پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهایران ۱۰۰۰ افغان بندیان افغانستان ته استوي

ایران ۱۰۰۰ افغان بندیان افغانستان ته استوي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۳ مه) ایران په پام کې لري چې په راتلونکو دوو میاشتو کې تر ۱۰۰۰ زیات افغان بندیان خپل هېواد ته بېرته واستوي.

د ایران د دولتي خبري آژانس (ایرنا) د راپور له مخې، د وروستیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۰ ایرانیان بندیان دي.

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال، عسکر جلالیان، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډېری افغان بندیان د مخدره موادو د اړوندو جرمونو په تور محکوم شوي دي.

جلالیان د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکو ته په اشارې وویل چې دا دوه ګاونډي هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره همکاري زیاته کړي.

ده زیاته کړه چې افغان بندیان په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته لېږل کېږي.

خو هغه بندیان به، چې د مرګ سزا ورته ورکړل شوې، شخصي دعوی لري یا پورونه پرې دي، نه لېږدول کېږي.

په ۲۰۰۶ کال کې، ایران او افغانستان یو با ته د بندیانو د تبادلې په اړه یوه موافقه لاسلیک کړې وه.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صاحب د ۹۰ اعدام شویو او کابو درۍ سوه نورو مساپرو له وژلو وروسته هم په دې بریالی نه شو چې ایران سره د بندیانو د تبادلې تړون لاسلیک/ متقی په دې خوشحاله دی چې عامیانه ټوکې وکړې او په غونډو کې له لوی څادر سره تاوو را تاوو شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب