یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهد اترا ادارې د ريیس په مشرۍ طالب پلاوی هند ته لاړ

د اترا ادارې د ريیس په مشرۍ طالب پلاوی هند ته لاړ

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۳ مه) له هند سره د طالبانو د حکومت د اړیکو د لا نژدې کېدو د نښې په توګه د طالبانو د حکومت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا (اترا) ريیس سید برات شاآغا ندیم د جنوبي اسیا د یوشمېر ادارو په غونډه کې د ګډون په هدف نن هند ته لاړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د اترا د ريیس په مشرۍ افغان پلاوی به په هند کې د جنوبي اسیا د “مقرراتي ادارو” په غونډه کې ګډون وکړي.

ده نور جزییات نه دی څرګند کړي.

دا سفر داسې مهال کیږي چې هند د مومبۍ کونسلګري د طالبانو استازي ته وسپارله او د طالبانو د باندنیو چارو وزارت اکرام الدین کامل د جنرال کونسل په توګه وټاکه.

تر دې انکشاف وړاندې تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی جې پي سینګ کابل ته لاړ و او د طالبانو د کابینې له مهمو غړو، لکه دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب