تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۳ مه) د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، پیت هگزت، د فاکس نیوز خپرونکی او د پوځ پخوانی سرتېری، د دفاع وزیر په توګه نومولی دی.
د ټرمپ له لوري نومول شوي وزیران د سنا جرګې تایید ته اړتیا لري.
هگزت د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د امریکا د ملي ګارډ له ځواکونو سره افغانستان ته ولېږل شو او لس میاشتې یې په کابل کې په جولین کمپ کې تېرې کړې.
پیت هگزت په جولین کمپ کې، چې د نړیوالو امنیت ساتونکو ځواکونو (آیساف) مرکز و، د طالبانو ضد مرکز د روزونکي په توګه دنده ترسره کوله.
هگزت له هارورډ او پرینسټن پوهنتونونو څخه فارغالتحصیل دی او د ده د ویپاڼې د معلوماتو پر اساس، سربېره پر افغانستان، په عراق او ګوانتانامو کې یې هم خدمت کړی دی.
هغه په ۲۰۱۹ کال کې، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، له ولسمشر څخه وغوښتل چې هغه پخواني سرتېري چې د جنګي جرمونو په تور نیول شوي وو، وبخښي. هگزت په دې اړه فاکس په نیوز کې د خپلو خپرونو په ترڅ کې د دغو سرتېرو د قضیو او د دوی له کورنیو سره خبرې کولې.
د ښاغلي هگزت د هڅو په پایله کې، په هماغه کال کې، ډونالډ ټرمپ یو پخوانی امریکايي کمانډو، چې د یوه افغان د وژلو په تور محاکمه کېدو ته چمتو کېدو، وبخښه. سربېره پر دې، هغه یو بل امریکايي سرتېری هم وبخښه چې په افغانستان کې د درېیو افغانانو د ویشتلو او د هغوی د دوو کسانو د وژلو په تور محکوم شوی و.
رویټرز خبري آژانس د پیت هگزت ټاکل د ټرمپ له له لوري تر ټولو حیرانونکی انتخاب بللی دی. هغه د ناټو په اړه بدبینانه نظر لري او د دې تړون پر متحدانو یې د “ضعیف والي” له امله نیوکه کړې ده.
ښاغلی هگزت ۴۴ کلن دی.
ټرمپ هگزت یو “زړور، هوښیار” او د “لومړی امریکا” شعار ریښتینی باورمن بللی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي: “د پیت په رهبرۍ کې د امریکا دښمنان باید په چمتو حالت کې وي. زموږ پوځ به بیا ستر شي او امریکا به هېڅکله شاتګ ونه کړي.”
هگزت ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له پوځه وروسته له دې ووت چې دغه ځواک د سیاسي او مذهبي نظریاتو له امله څنډې ته کړی و.
د سې شنبې تر ماښام (د نومبر ۲۲) پورې د ډونالډ ټرمپ د دوهم حکومت د ځینو کلیدي پوستونو نوماندان معلوم شوي دي. لکه:
- په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره: لیز ستفانیک
- د چاپېریال ساتنې ادارې مشر: لي زلدین
- د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشره: سوزان وایلز
- د سرحدونو لوړپوړی چارواکی: تام هومَن
- د امریکا سفیر په اسرائیل کې: مایک هاکبي
- د ملي امنیت سلاکار: مایک والتز
- د سي آی اې (CIA) مشر: جان رتکلیف
- د سیاست جوړونې مرستیال: ستیون میلر
- د دفاع وزیر: پیتر هگزت
- د حکومت د موثریت وزیر: ایلن مسک او ویوک راماسوامي
- د کورني امنیت وزیر: کریستي نوئم
- د سپینې ماڼۍ سلاکار: بیل مکګینلي
- د منځني ختیځ د چارو لپاره ځانګړی استازی: ستیو ویتکاف
دغه سوډر دغه فاشیست دغه سیهونیست سوډر او لوی قاتل ده.دغه په خټه سیهونیست ده او د اسلام او مسلمانانو سرسخت دښمن او خنزیر ده. 🐖😡
دغه ټول سیهونیستي قاتلان او بشریت او انسانیت دښمنان دي.🐖ټول خنزیران د مسلمانانو د وینو څښونکي دي.