پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهپه عام محضر کې د قصاص د حکم پر تطبیق د م.م...

په عام محضر کې د قصاص د حکم پر تطبیق د م.م غبرګون

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۳ مه) وروسته له دې چې طالبانو نن په پکتیا ولایت کې د عامو خلکو او د خپل حکومت د دوو وزیرانو په مخکې یو تن قصاص کړ، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر له طالبانو وغوښټل چې «ظالمانه سزاګانې» سملاسي ودروي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) ویلي چې په عام محضر کې اعدام د افغانستان د نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره په ټکر کې دی او باید ودرول شي.

طالبانو نن (چهارشنبې) د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د «قصدي قتل» په تور په یوه تن په عام محضر کې د قصاص حکم تطبیق کړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي د بشري حقونو راپورتر ریچارد بینیټ د طالبانو دا اقدام وغانده او پر خپله ایکسپاڼه کې یې ولیکل: «زه د افغانستان د ګردیز په یوه لوبغالي کې نننی وحشتناک اعدام او همدارنګه نورې بدني سزاګانې او اعدامونه چې طالبانو یې ترسره کړي، غندم.»

هغه زیاته کړه: «زه له طالبانو غوښتنه کوم چې سمدستي دا ظالمانه سزاګانې چې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده، ودروي.»

یوناما هم په یوه یادښت کې په افغانستان کې د اعدامونو د درولو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتو مرستندوی ماموریت وايي: «هغه اعدامونه چې په عام محضر کې ترسره کېږي، د افغانستان د نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره په ټکر کې دي او باید ودرول شي.»

یوناما همداراز د خلکو د عادلانه محاکمې لپاره د قانوني پروسې د درناوي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې ویلي چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د مهاجرینو وزیر خلیل الرحمان حقاني د قصاص د حکم د اجرا پر مهال حاضر وو. حقاني له معمول دود سره سم د مقتول له کورنۍ وغوښتل چې قاتل وبخښي خو هغوی د حقاني غوښټنه ونه منله.

قصاص شوی کس محمد ایاز نومېده او د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ اوسېدونکی وو چې د یو کس په وژلو تورن وو، خو په اعلامیه کې د مقتول په اړه هیڅ ډول معلومات نه‌‌دي ورکړل شوي خو ځايي اوسیدونکي وايي چې وژل شوی کس حبیب الله نومېده.

طالبانو ویلي چې د اعدام شاوخوا ۳۰ نور حکمونه د طالبانو د مشر د ملا هبت الله، د وروستي تایید ته منتظر دي.

نن قصاص د طالبانو تر بیا واک ته رسیدو وروسته د اعدام اوومه پېښه ده چې په عام محضر کې عملي کېږي.

3 COMMENTS

  1. نور نو دوی څه شي‌زده دي؟ د قدرت د ټينګولو لپاره داسې کارونه کوي چې اولس وډار شي ! تر څو به دا وحشیان وي له یوې خوا انسان معزز بولي له بلې خوا یې سپکوي !طالب د هیچا زوی ندی نه یې پلار مالوم دی او نه مور !! لنډغر د عربو غلام د حورو او غلمانو په نېشو کې غرق دی !

  2. دا پنجابی تربیه شوی قادیانی چړیان د پنجابی پاکستان په هدایت غواړی چی په داسی وحشتناکه اعدامولو باندی افغان ملت د ترس او ویری سره مخامخ کړی او په داسی غیری انسانی وحشتناکه اعدامولو باندی افغان ملت د پنجابیو غلامان کړی ، افغان ملت ئی تر اوسه پوری مصنوعی شکل سره د اسلام شعارونو باندی غولوی اما پوره ددی ډاډ موجود دی چی افغان ملت به ددی چټلو کفارو چړیانو پر ضد راپورته کیدونکی دی !!!!!

  3. اوسنۍ واکمنه او برلاسې ډله چې هېڅ ډول کورنۍ او بهرنی مشروعيت هم نه لري او اساسي قانون هم نشته، او واکمنه ډله د خلکو د لومړنيو بنسټيزو حقوقو ورکولو کې هم پاتې راغلې ده، نو هېڅکله د قصاص او نورو درنو فزيکي او رواني کړولو حق نه لري چې پلې يې کړي.
    دېته شريعت ويلی نه شي او دا د خپلو مخالفينو د وژنې يوه منظمه او براعلی لړۍ ذه چې د داسې چا له لورې پلي کيږي چې د بېګانه استخباراتو په منګولو کې برمته او نه ولس ته راښکاره کيږي او نه يې ولس ليدلی شي. نه ټاکنې کوي، نه له چا پوښتي. ملت ته رجوع نه کوي او خلکو ته د رايې حق هم نه ورکوي. د زده کړې حق يې ترې اخېستې او هر ډول کار د کار صلاحيت يې ترې اخېستې، بيعت ترې بيا غواړي، نو د څه شي بيعت غواړي او بيعت خو مدار د اعتبار نه دی.

    https://www.youtube.com/watch?v=c4xdkMr69yo&t=1592s

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب