جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: ۳۸۰ پخواني چارواکي راغلي، مغرضې کړۍ وضعیت برعکس ښيي

مولوي کبير: ۳۸۰ پخواني چارواکي راغلي، مغرضې کړۍ وضعیت برعکس ښيي

تاند:(جمعه ،د عقرب ديارلسمه)‏‌ د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د قطر هیواد له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره په لیدنه کې له نوم اخیستو پرته «ځينې مغرضې کړۍ» د افغانستان وضعیت په معکوس ډول ښیي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي:«په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دوحه کې د افغان حکومت او امریکا متحدو ایالتونو له پلاویو سره د سولې په پروسه کې د قطر هیواد د اخلاصمندانه هڅو او په سختو شرایطو کې د اسلامي امارت غړو د کوربتوب او له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو مننه وکړه.»

مولوي عبدالکبیر وویل، له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د لازیاتو حسنه مناسباتو پراختیا غواړي.

نوموړي زياته کړه: موږ د قطر په همکارۍ او منځګړیتوب غواړو د اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ سره ښې اړیکې جوړې کړو ترڅو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې لا نورې هم زیاتې شي.

د مولوي کبير په وینا، دا مهال په افغانستان کې ډاډمن امنیت تامین دی، د ارتباط کمېسیون له لارې تر دې مهاله د مخکېنۍ ادارې ۳۸۰ تنه لوړپوړي اشخاص افغانستان ته راغلي او په خوندي توګه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي، خو ځینې مغرضې کړۍ دغه وضعیت معکوس په ډاګه کوي.

 د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیارین هم په خپلو خبرو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره پر خپلې کتنې او په افغانستان کې د امنیت پر تامین خوښي څرګنده کړه.

نوموړي په دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو د پلاویو ترمنځ کتنې ته په اشارې د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا ډاډ ورکړ.

سعید بن مبارک الخیارین د خپلو خبرو په پای کې وویل،: قطر غواړي په افغانستان کې د قطر خیریه بنسټ له لارې په مستقیمه توګه له اړمنو خلکو، کونډو او یتیمانو سره دوامداره لازمې مرستې وکړي.

د طالبانو ځينو منتقدینو بیا ويلي،‌ چې طالب چارواکي له ارقامو سره لوبې کوي،‌ځکه د ميليونونه افغانانو کډوالي یې له یاده ويستې او د څو سوه تنو په راستنيدو غواړي خلک او نړۍ د خپلې ادارې په کړنو تېر باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب