سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد منلي صاحب په تایید/ استاد هوتک

د منلي صاحب په تایید/ استاد هوتک

استاد دا لیکنه تېره اوونۍ رالېږلې وه خو کله نا کله ځینې لیکنې سپم ته ځي. دا یادونه د دې لپاره هم کوو چې ځیني لیکوال ګیله کوي چې لیکنې یې نه خپرېږي. تاند

—————————————————-

پر” دنده” باندي مي د ښاغلي منلي صاحب لنډ، خو پرتول برابر بیان ولووست. غم دې خدای نه راویني، زما د زړه خبري ئې کړي دي.

(دنده) په رشتیا سره هم د (بنده) پر وزن برابره باید تلفظ سي. زه په دې باب دا څوکاله کېږي چیغي وهم خو څوک مي پرخبره غوږ نه نیسي اوکله کله مي لا دسمتپال په نامه هم نازوي! (دنده) د (بنده) پر وزن په لویدیځه لهجه کي ژوندۍ کلمه ده اوپه خبرو کي کارېږي خو د دغي لهجې ځوانانو ته ئې اوس د ویندویانوپه پیروي ناسم تلفظ لاره موندلې ده.

دوه ویشت کاله پخوا چي زه په کراچي ښارکي اوسېدلم، هورې مي هم له پښتونخوا څخه د راغلو پښتنوله خولې دا کلمه کټ مټ د لویدیځي لهجې په تلفظ اورېدلې وه. پردې کلمه باندي زه د خپل کتاب (پر معیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه) د اول چاپ په ۱۴۷ مخ او ددوهم چاپ په ۱۹۱ ــ ۱۹۲ مخوکي ږغېدلی یم اوهورې مي(اغېزه، خواله،وړانگه) کلمې هم څېړلي دي او څرگنده کړې مي ده چي د وروستیو درو کلمو فشار هم پر وروستۍ هجا دئ، خوویندویان ئې په ناسم ډول تلفظ کوي اودغه ناسم تلفظ ئې اوس عام سوی دئ. په هغه وخت کي مادخوشحال خان خټک په کلام کي دغه کلمه نه وه لوستلې اودادئ اوس ئې له ښاغلي منلي صاحب څخه په مننه لولم.دموضوع د ښه تراوضاحت له اسیته دخپل کتاب داړوندومخومطالب یو واربیا ترلوستونکوپوري رسوم :

” دنده ـــ دې کلمې د وظيفې ، مصروفيت په معنامطبوعاتوته له څو کلونوراهيسي ﻻرموندلې ده . په لويديځه لهجه کي ئې د ( بنده )پر وزن تلفظ کوي يعني فشارئې پردوهمه څپه راوړي . دکراچي په ښار کي مي له پښتونخواڅخه دراغلوپښتنوله خولې هم د دغي کلمې تلفظ کټ مټ دلويديځي لهجې دتلفظ په شکل اورېدلی دئ . په پښتو تشريحي قاموس کي ئې هم فشارپروروستۍ څپه راوړی دئ . خو د کابل راډيو دويندويو په پيروۍ ئې ځيني کسان فشارلومړۍ څپې ته ورکوي او د ( لنډه ـــ داوږدې ضد) پروزن ئې تلفظ کوي چي زماپه خيال سمېده غواړي . دغه راز:

اغېزه ، خواله، وړانگه ــــ داکلمې گرده پروروستۍ څپه فشارلري . پښتو تشريحي قاموس ( اغېزه ) نه ده راوړې خو ( خواله )ته ئې پر وروستۍ څپه فشارورکړی دئ . په رواج سوي تلفظ کي ئې لومړۍ څپې ته فشارورکول کېږي چي ماته دکندهاريانوپه اصطلاح په زامه کي خوندنه راکوي . ځکه ( خواله )که دلومړۍ څپې په فشارتلفظ سي د ( خوا + له ) شکل اخلي ، چي ( څنگ ته )معناورکـوي . (( خواله مي راسه چي خواله درسره وکړم )) يعني څنگ ته مي راسه ، چي زړه درته تش کړم . ماته خوسمدﻻسه ددغوکلموپه باب په کلاسيک ادب کي د څېړني امکانات نسته خو د( هربنده خپله ئې کرونده) متل مي د (هر بنده خپله ئې دنده) په شکل ترسترگوسوی دئ .

البته داخبره بايد وسي ، چي تلفظونه مقدسات نه دي، چي بايد بدلون ونه مومي . لکه دکلموشکلونه چي بدلېږي ، دغه رازئې تلفظونه هم پرله اوړي . خوکه د تلفظ اوښتني التباس پېښاوه ، هلته نوبياکلکه پاملرنه غواړي چي مثال ئې ماپه ( خواله )کي وړاندي کړ .”

———————-

په دې موضوع د نجیب منلي لیکنه (دنده)

د استاد هوتک ځینې نورې لیکنې:

د حافظ الپوري دېوان

د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه

میوندۍ ملالې ته منسوبه لنډۍ

د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب