Homeخبرونهد افغانستان په اړه د روسیې فارمټ راتلونکې غونډې ته ط-ان نه...

د افغانستان په اړه د روسیې فارمټ راتلونکې غونډې ته ط-ان نه بلل کیږي

تاند:(جمعه ،د عقرب ديارلسمه)‏‌ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د افغانستان په اړه د روسیې فارمټ په نوم د سیمه ییزو هېوادونو راتلونکې غونډې ته د طالبانو د حاکمې ادارې استازي نه دي بلل شوي.

کابلوف د دې کار دلېل د سیمه ییزو خپلمنځي بحثونه بللي.

تمه ده، چې دا غونډه د نومبر میاشتې په نیمایي کې تر سره او مسکو ېې کوربه وي.

د ياد شوي فارمټ تېری غونډې ته د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بلل شوی و.

پرون د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د هم ګټو هېوادونو په غونډه کې طالبان د امریکا متحده ایالاتو په لاس جوړه شوې ډله وګڼله.

د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ څخه مخکې د دوی پر وړاندې د سیمې او امریکا تر منځ په اړيکو کې انډول ساتل له لویو ننګونو څخه ګڼل کیده.

امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ځینې مدافعین دې ته په اشارې سره، چې د سیمې قدرتونو د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ په څه باندې یو کلنه موده کې د امریکا د يوې اونۍ هومره مرسته د دوی واکمنۍ سره نه ده کړې، امريکا ته د طالبانو د نیږدې کیدو ننګه کوي.

له دې سره څېړونکي وړاندوينه کوي، چې امریکا ته د طالبانو له ډېر نیږدې کیدو به دوی ته تاوان دا وي، چې د سیمې هېوادونه ېې ښايي پر ضد نورو ډلو نه ملاتړ وکړي.

طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د روسیې د لوړپوړي امنيتي مقام تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...