اړيکو له مخې يوه څيز ته ارجاع کوي، کوم څيز يا کس ته ارجاع کېږي، هغه ته مرجع وايي. دا ارجاع د يوه ژبني توک په مټ ترسره کېږي، چې دا ښايي يو ځانګړى نوم وي يا اشاره وي؛ خو ويناوال آن له هغو توکيو نه هم يوې داسې ښکارندې ته د ارجاع لپاره استفاده کولاى شي، چې په ژبه کې بالعموم ورته کارونه و نه لري۔

ارجاع په دوه ډوله ده، چې يوه داخلي او بله بهرنۍ ده۔ داخلي هغه ده، چې يوه څيز ته چې مخکې يې يو ځل نوم اخيستل شوى، په يوه اشاره ارجاع وشي، چې له دې سره په متن او وينا کې انسجام پيدا کېږي او دويم ډول يې بهرنۍ ارجاع ده، چې له ژبې بهر په فيزيکي چاپيريال يا ذهن کې يوه څيز ته وشي۔ په پښتو کې “دغه” په يوه وينا کې ښايي هم د داخلي او هم د بهرنۍ ارجاع په توګه راغلى وي، چې د مرجعو دا ګڼوالى يې هم په مانيز ابهام کې لاس لري۔

له ارجاع سره په تړاو کې يوه نومونه د استنباط هم ده، چې د اورېدونکي له خوا له ويناييزې ټوټې د اضافي معلوماتو د ترلاسي لپاره کاريږي۔  څرنګه چې ارجاع په وينا کې د ويناوال اړوند ده، داسې استنباط د اورېدونکي اړوند دى۔ ارجاع ممکن سيد(مستقيمه) يا ناسيده وي، همداسې استنباط هم هم صريح او مجازي کېداى شي۔ د “دغه” په ارجاع کې د اورېدونکي لپاره د استنباط پېچلتيا شته، چې ممکن دا پېچلتيا يې د کاروني تنوع له امله وي؛ خو ارجاع او استنباط د ويناوال او اورېدونکي ترمنځ د ګډې فرهنګي پوهې او فردي معلوماتو زېږنده وي، چې دا دواړه د “دغه” د هغې مانا په اخيستو کې له اورېدونکي سره مرسته کوي، چې د ويناوال مراد ده۔

اوس د “دغه” پر مانا د بحث لپاره يو ځل بېرته فرهنګي او موقعيتي اوب ته ورګرځو، خو د وينا ظرف به پرې هم ورزيات کړو۔ موږ پوهېږو، چې وينا د ويناوال او اورېدونکي د ويناييزو ټوټو په تبادله کې يو ګړنى متن جوړوي او دا متن د دواړو لوريو ترمنځ پوهاوي ته لار هواروي۔ په دې ګړني متن کې د ځينو ښکارندو نومونه پر ځاى، چې مخکې ياد شوې وي، اشارې کارېږي، چې په دې اشارو کې “دغه” هم دى، چې اورېدونکى يې د وينا په اوب کې پر مانا پوهېداى شي، خو که له وينا راوايستل شي، مانا يې مبهمېږي۔ د وينا ظرف آن ويناوال ته دا امکان په لاس ورکوي، چې د اسانۍ لپاره ځينې تکراري يا هغه توکي چې اورېدونکى پرې خبر وي، حذف کړي او په لږ وخت کې ډېرې خبرې وکړي۔

که په وينا کې د “دغه” کارونې ته ځير شوي، نو په ويناييزه ټوټه کې د آرو ټوکونو؛ لکه ډېر د نومونو او  لږ د فعلونو(هغه هم په مرکبو فعلونو کې د آر توک) پر ځاى راځي؛ خو د قيد، صفت او عدد په توګه نه راځي، چې دا راسره په وينا کې د “دغه” پر مانا په پوهېدو کې مرسته کوي، مثلا په  “احمد دوه چاغ پسونه حلال کړل”  جمله کې د “احمد”، “پسونه” او “حلال” کړل پر ځاى راځي، خو د “دوه” او “چاغ” ځايناستى کېږي نه۔

دا يوه ټولنيزه او فرهنګي ځانګړنه جوړوي، چې موږ په وينا کې “دغه” د مهمو توکيو پر ځاى کاروو او په يو ډول يې د جوتولو هڅه کوو، چې اورېدونکى ورته متوجه شي۔ موقعيتي اوب بالفعل چاپېريال ښيي، چې وينا پکې ترسره کېږي او فرهنګي اوب بالقوه نظام۔ دا بالقوه نظام د يوې ټولنې د افرادو ترمنځ ګډ مفاهيم او افکار دي، چې له ايډيالوژيو او تاريخي او ټولنيزو روايتونو خړوبېږي(راحله، ۱۳۹۸: ۱۱۷).

ژبه د ارزښتونو نظام| اجمل ښکلی

له يوه پلوه موقعيتي اوب يا هغه فيزيکي چاپېريال چې ويناوال او اورېدونکى پکې د خبرو پر وخت واقع وي(لکه دوکان، جومات، ټولګى، لار او۔۔۔) له اورېدونکي سره په پوهېدو کې مرسته کوي، مثلا: ويناوال د ګوتې په اشاره پر مېز پروت قلم ته اشاره کوي او ويناوال ته وايي: “ته دا دغه راکړه”۔ ويناوال يې په اسانه په موخه پوهېږي؛ خو ډېر کله د “دغه” مانيز ګونګوالى يو بل مهم لامل لري او هغه دا چې کله ويناوال له مخکې وانګېري، چې اورېدونکى دا دا کسان پېژني يا پر دې شيانو خبر دى، نو د هغو پر ځاى “دغه” کاروي۔ په داسې مواردو کې که د ويناوال انګېرنه د اورېدونکي د پوهېدو په اړه سمه نه وي، له ويناوال نه وضاحت غواړي؛ خو که دا وينا يو درېېمګړى واوري، چې د ويناوال او اورېدونکي له اړيکې وتى، ممکن هغه ته “دغه” تر اورېدونکي ډېره ګونګتيا ولري۔ په پښتو کې د “دغه” پر کارونه نيوکه هم د همدغه درېېمګړي له زاويې کېږي، چې کله ويناوال يو عالم شخص وي، پر دريځ ولاړ وي او د ټولو اورېدونکو په اړه داسې انګېري چې د ده له خولې د هر راوتي “دغه” پر مانا خبر دي؛ خو ممکن هغوى نه وي خبر او له همدې امله يې ورسره زړه په خوله راوځي۔

ترکيبي نومونه | اجمل ښکلی

راځئ، يوه ويناييزه بېلګه راواخلو۔ داسې وګڼئ، چې د مېلمه په توګه يوه واده ته تللي يئ؛ خو واده سبا دى۔ د څنګ په کټ کې درسره د کور مشر ناست دى، يوه ځوان ته غږ کوي او يوه بل کلي ته يې په نايي پسې لېږي، چې پخلى پرې وکړي۔ مشر د ځوان په اړه داسې انګېري، چې نايي پېژني، کلى يې ورمعلوم دى او د پخلي له وسايلو سره يې هم اشنا دى۔ که د مشر دا انګېرنه سمه وي، د ځوان لپاره دا مکالمه له ابهامه پاکه ده، که پر کوم ځاى يې پوه نشي، له مشر نه پوښتنه کوي؛ خو ستاسو لپاره چې د ځوان په پرتله مو د دې ځاى د نايي په اره معلومات کم دي، په دې وراشه(مکالمه) کې “دغه” مبهم دى۔ د وينا په پاى کې مشر په مېز پرتې پيالې ته اشاره کوي، چې ځوان او ته دواړه د دې “دغه” په مانا پوهېږئ:

“سبا دغه دى، ته به دغه ته لاړ شې، دغه به راولې، خو ګوره چې هغه دغه دې هېر نشي، دغه ته ووايه، چې ځان سره يې راواخلي او ورته ووايه، چې لږ په وختي راشي۔ دا دغه لږ را”

په پيل کې راغلى “دغه” په موقعيتي قرينه کې واده ته اشاره کوي، چې د ورپسې جملو د “دغه” په پوهاوي کې هم مرسته کوي او ممکن تا هم پد وهاوي لار ته ورسيخ کړي؛ خو نور مزل به د خپل زړه په رڼا کې وې۔ دې رڼا که د ويناوال د موخنې مانا منزل ته ورسولې او که د ابهام پر کوم ځنګل يې وربرابر کړې۔

ماخذونه:

۱ امامى، سميرا. ۱۳۹۸. زبانشناسى- کاربرد شناختى. کابل: انتشارات دانشګاه

۲- حميدزۍ، راحله. (۱۳۹۸). ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګراى نظام مند هاليدى. کابل: کابلستان

۳- زيار، مجاور احمد. ۱۳۸۴. پښتو پښويه(ګرامر): دانش خپرندويه ټولنه

1 COMMENT

  1. علمی لیکنه ده، کور ودان.
    د ” میلوډی ” څرنګوالی د کلمې د ماهیت او مفهوم په اړه مهم رول لری.
    دوې کلمې د عینِ تورو څخه تشکیلی سوی وی خو د میلوډی ظرافت ئې د مفهوم د بېلوالی لامل ګرځېدای سی.
    په هره توګه،
    یو ” دغه ” دئ ( د هغه پر وزن )
    بل ” دغه ” دئ ( د مرغه پر وزن )
    لومړی ” دغه ” یو بُرِشته او تیز او همدارنګه یو سیلابیز تکلم دئ
    او
    د دوهم ” دغه ” د دال تورۍ اوږد تلفظ لری ( په حقیقت کی دوه سیلابیز ښکاری ).
    همداسی
    یو ” دغه ” د حاضر مخاطب په هکله دئ
    او
    بل ” دغه ” یو تکیه کلام دئ چی معمولاً د پڅو او ټنبلو ویناوالو خاصیت دئ ( البته فقط د خبرو او مجلس او جمله بندی او عدم فصاحت له نظره پڅو ویناوالو ).
    لنډه دا چی:
    د یوه ” دغه ” د ” دال ” تورئ د ” غَین ” د توری سره مدغم دئ ( د غَین تشدید )
    د بل ” دغه ” د ” دال ” د توری تلفظ مستقل او آرام او اوږد دئ.
    اشتباه به نه وی که وویل سی:
    پښتو او پښتون یوازنی موجودات دی چی ډیر سره ورته دی ( البته ددې مقولې تفسیر زما دنده نه ده ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب