Homeخبرونهتاجکستان کې نن د فوټبال درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي

تاجکستان کې نن د فوټبال درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۲۳مه) په تاجکستان کې نن د درېیو هېوادونو افغانستان، تاجکستان او نیپال فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ پیلېږي.

دا لوبلړۍ نن مازدیګر د کابل په وخت ۵نیمې بجې د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې پیلېږي.

لومړۍ لوبه د نیپال او تاجکستان ترمنځ ده.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه کې د را روانې شنبې ورځ نیپال سره لوبه کوي او دوهمه لوبه به د سه‌‌شنبې په ورځ له تاجکستان تر سره کړي.

افغان لوبډله د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان سره د لوبو ډګر ته ننوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...