جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهقانعد قیامت نښې/ عصمت قانع

د قیامت نښې/ عصمت قانع

په کلي کې اوازه ګډه شوه، چې په هندوستان کې د قیامت نښانه پیدا شوې ده. اوازه د ځنګله د اور په څېر خپره شوه، په هر مجلس کې د قیامت د نښانې په باره کې خبرې کېدلې.

خلکو توبې اېستلې، الصلواة یې ویلو، زموږ د کلي ماد رحیم کاکا الصلواة نه شوای ویلای، کلیوالو ته یې ویل چې د اسخولاتونو فریادنه وکړي، د قیامت نښانه پیدا شوې ده.

نن یا سبا به حتماً قیامت راځي، د اسرافیل شپېلۍ ته به پوکی ور وهل کېږي، لمر به د لویدیځ لخوا راخېژي، شرق به په غرب بدل شي، شمال به د جنوب ځای ونیسي او د توبې دروازه به هم بنده شي.

د کلي سلطان ګل اکا د درواغو ګوډی وو. د قیامت په نښانه پورې یې ځونډیداره درواغ ځړولي وو.

سلطان ګل اکا به د قوس په میاشت کې هندوستان ته تلو او د حمل د میاشتې په نیمایي کې به له هندوستان څخه بېرته خپل وطن ته را څوړ شو.

ده خپله په هندوستان کې د قیامت نښانه لیدلې وه. د راډیو افغانستان په باختر اژانس کې هم د قیامت د نښانې په باره کې خبر خپور شوی وو، چې د جومات ملا کاکا په خپلو ګناه ګارو غوږو اورېدلي وو.

سلطان ګل اکا ویل، چې د هندوستان په سند (ایالت) کې یو ماشوم پیدا شوی دی، دوه یې سرونه دي، په هر سر کې یې د ماغزو درې کوپړۍ دي، څلور یې لاسونه دي، څلور یې پښې دي، دوی یې خولې دي، په هره خوله کې یې بیا درې ژبې دي او په هره ژبه نارې وهي چې وه مخلوقه توبې وباسئ، زه د قیامت نښانه یم!! محشر را نږدې دی ژر به لمر درې نېزې راکوز شي، د مځکې پرسر به د انسانانو ماغزه په کوپړۍ کې واېشېږي. توبه موبه نشته په قیامت کې به د توبې دروازه بنده شي، په هدیرو کې به مړي له قبرو را پاڅېږي.

سلطان ګل اکا ویل، چې د هندوستان په سند کې دغه عجیب الخلقته ماشوم تر شپه په ورځ زیاته وده کوي او تر ورځ په شپه زیات غټېږي.

په رښتیا هم په ۱۳۵۰ هه ل کال کې د هندوستان په سند کې یو عجیب الخلقته ماشوم پیدا شوی وو، چې د وخت په ژوندون مجله او نورو افغاني چاپي خپرونو کې یې جزئیات خپاره شول، خو په هماغه وخت کې لا هم په کلیو او بانډو کې پاکستان چا نه پېژانده او د افغانستان جنوب ته هندوستان ویل کېده.

د دغه غیر نارمل ماشوم پیدایښت په کلو، بانډو او غیر ښاري سیمو کې د قیامت د نښانې په توګه وپېژندل شو. ملایانو او ناخبره کلیوالو توبو ته زور ورکړ چې مبادا د قیامت په راتلو سره د توبې دروازه بنده نه شي.

د ماشوم دوه سرونه، په هر سر کې د ماغزو درې کوپړۍ، د دوو پښو پر ځای څلور پښې، دوې خولې او په هره خوله کې درې ژبې دا هغه څه وو، چې خلکو د قیامت نښانه ګڼله.

په افغانستان کې د تازه ډیموکراسۍ د ترسره شوو انتخاباتو په نتیجه کې هماغه د سند ایالت د عجیب الخلقته ماشوم تولد او زېږېدنه ده.

د حکومت هماغه دوه سرونه دي او په هر سر کې د سوچ وهلو لپاره د اعصابو بېل سیستم کار کوي، چې سوچ یې هم بېل دی، په هر سر کې د ماغزو درې کوپړۍ کار کوي.

د عبدالله په ټیم کې محمد خان یو منفرد عصبي او عقلي سیستم دی، محقق بېل تفکر، فکري، عقلاني او ایډیالوژیک سیستم دی، همدارنګه په خپله ډاکتر عبدالله د فکري او عصبي نظام یوه نادره نمونه ده.

په دغه ټیم کې په یوه خوله کې درې ژبې دي، هره ژبه یې خپله بابولاله وایي. که څه هم دغه عجیب الخلقته تولد تر اوسه پورې په مصنوعي توګه د ژوند د دوام چارې پرمخ بیایي، په یوه سینه کې دوه زړونه د هر زړه بېل، بېل شریانونه او د هر شریان د وینې د حرکت بېل او جلا مسیر داسې ښیي چې د دغه سیاسي خلقت د ژوند د دوام لاره ناممکنه ده، خو بیا هم د نړیوالې ټولنې سیروم او مصنوعي اکسیجن دغه سیاسي تخلیق ژوندی ساتي.

په افغانستان کې د نیابتي جګړې د دوام په کلونو ک�� هم څو ځله داسې هڅې وشوې چې جلا وطنه سیاسي تشکیلات د حکومت په نامه رامنځته شي.

په پېښور کې د صبغت الله مجددي تر مشرتابه لاندې د مجاهدینو موقت انتقالي حکومت همداسې غیر نارمل تخلیق وو، چې په نارمل مرګ مړ شو.

د ډاکتر نجیب الله تر سقوط وروسته د پېښور د تړون پر اساس موقت حکومتونه چې رباني او مجددي یې په راس کې وو ددې پر ځای چې د حکومتونوڅېره او قواره پیدا کړي د تاریخ په کومیډي نندارو بدل شول، هره کمیډي د تراژیدۍ پر سټیج تمثیل شوه چې په نتیجه کې یې د طالب په څېر یو متحجر او د کاڼي په څېر کلک افراطیت راوزېږاوه.

اوس یو ځل بیا د تېرو ناکامو تجربو د تکرار له مخې د ملي وحدت حکومت په غیر نارمل ډول تخلیق شو او دغه تخلیق د سیاسي فرهنګ پر پاڼه باندې هماغه د سقوط او یا قیامت نښانه ده، چې هېڅ یو اړخ یې د ملي حکومت او یا ملي حاکمیت غوښتنې نه شي تمثیلولای.

حکومت اصلاً د ملي ادارې لپاره یوه متحده ملي مواسسه ده، چې په متحد قوت سره ملي جریانات د یوه هېواد د ګټو او مفاداتو پر بنیاد رهبري کوي، خو دلته د ملي وحدت حکومت په رښتیا سره د سیاسي فرهنګ له مخې د قیامت او محشر علامت او سمبول دی.

هغه حکومت چې په درو میاشتو کې په دې نه توانېږي چې کابینه جوړه کړي باید د قیامت او اخرت علامت یې وبولو.

8 COMMENTS

  1. رشتیا چی تبلیغات به په هر زای کی بدلون راولی
    مگر په افغانستان کی انقلابی بدلون یوازی د تبلیغاتو له امله رامنز ته کیگی

  2. قانع صاحب
    ډیره ښه اوپرځای لیکنه ده
    خودبهران دحل لپاره باید لاس په کار شو چی ملت ته له دی ناورین څخه نجات ورکړو

  3. محترم قانع صاحب
    په زړه پوری اوهراړخیزه لیکنه ده
    خواوس ملت ته له دی ناسوره باید په کومولارونجات ورکړو
    که دیوملی یووالی لپاره کاروکړواولاری یی واضح شی ډیره به ښه وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب