Homeخبرونهد طالبانوحکومت؛ نن پکتیا کې پر یو تن د قصاص حکم تطبیقوي

د طالبانوحکومت؛ نن پکتیا کې پر یو تن د قصاص حکم تطبیقوي

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۲۳مه) د طالبانو د حکومت د پکتیا ولایت رسنیز دفتر خبر ورکړی پرون سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن چهارشنبه د په مرکز ګردېز ورزشي سټډیوم کې د قضايي ارګانونو له لوري پر یوه قاتل د قصاص حکم تطبیقېږي.

په خبرپاڼه کې له عامو خلکو غوښتل شوي،چې د دې حکم د تطبیق پرمهال له دوی سره ګډون وکړي.

سرچینې د قصاص د حکم د تطبیق پرمهال انځور، ویډیو او موبایل راوړل منعه کړي دي.

د طالبانو حکومت د خپل حاکمیت نه تر دې دمه د قصاص دحکمونو د تطبیق د شمير په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې یو شمیر ولایتونو کې دا څویم قصاص دی، چې پر قاتلینو تطبیقیږي.

سره له دې چې په ځلونو په کور دننه او د باندې د بشرحقونو ادارو او ملاتړو د دا ډول سزاګانو د مخنیوي غوښتنه کړې خو لاهم د طالبان حکومت په عام محضر کې دا ډول سزاګانو ته دوام ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...