Homeخبرونهطالبان؛ د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې راټیټوي

طالبان؛ د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو کڅوړو بیې راټیټوي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۲۳مه) د طالبانو ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي شبکو د انټرنیټ او غږیزو خدمتونو بیې راټیټوي.

د یاد وزارت مسوولین وایي د هېواد په مخابراتي بازار کې د لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ داوطلبي ترسره شوه،چې پکې د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۸ میګا هرټز فریکونسي مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوې ده.

تر دې اجارې وروسته به مخابراتي شرکتونه د انټرنیټ 4G خدمتونه وړاندې کوي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې اوسمهال په افغانستان کې د مخابراتي شبکو له انټرنیټي بیو او سرعت نه خلک ډېر شکایت لري.

عام خلک وایي د مخابراتي شبکو د انټرنیټ چټکوالی د 4G په نامه پلورل کېږي خو سرعت یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...