لیلمې روڼ آسمان او ځلېدونکي لمر ته نظر واچاوه، له څنګ سره روان ځوان ملګری ته یې په داسې حال کې ور وکتل، چې کرار کرار یې د هغه د لاس له پنډو ګوتو خپلې نرۍ ګوتې خلاصولې.
له کوچني ټیکري راوتلي څو تاره وېښته چې تازه یې ژېړ رنګ پرې وهلی و، په نازکو ګوتو بېرته په تيکري کې ننویستل، د ملګري په طرف یې وکتل:
نن څه ښایسته ورځ ده او دا لمر څومره پوست او خوندور لګېږي!
ملګري یې چې په خوند، خوند دا څو شېبې له لیلمې یوه لحظه هم سترګې نه وې اړولې، یوې او بلې خواته وکتل، په پارک کې ګڼ ګلان او بې شمېره ونې یې له نظره تېرې کړې.
دویم ځل یې لیلمې ته لاس ور وړاندې کړ او د هغې نازکې ګوتې یې د خپل چپ لاس په پنجه کې بندې کړې، په خندا یې وویل:
ــــــ تا نه دي اورېدلي چې د لندن په دوه شيانو باور نه دی په کار!
لیلمې له تلوسې په ډک انداز ور وکتل، پراخه سپینه ټنډه یې پورته کش کړه:
ـــــــ کوم دوه شیان؟
ځوان پښه نیولی شو، له تمسخر په ډک انداز یې وویل:
ـــــــــ یو یې پر ښځو او بل پر هوا.
لیلمې له نازه په ډک انداز ټېله ورکړه.
ــــــ دا هسې چټېاټ دي، چې بیا یې تکرار نه کړې!
ځوان چې مناسب ځواب پیدا نه کړ، شونډې ویړې ونیولې او خبره یې بدله کړه:
ــــــ نن یې د باران اټکل ورکړي دی، هسې نه چې باران شي او چترۍ هم نه لرو.
دواړو بې له څه ویلو قدمونه چټک کړل، لاس پر لاس ستیشن ته په کم وخت کې ورسېدل، میترو ته ورپورته شول، لیلمه لکه د کومې څارګرې ډلې غړي چې د کوم مجرم لټه کوي، سترګې یوې او بلې خواته واړولې، ناببره ېې په کوم اشنا سړي نظر ولګېده، زړه يې په ټوپونو شو ، کرار یې پښې ور ټولې کړلې، لکه په لاس یې چې څوک خوله ولګوي، ژر یې له ملګري لاس آزاد کړ، په غوږ کې ور وپسېدله.
ـــــ چې ونه غږېږې، له ما فاصله واخله.
څنګ ته کرار وکښېدله، د لیلمې او د ځوان د ورنونو تر منځ دوه لوېشتې اندازه فاصله پیدا شوه، ځوان چې د لیلمې حرکتونو پوره سربداله کړی و، وارخطا وویل:
ــــ ولې، څه خبره ده؟
لیلمې دواړه اوږدې سترګې د مترو د ډبې دروازې ته نیولې وې.
ـــــــ د پلار ملګری مې راننوت.
ځوان لاندینې شونډه راوکښله ،په خندا ېې ووېل:
ـــــــ نو څه !؟
د لیلمې څو شېبې پخواني سپین تندي کې دوولس بجې وې او له ډېرې غوسې او وارخطایي تور او شین کېده، ځوان یې په څنګ پورې واهه:
ــــــــ زه هر ځل تا ته خپل ارزښتونه نشم تشریح کولی.
ملګری ېې لکه هېڅ ېې چې نه وي اورېدلي، بېرته څنګ ته ورنږدې شو.
لیلمه په منډه د ډبې بلې څنډې ته لاړه، په تشې چوکۍ کېناستله. سترګې ېې له ملګری په قهر واړولې. د هغه طرف ته یې نور نه ور کتل. سترګې ېې د څو تمځاېونو پورې ځوړندې نیولې وې. نیم ساعت وروسته چې پر څو تم ځا ېونو کې سورلۍ کېوتې او راوختې اومیترو ودرېدله، لیلمې شاو خوا نظر وځغلوه. ډبه تشه وه. ملګري ته یې په ناز ور وکتل، هغه هم په یوه شېبه کې د لیلمې مخ ته را شین شو.
ــــــــــ ولې زما ګرانې!
لیلمې بې ځنډه ور غبرګه کړه:
ـــــ ته نو نه پوهېږې، که هغه مې پلار ته ووایي!
ملګري ېې سر یوې او بلې خواته وڅانډه:
ـــــــ نو څه؟
په لیلمې لکه اېشېدلې اوبه چې توی شي، له خپل ځایه پورته شوه:
ـــــــڅنګه څه؟ پوهېږې دا ما ته په کومه بیه تمامیږي؟
ملګری ېې ور نږدې شو، د لیلمې زنې ته یې لاس ور اوږد کړ. هغې بې له ځنډه د دده لاس ته څنډ ور کړ، ملګری ېې یو قدم په شاه لاړ:
ــــــــ تا خو راته ویلي و، چې هغه ډېر روښان فکره او دیموکرات انسان دی!
لیلمې سر وڅنډه:
ــــــــ مهربان او دیموکرات دی، خو د ښځې په خوښه د ملګري او مېړه په انتخاب کې لا هم زاړه ارزښتونه پالي.
ملګري یې ناببره ټوپ کړ:
ـــــــــ دا څه وايې، نو څنګه هغه ورځ پخپله له یوې ځوانې ښځې سره ناست و؟
د لیلمې خوله وازه پاتې شوه، لکه څوک ېې چې پورته او پر ځمکه راوولي، نېغه له ځایه يورته شوه،. د ډبې بل سر ته لاړه، سودا ور ولوېده، بېرته راوګرځېده، د ملګري څنګ ته ودرېده. په حیرانۍ یې وپوښتل:
ــــــــــ دا څه وايې، چېرته؟
ــــــــ په یوه بار کې!
لیلمه ورېږدېده، غاښونه یې وچیچل:
اه! خوله دې نه خوږېږي.
پسې زیاته یې کړه:
ــــــــڅه یې کول؟
ځوان له خپله ځایه پورته شو، په غېږ کې یې ټینګه ونیوله. له مخه یې توده مچکه ترې واخیستله.
ـــــــــ ما او تا دا اوس څه کوو؟
لیلمه لکه ستنه چې څوګ ور چوخوي، شاته ټوپ کړې.
ــــــــــ ته رښتیا وايې؟
ځوان یو قدم شاته لاړ، ځان یې منظم کړ:
ـــــــــ زه دروغ ویلو ته څه اړتیا لرم؟ زما او ستا د دې یوې کلنې ملګرتیا په دوران کې مې کله درته ذره درواغ وېلی دی؟
لیلمې لکه کوم بد خوب چې لیدلی وي، څو ځله پر مخ او سترګو لاسونه کش کړل:
ـــــــــزه پوهېږم ته دروغ نه وایې، خو تا مې پلار چیرې لیدلی،ته هغه له کومه پېژنې؟
ځوان ته لا هم هر څه عادي ښکارېدل، ور غبرګه یې کړه:
ـــــــــــ ولې هېر دې شو، چې یو کال مخکې دې د پلار د همدې ملګري په څېر خپل پلار په ېوه پارک کې له لیرې راښکاره شو، ما او تا ولیدلو، او ته بیا رانه بې مخه ښې دسترګو په رپ کې غیبه او الونېا شوې.
د لیلمې له سترګو څو څاڅکي په غوښنو اننګیو را پرېوتل، په اوږدو سترګو کې يې اوښکې ځلېدلې.
ځوان چې د هغې له اوښکو ډکو سترګو ته په ځیر وکتل. ژر يې غیږې ته ور ړنګه کړه.
ــــــــ بښنه غواړم، که زه ستا په دومره پرېشانه کېدو خبر وای، هېڅ مې دا خبرې نه کولې.
لیلمې شېبه وروسته د ځوان لاس ونیو:
ـــــــــ نه، تا ښه وکړل.
ملګری ېې هک پک شو:
ــــــــ څنګه؟
ــــــــ ځکه چې اوس دې ما ته جواز راکړ او له بې ځایه اندېښنو دې وژغورلم.
د ځوان په څهره کې خوښۍ منډه کړه:
ـ د څه شي جواز؟
لیلمې یې غیږ ته ځان ورنږدې کړ، داسې چې د دواړو ټټرونه سره ولګېدل.
ــــــــــ له تا سره د ناوخته پاتې کېدو او هرځای ته د تللو. پوهېږې زه ستا په سترګو باور لرم، خو زړه ته مې نه لوېږي چې هغه به زما له مور سره خیانت کوي؟
ځوان حیران ور کتل؟
ــــــــ ولې داسې فکر کوې؟
ــــــــځکه چې هغه عادی سړی نه دی، پیژندل شوی مدني فعال او د یوه مخکښ سياسي ګوند مرستیال دی.
ملګري ېې وخندل او د لاسونو پړکا یې پورته شوه:
لیلمې ژر یوې او بلې خواته وکتل، څوک نه تر سترګو کېدل.
ملګري ېې کرار وویل:
ــــــــ تاته لکه چې د بیل کلنتن او د هغه د سکرترې (مونیکا لوینسکي) د سکسي اړیکو کیسه نه ده معلومه؟ پوتین څنګه د یوې ځوانې نجلۍ سره د مینې تار وغځاوه او خپله وفاداره مېرمن لودمیلا یې له دېرش کلن ګډ ژوند وروسته په تش میدان پرېښوده.
ملګري ېې یوه شېبه کې د ګڼو وتلو سیاسي رهبرانو او واکمنانو لکه نا پیلیون بونا پارت،هټلر، موسولیني او نورو د سیکسي ژوندانه ګڼ داستانونه یو په بل پسې قطار کړل. خو لیلمې یې ژر په خوله لاس کېښود:
ـ بس، بس، بس … هغوی مه یادوه، هغوی چې خپلو هېوادونو او ولسونو ته په خیانت او دروغو ویلو نه شرمېږي، مېرمنو سره به د خیانت څه پروا ولري!
ملګري ېې بحث نور هم وغزاوه :
ــــــــــ سیاسیون مې ځکه بېلګې راوړلې، چې تا د پلار د ګوند وویل. که د وتلو هنرمندانو، فیلسوفانو او ساینسپوهانو لکه پابلو پيکاسو، راسل، هاېدګر، انشتاین ……ژوند لیکونه ولولې، سیاسیون به دې هېر شي! ګرانې !
لیلمې سترګې پټې کړې، سر یې په دواړو لاسونو کې کلک ونیو. وړې وړې سلګۍ یې شروع کړې، له سلګیو سره مل یې چې خبرې تړتړې کېدلې، وویل:
ـــــــــپوهېږې، اوس دې یوه بله سودا را واچوله!
ـــــــــــ ولې، د څه شي؟
ـــــــــ د مور!
ـــــــــ هغه څنګه؟
ــــــــــ که ورته ووایم، زړه به یې له خپګان وچوي؟
ځوان اوږې پورته واچولې:
ـــــــــ نو څه؟ خو طلاق به واخلي، له خاین مېړه، خو صادق ملګری سل ځله ښه دی.
لیلمه له ځایه را ولاړه شوه، پورته اوږده اوسپنه یې په لاس کې وونیوله ، خپل محبوب ته مخامخ ودرېده:
ـــــــ تاته دا اسانه ښکاري؟
ځوان سر وښوراوه ، او له مور سره ېې د پلار د خېانت نکل راو اخېست :
ـ ته پوهېږې پلار مې هم له مور سره په مینه واده کړی و، خو د واده له څو کلونو وروسته یې زما مور ته شاه کړه او له بلې سره یې ګوتې خوږې کړې.
د لیلمې سترګې له حیرانۍ ډکې شوې:
ــــــــ بیا دې مور څه سزا ورکړه؟
ځوان اوږې پورته ونېوې او په غرور ېې د مور په ستاېنه ځواب ورکړ:
ــــــــ همدا چې وپوهېده په لغته یې وواهه او بل مېړه یې وکړ.
لیلمې سوړاسویلی وویست:
ــــــــــ ای کاش! چې زما مور د دې توان درلودی.
ځوان بې ځنډه وویل :
ـ چې پلار دې دا توان لري. نو مور دې ولې؟
د لیلمې سر وځړېده ، په ژړه غوني غږ ېې ووېل:
ـــــــــ پلار به مې لاړ شي، بله ځوانه ښځه به وکړي. خو مور خواره…
خبره یې ستوني کې وچه شوه ،غریو واخیسته.
د ځوان وضیعت هم مخ په خرابېدو شو، غېږه کې یې ونیوله، د لیلمې زنه له ژړا سره کړپېدله.
محبوب ېې په تندي ښکل کړه:
ــــــــ وبخښه ګرانې!
لیلمې حواس بایللي و. د خبرو توان نه و ورپاتې. مېترو ودرېده.
ځوان کرار وویل:
ـــــــ ښکته کېږو!
شېبه وروسته دواړه پلي روان وو، لیلمې اسمان ته وکتل، دوه ساعته پخوانی روڼ اسمان اوس تورو وريځو نیولی و، د لمر هغه ځلېدونکې سترګه د وریځو منځ کې غیب او پټه شوې وه، ځای، ځای د اسمان په لمن کې کم رنګه سپینو وریځو هم د تورو خواته مندې ور وهلې، ځڼد وروسته پخه تیاره شوه، نري څاڅکي ورو – ورو پرځمکه راپرېوتل، لیلمې کرار وویل:
ـــــــــ وګوره نن اسمان هم خپه دی، څنګ ته یې وکتل، ځوان نه و، وارخطا یې په شاه وکتل، د موټر تېز ژېړ څراغونه په ځوان پراته و، لاسونه کې ېې د سوپ دوه ګیلاسونه نیولي وو.