دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+کتاب او ماشوم / بحث (۴)

کتاب او ماشوم / بحث (۴)

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، پر ادبي مسایلو بحثونه پیل کړې دي. دلته د دې لړۍ څلورم بحث لوستلی شئ.

لېمه ودان:

اکسوس کتاب پلورنځي ته تللې وم، د ادبیاتو د کتابونو خواته ورغلم، په دې وخت کې په عمر پوخ سړی کتابتون ته دننه شو، درې ماشومان، چې عمرونه یې تر لسو کالو لوړ نه وو، هم ورسره وو. دوی د ماشومانو د کتابونو مېز ته ودرېدل، سړي دوه کتابونه راواخيستل، یوه شېبه ورته ځير شو، بیا یې کوچنیانو ته مخ کړ:

– دا څنګه دي؟

يوه ورته وکتل:

– دا يو خو مو لوستی، دا بل ښه دی.

دا صحنه ماته جالبه ځکه وه، چې په افغانستان کې د مطالعې فرهنګ ډېر عام نه دی. ډېری کورنۍ د خپلو ماشومانو ټولې اړتیاوې پوره کوي؛ پرته له کتابونو. که د يوې کورنۍ لويان کتاب لولي هم؛ خو ښايي دې ته پام ونه کړي چې ماشومان هم بايد د عمر له اولو کلونو له کتاب سره مينه پيدا کړي.

د يوه هېواد پرمختګ د ولس په علم او پوهه پورې تړلی او دا پوهه له کتاب لوستلو پرته ستونزمنه ده. د مطالعې د فرهنګ په عامېدو کې د ماشوم ادبیاتو له رول نه سترګې نه شو پټولی. که يو ماشوم د خپل عمر په لومړيو کې له کتاب سره مينه پيدا کړي، په لوی والي کې به د ټولنې لپاره يو مثبت کس ترې جوړ شي.

په دې برخه کې د ليکوالو رول هم مهم دی، هغوی ته بويه چې د ماشومانو لپاره داسې کتابونه وليکي، چې د هغوی تخيل راوپاروي.

د ليکوالانو تر څنګ د کورنۍ د غړو رول ډېر مهم دی. تېرو ورځو کې چې زموږ بهير د نصير احمد احمدي د دويم تلين په ياد غونډه کوله، ما هم مقاله ورته ليکله؛ نو ګڼ کتابونه مې رااخيستي وو او په کمپيوټر کې مې ليکل کول. پينځه کلنې خور مې هم خپل د کيسو ټول کتابونه له المارۍ راواخيستل، لوستل نه شي کولی، د ماشومانو د کتابونو انځورونه ته ځير وه، ټولو ته یې ويل چې زه سبا په کمپیوټر کې غونډه لرم.

دا خبره زما لپاره ډېره جالبه ځکه نه وه، چې يوازې زما خور نه بلکې ټول ماشومان همدا ځانګړنه لري، دوی د کورنۍ له مشرانو زده کوي.

که يوه مور د خپل ماشوم تر څنګ کتاب لولي؛ آیا د ماشوم به مينه ورسره پيدا نه شي!؟

ستاسو په نظر د ماشومانو لپاره کتاب لوستل څومره اړين دي او په دې برخه کې د مېرمنو رول څه دی؟

فرزانه تره‌کې:

تر هغه ځايه چې کورنۍ د ماشوم لپاره لومړنی ښوونځی دی، همداسي مور د خپل ماشوم لپاره پخپله يو کتاب ده.

مخکې له دې چې د ماشوم لپاره زده کړه، لوستل او کتاب غوره کړي لومړی بايد د هغه ذهن او د درک و جذب وړتياوي وارزوي.

تر کومه چې زه پوهيږم يو ماشوم ذهنيت د هر څه د زده کړې لپاره په هر وخت کې چمتو نه دی ځکه ځينې وختونه ورباندې بوج کيږي، ځيني وختونه يې پر خلاف کيږي، ان ځينې وختونه یې غلط درک کوي نو د زده کړې لپاره يې بايد تلوار ونکړو.

د ماشوم د درک او فهم اندازه د هغه په عمر پورې نه ده تړلې؛ بلکې د هغه د ذهنيت په حجم پوري تړلې ده، چې د هغه ذهنيت څومره وړتيا لري.

مېرمنې دې لومړی هڅه وکړي چې د يوه ماشوم پر ټولو کيفيتونو، ذهنيوتونو، افکارو خوښ او ناخوالو پوه شي، بیا يې د زده کړې لپاره کتاب د ماشوم له کيفيتونو وټاکي ، حجم يې د ماشوم د ذهنيت په اندازه وي ، لوستل او زده کړه يې د شوق له حده وانوړي او د دې تر څنګ هغه کتاب يې چې ورته ټاکلی بايد تر ډيره انځورونه ولري ځکه انځورونه لکه عملي زده کړه ذهن او زړه ته زر لويږي ، او يو ماشوم د زده کړې تر څنګ لوستلو ته هم هڅوي.

په لومړي ځل ، شپارلس کاله مخکې په 1386شمسي کال چې تقريباً 2007ميلادي کال سره سمون خوري ، ما يو امريکايي فلم د (baby’s day out ) په نوم وليده چې دا 99 دقيقه يې فلم په 1994م کال کې، په انګلیسي ژبې، د (John Hughes) پواسطه ليکل او د (Patrick read Johnson)په کارکردګۍ جوړ شوی وو. په دې فلم کې يو وړوکي ماشوم ته، چې لا په خبرو نه دی راغلی، کورنۍ یې تل يو کتاب ورته لولي چې په دې کتاب کې خورا ډير او بېلابېل انځورونه دي. دې ماشوم له دې انځورونو دومره ډير څه زده کړي وو چې کله يوه ورځ د دريو ماشوم تښتوونکو په منګولو کې راځي خو د هغه کتاب د تصویرونو د زده کړې په واسطه په ډيرې هوښيارۍ سره ځان د هغو ماشوم تښتوونکو څخه ژغوري….

د دې فلم ليدل زما لپاره ډير جالبه او خوشاينده وو

او د دې تر څنګ ما ورڅخه زده کړل چې يو ماشوم څه ډول زده کړه کولای شي، څومره يو څه ، په څومره موده کې زده کولای شي.

کورنۍ څومره رول لري،

لوستل څومره ګټه او

انځورونه د ماشوم په ذهن څومره اغيزه لري.

هیله پسرلی:

ستاسو د اکسوس خاطرې ماته د کلونو پخوا خاطره رایاده کړه. ښايي د ښوونځي په نهم ټولګي کې به وم. له بابا سره مې د شهر نو یوې کتابفروشي ته تللې وم، فکر کوم سادات، یا سعادت دغسې یو څه نومېده. په کتابفروشۍ کې بابا زما له خور ورینې سره چې لا یې ابتداییه نه وه شروع بوخت شو. ورینې به کله یو کتاب راواخیست کله بل، ما هم بیلابیل کتابونه کته پورته کړل. په پای کې مې نه یادېږي چې ورینې کوم کتاب خوښ کړ خو ما د مغولو د سلطنت په هکه یو پڼد، دروند، سور کتاب راواخیست، بیه یې هم ډېره وه… هغه کتاب مې هېڅ وخت بشپړ ونه لوست. چې کور ته راغلم له څو ساعتو مطالعې وروسته پوهه شوم چې کتاب زما له سویې پورته دی. بابا مې هم پوهېده چې کتاب زما له سویې پورته دی خو راته یې و نه ویل چې مه یې اخله، نه یې هم زما خور ته وویل چې ته لا کوچینۍ یې کتاب مه اخله… ده پرېښودو چې موږ یې خوښ کړو حتا که غلط انتخاب هم وي.

زه چې کله هم له ورینې سره کتابتون ته تللې یم، پرې ایښې مې ده چې پخپله په کتابونو کې وګرځي یو څه خوښ کړي. البته، زه د بابا زغم نه لرم ډېر کله مې طاقت نه کېږي او خپلې مفتې مشورې خامخا وراوروم. ښايي د انتخاب دغه ازادي یې یو علت وي چې هغه کتابونه چې زه لولم او هغه کتابونه چې ورینه او زما د کورنۍ نور غړې یې لولي توپیر سره کوي. د کتابونو د اخیستلو په تجربه کې کاش ماشومان شریک کړو او انتخاب ته یې ازاد پرېږدو دا شی یې ذوق او تخیل روزي.

یو عام نظر دا دی چې ماشوم ژبه له موره زده کوي. زموږ په وطنونو کې چې پلرونه ډېر وخت فکر کوي چې د دوی اصلي مسولیت له کوره بهر دی او ماشومان یې په اصطلاح مور ته خوشې کړې وي. مور په شخصیت جوړولو کې لا ډېره اغېزه لري.

زه چې ماشومه وم مور او پلار ته به شله شوم چې کیسه راته وکړي. د مور به مې ډېر کله همهغه یوه تکراري کیسه وه چې یو خرګوشک (سوی) و چې په ځنګله کې لار ترې ورکه شوې وه… د مور د تکراري کیسو دغه خرګوشک لا هم زما د ذهن یو مهم کریکټر دی. مور چې به کیسه ختمه کړه ما به بیا په خپل ذهن کې پسې اوږدوله او دغسې به خوب راته.

زه اوس هم هغه خرګوشک کله کله په خوب وینم او پوهېږم چې خرګوش ته په پښتو کې سوی وايي خو زړه مې کېږي په کیسو کې ورته خرګوشک ووایم.

په بهېر کې که میندي وي زما مشوره ورته دا ده چې خپلو ماشومانو ته کیسې وکړئ او د کیسو په هکله دوی وپوښتئ، د دوی کیسې هم واورئ.

چې ماشومه یې تر هر بل چا دې په مور او پلار باور ډېر وي د دوی کیسې داسې اورې لکه د دنیا تر ټولو مهم داستان چې وي او چې ماشومه یې زړه دې کېږي ستا د دنیاګۍ تر ټولو مهم کسان مور او پلار دې ستا کیسې هم واوري.

زه کله کله فکر کوم که مې ښوونځی او په ماشومتوب کې کتابونه په پښتو لوستي وای ښايي ډېرې او ښې کیسې به مې لیکلې وای. زموږ په وطن کې چې ډېر ماشومان په خپلې مورنۍ ژبه د تعلیم له حقه محرومه دي‌ او د ماشومانو لپاره ډېر کتابونه نشته ممکن ډېرو ماشومانو ته په لوی عمر دا احساس ورپیدا شي چې خپل ځان، احساس او فکر هغسې نشي بیانولی لکه څرنګه چې یې زړه کېږي.

زه یو وړاندیز لرم:

د ماشومانو کتابونه ځینې ډېر لنډ دي، ښايي ټول لس جملې وي. د دغو کتابونو ژباړه بیخي کم وخت غواړي. په دې بهیر کې موږ ډېرې داسې بهیروالې لرو چې له پښتو پرته یې یوه یا څو نورې ژبې هم زده دي. راځئ د ماشومانو د کتابونو ژباړه پیل کړو، د اصلي کتاب له عکسونو سره به یې انلاین خپاره کړو. حتا کولی شو دې لړۍ ته د ((کوچینیانو خزانه)) نوم ورکړو. په لسګونو کتابونه به مو پښتو ته ژباړلې وي کله چې امکانات‌ برابر شول بیا به یې چاپ هم کړو.

دا لړۍ به له خپل بهیره پیل کړو او بیا به په نورو لیکوالو هم ږغ وکړو چې په دې کار کې راسره شي. که دا کار پیل کړو او پکې کامیاب شو د ډېرو کوچینیانو ماشومتوب به مو ښکلی کړی وي او د خپل ماشومتوب ارمان به مو یو بل نسل ته ارمان نه وي پرې ایښی. کولی شو په دې موضوع یو ورځ بحث وکړو. په ګروپ کې په بیلابیلو ژبو د ماشومانو لنډ کتابونه شریک کړو په خپل منځ کې یې ووېشو او  دې کار ته مټې راونغاړو.

فتانه ژوند:

یو ایراني زما پلار ته ویل، ستاسو ځوانان ځکه ټول جنګيالي دي چې تاسو په ماشومتوب کې په مینه مینه د جنګ کیسې ډیرې ورته ورت، غوږونه او ذهنونه مو له جنګي کېسو ور ډک کړي دي.

دا ستاسو جنګ چې نه ورکیږي د ميندو او پلرونو روزنه مو نیمګړتېا لري.

او موږ هرکله خپلو ماشومانو ته د وطن پالنې، تعلیم، مکتب، پوهنتون او هغو کسانو کیسې کوو چې په ټولنه کې د علم په ذریعه بریالي کسان وي، ترڅو مو د ماشومانو غوښتنه فکر، هڅه او تشویق د درس لوستلو او پرمختګ په لور شي.

نو دلته ښکاره خبره ده چې کیسې د ماشوم په ذهن جوړونه کې غټ رول لري، باید ورته داسې کیسې وشي چې ماشوم یو مثبت پیغام ترې واخلي، ترڅو ټولنې ته مو یو ښه انسان ډالۍ کړی وي.

او دا به د هر مور او پلار یو مسولیت هم وي چې ټولنې ته سالم انسان وړاندې کړي او سالمه روزنه ورکړي، چې د سالمې روزنې به برخه کې کیسې کول ورته اړین دي.

او له طبې اړخه هم د ماشوم ذهن یو تش ارشیف دی چې ډکیدل غواړي او هر څه په کښې ساتل کیدلی شي.

باید داسې شیان پکې ځای پر ځای شي چې راتلونکی یی متضرره نه کړي او راتلونکي کسان او خپله ماشوم ورنه ښه استفاده وکړي.

نو کېسه پکښې یو ښه رول لوبولای شي.

یادونه: ماشومانو ته بايد ډېرې ويروونکې کيسې ونه شي ځکه چې ډارن او بې‌زره کېږي.

شفیقه خپلواک:

امریکايی ارواپوهه اوري برونفنبرنر استدلال کوي چې ماشوم د معلوماتو په څلورو لړونو کې نغښتی. یا په اصطلاح څلور لایې ترې راتاو دي. لومړۍ لایه خپله ماشوم دی. دوهمه یې کورنۍ او نږدې دوستان دي. دریمه باندنی چاپیریال دی لکه تلویزیون، رسنۍ، ټولنیز چاپیریال او نور. څلورمه لایه ملي ده، چې د تعلیمي نصاب او مکتبونو په ذریعه ماشوم ته ارزښتونه ور ښودل کېږي. زموږ په هیواد کې متاسفانه دا یوه لایه یا لړ هم د ماشوم د مطالعې هغسې فضا نه لري چې باید وي. یونسف په خپلو وروستیو موندنو کې ښيي چې ۸۸٪ افغانې میندې بېسواده دي. پلرونه چې سوادار هم دي کم یې داسې موندل کېږي چې ماشوم سره په ورین تندي خبرې وکړي پاتې خو کیسه او کتاب لوستل شول. په موږ کې ښه او غیرتي سړی هغه دی چې ښځې او واړه ترې ډارېږي. ما ډېرې کمې لوستې میندې هم لیدلې چې ماشوم ته دې سمه پاملرنه وکړي. البانیا کې له موږ سره په هوتل کې تقریبا ټولې میندې باسواده وې، خو ماشومان به یې داسې تاویدل لکه له کوم لیرې کلي چې راغلي وي او هېڅ یې نور څه په ژوند نه وي لیدلي. یوه ملګرې مې په اروپا کې د ښوونځي استاده ده هغه وايي چې افغان ماشومان به له لیرې معلوم وي حتا مکتب ته یې لا منظم او پاک نه رالېږي. البته چې استثنا به وي خو په عموم کې موږ د ماشوم د روزنې کلچر نه لرو. موږ په هر څه کې غربت، جنګ او بېسوادي ملامتو خو واقعیت دا دی چې موږ ځان نه په عذابو خپل ځینې عیبونه د عیب په توګه لا ومنو. دا اوس به په پښتو کې څو د ماشوم د روزنې کتابونه وي؟ څو میندې پلرونه به له دې مخکې چې ماشوم یې پیدا شي دې کتابونو ته یو وار سر ورښکاروي؟

دوهم مهم ځای مکتب دی. موږ یو وخت شخصي مکتب ته تللو له باغ بالا سره و. کور مو کارت چهار کې و، دریو ښوونکو مو حبیبې لیسې کې هم درس ورکاوه. په رخصتي کې به هغوی هم له موږ سره موټر کې راتلل. پر لار به ماسره یو نیم کتاب و یا د شعر یا کوم ناول خو د مکتب کتاب به نه و، دا استادان به دومره راته وډونګیدل چې ته ولې په دې شیانو وخت ضایع کوې؟ ریاضي ولوله، جغرافیه ولوله. یانې پر لار هم بده وه چې د خپلې خوښې کتاب ولولم. رابعه بلخي کې ډېر ګلالی کتابتون و خو یو کتاب مو هم کور ته نشوای وړلی. دغسې به کوم ساعت خالي نه و چې هغلته مو کتاب لوستی وای. او نه هم هېڅکله راته ویل کیدل چې مطالعه مهمه ده.

زموږ کورونو ته وګورئ چې څومره تزیني شیان اخلو، المارۍ مو له شل رقمه لوښو ډکې وي خو یو د کتابونو المارۍ نه لرو. یو قران شریف مو په تاکي کې ایښی وي د هغه په پوښ هم دومره ګرد ناست وي چې مکوه پوښتنې. پاچا خان به ویل چې پښتانه به لکونه روپۍ په محفلونو او مراسمو مصرفوي خو بیا یو اخبار او مجله نه اخلي.

دلته ګورم چې هره عامه کتابخانه د ماشومانو جلا برخه لري. واړه بیخي په کتابونو لوبې کوي. ځان سره یې خپل د لوبو شیان هم راوړي وي. ځینې کسان یې رضاکار ځي اوونۍ یا میاشت کې یو ځل ماشومانو ته عامه ځایونو کې کیسې لولي. مکتبونه جلا کتابتونونه لري. هر کور کې د ماشوم کتابونه وي، که څوک وس نه لري نوي واخلي له دوهم لاس دوکانونو یې ارزانه پیري. غریبانو ته د وړیا شیانو ویش کې یوه مهمه برخه کتابونه وي.

نو که راشم ستا پوښتنې ته طبعا میندې تاثیر لري. پلرونه اغېز کوي، زموږ کورونه خو بیا ګډ وي نو نیا، نیکه، تره، عمه او نور دا ټول په لومړني چاپیریال کې راځي او د ماشوم د کرکټر مهمه برخه همدې وخت کې جوړېږي. خو له دې وروسته رسنۍ او ګاونډ تاثیر لري او ورپسې مکتبونه. موږ متاسفانه چې په دې یوه برخه کې هم داسې جوت څه نلرو. دا برخه تر بلې هرې برخې ډېر کار ته اړتیا لري خو دا چې لږ، لږ حداقل نن سبا دا مسله مطرح شوې هم ده دا به هم په لوی ګام وشمېرو. زما په نظر په عموم کې د ماشوم د سالمې روزنې د کلتور عامیدو ته اړتیا لرو. دا کلتور زموږ په لوستو او نالوستو کې کمرنګی دی.

درخانۍ:

موږ ټول په دې خبره پوهېږو اولاد د مور او پلار تقلید کوي. په کوچنیوالي د کوچني دماغ د سپینې تختې په څېر دی هر څه چي موږ وغواړو پر هغه تخته یې لیکلای سو. که موږ غواړو اولاد مو د مطالعې سره عادت سي لومړی باید خپله مطالعه وکړو تر څو کوچنیان مو موږ ووینې او هغوی هم خپل کتابونه را واخلي.

زما د پوهنتون څلورم کال و. لور مي تلوسه د دونیمو کالو وه. د پوهنتون څلورم کال پر یوه محصل د مونوګراف لیکلو په سبب ډېر مصروفه تېرېږي؛ نو زه به هم ډېر وخت له خپلو کتابو او کمپیوټر سره مصروفه وم. تلوسې ته به مي ناوکۍ ایښې وې تر څو لوبي وکړې خو هغې د ناوکیو پر ځای زما له کتابو او کمپوټر سره ډېره مینه درلودله، نو زه هم مجبوره سوم هغې ته مي د ناوکیو پر ځای کتابچه او قلم ورکړه. د هغې مینه تر اوسه د کتاب، قلم او کتابچې سره هغومره لیونۍ ده، وایي چي لویه سم ستا په څېر جوړیږم.

زه او پلار چي یې هر وخت کتاب پلورنځي ته ځو، دا له ځان سره بیایو تر څو دا د کتاب اخیستلو سره عادت سي. څه وخت مخکي په کابل کي د کوچنیانو لپاره د کیسو یو پکیج چاپ سو. موږ هم هغه وخت کابل کي وو. تلوسې هغه وخت لوستل نه سوای کولای خو پلار یې بیا هم هغه پکیج ورته واخیستی او هره شپه به یې هغې ته یوه کیسه کوله. د تلوسې اوس هغه کیسې په یاد زده دي. موږ یو بل کار هم کوو زما په نظر کیدای سي دا کار هم مثبت تمام سي کتابونه چي تلوسې ته اخلو هغه يې په خپل لاس له هغه ځایه را اخلي، دا کار ځکه کوو تر څو د تلوسې مینه د کتاب سره لا پیاوړې سي. 

دوهمه خبره مي دا کوله چي کوچني ته د کتاب په اړه یا باید هیڅکله ونه ویل سي. پوهېږم ځیني وخت اقتصادي ستونزې وي خو باید د کتاب غوښتنې په وخت کي یا ونه ویل سي. تاسو ټول پوهېږئ اوس وخت کي د افغانستان خلګ ډېر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي فقر او غریبۍ له خلکو کتاب او قلم هېر کړې دي خو پر دې ټولو ستونزو سربېره موږ تلوسې ته د قلم، کتاب، کتابچې او بستې اړوند یا نه ده ویلې.

راځم یوې بلې خبرې ته، زه د ابتدائیه ښوونځي ښوونکې یم. په اونۍ کي یو ځل زه خپل زده کوونکي د ښوونځي کتابتون ته بیایم. هغوی ډېر وخت داسي کتابونه اخلي چي دوی یې ویلای نسي خو زه هغوی له انتخاب څخه نه را ګرځوم، بلکې د هغه کتاب په لوستلو کي مرسته ورسره کوم.

اونۍ کي یو ځل زه خپله یو کتاب د کوچنیانو د کیسو را اخلم. کیسه ورته کوم او وروسته له دوی څخه د کیسې پایله اورم، بیا دوی په کورنۍ دنده کي ماته یوه کیسه له خپله ذهنه لیکي. داسي درس ویل د دوی لپاره ډېر په زړه پورې دی له دې زه څو موخې لرم؛ لومړی د مطالعې سره عادت کول، دوهم درس چي د کیسې په بڼه وویل سي نه هېریږي، دریم د کیسې لیکلو سره عادت کول چي دوی سر له اوسه و کولای سي چي یوه کیسه ولیکې او د دوی د املا سمول.

یوه کیسه به خپل د کوچنیوالي دا درته وکړم چي موږ د کوچنیوالي څخه پلار د شپې لخوا په نکلو او کتابو عادت کړي یوو. هغه وخت برقونه سم نه وه، پلار به یو کوچنی د تیلو څراغ ځان ته ایښی وو، د کلکین سره به نږدې ناست وو، موږ دوې خویندې دوه ورونه به په خپلو ځایو کي د مور سره پراته وو او نکلونه به مو په ډېر خوند اوریدل. د ژمي په موسم کي به پلار اوږده نکلونه راته کول ویل شپه اوږده ده زما تر اوسه د هغه څراغ، د باران د څاڅکو، تالاندې او بریښنا خوند هېر نه دی. د باران له ږغ، د څراغ له رڼا سره به د پلار څخه د نکل اوریدل بیل خوند کوئ. کله کله به بیده سوې وو په دا سبا شپه به مو هغه نکل بیا په پلار وایه. زما په نظر همدا لامل وو چي زما د کتاب او ناول لوستلو سره مینه پیدا سول، بس د هغه کوچنیوالي څخه بیا ما هیڅکله د سهار او ماپښین د پلار لخوا را کول سوې پیسې د خورک پر شیانو خرڅې نکړې، هغه به مي ټولولې وروسته له یو اونۍ څخه چي به د یوه کتاب د اخیستلو سوې، ارګ بازار ته به تلم هلته به مي یو کتاب اخیستی، دا کار ما تر هغه وخت کوئ تر څو چي ما دنده پیلول او نور مي خپل معاش درلودلی. ما خپل د کوچنیوالي سرمایه ټوله پر کتابو ورکړې ده کله چي مي واده وو د پلار له کوره مي تر کالو کتابونه ډېر یوړل او دا ټول زما د پلار له برکته وو چي زه یې له کتاب سره اشنا کړم. نن هغه کار زه له خپلو زده کوونکو او اولادو سره کوم.

خبرې خو مي ډېرې دي مګر د دې لپاره چي ونه غمېږي نور یې بس کوم، هیله لرم دا یو څو کیسې او تجربې ګټورې تمامې سي. 

ښکلا نور:

زه پنځه لس کلنه یم او لا تر اوسه ماشومه یم، نو په دې برخه کې غواړم خپلې تجربې شریکې کړم. په لومړي ځل مې د “سیند پیغله” په نوم کتاب ولوست دې کېسې له هغې کېسې سره ډیر فرق درلوده چې نیا جانې مې راته کړې وه. دا کتاب مې ځان سره ښوونځي ته هم وړی و او خپلو ټولګیوالو ته به مې په لوړ اواز وایه. ځینې وختونه به مې د سیند پیغله په خوب هم لیدله د ماشومانو له کتابو وروسته مې پلار راته د نصیر احمد احمدي د جوجو په نوم کتاب راوړو اوس مې هم یادېږي د کوټې په منځ کې به ناسته وم ماشومان به رانه چاپیر و او ما به کتاب په لوړ اواز لوسته. ماشومان به راته غلي ناست وو او راته غوږ غوږ به وو. کله به چې ستړې شوم دوی به ټینګار کاوه چي پاتې برخه يې هم ووایم. یوه ورځ زه د غڼې ځاله په نوم کتاب ته ناسته وم، پلار مې په المارۍ کې کتاب ته اشاره وکړه او ځلا ته يې وویل چې هغه کتاب شروع کړه د مصر له تاریځ نه دې خبروي…. پلار مې د کتاب په اړه ځیني جالبي خبرې وکړي. د کتاب نوم سینوهه و. ما سره د سینوهه د کتاب ویلو شوق پیدا شوی و. خو پلار مي راته وویل، کله چې د ځلا عمر ته ورسیږې بیا یې ووایه خو ما ضد کړی و. کتاب مې شروع کړ. سریزه یې راته ستړې کوونکې وه. خو ناول له لومړیو پاڼو نه ښکلی و. د سینوهه له کتاب نه مي هغه څه زده کړل چې کورنۍ مې نه وو راته ښودلي او ځیني وختونه به مې په خپلو خبرو کې د سینوهه مثال ورکاوه. یو ورځ په بام کې ناسته وم، د سینوهه کتاب اخیري سریزه مې لوسته ماښام و. هوا ورو ورو تیاره کېده د سینوهه کتاب اخیري کیلي مې په سختۍ ولوستې. د سینوهه کتاب مي بند کړ دلته هم د طبس په څېر ښایسته شمال و. که څه هم مور مې د بام له دیوالونو نه د سیل کولو منعه کړې وم خو بیا مې هم په ټیکري باندې مخ پټ کړ او مخامخ غره ته مې وکتل په تک تور غره باندې د افغانستان نوم روښان ښکاریده، نري باد به کله کله د ونو ښاخونه وخوځول د سرک ننداره خو لا ښکلی وه. موټرونه واړه ښکاریدل. د سینوهه کتاب مې لا په لاس کې و. کیناستم کتابچه او قلم مې راواخیستل د لیټر تتې رڼا ته مې د احساس په نوم لیکنه وکړه.

میمونه کامران:

یو څه چې تر نن یې په یاد راوړم، تل ترې خوند اخلم، او ډېر څه مې تر زده کړي دي، هغه به زما د پلارجان کور ته د راتګ پرمهال په لاس کې کتاب لرل وو. دا ښایسته انځور مې تل ذهن کې ده. پلار ته په کتو به زه هم دې ته تشویقېدم چې یو څه ولولم؛ نوټ کړم او زده کړم. زما پلار ماته ونه ویل چې مطالعه وکه؛ بلکې راؤېښودل، یعنې هغه ته په کتو زما لار روښانه شوه، له کتاب سره مې مینه پیدا شوه. که والدین خپل ماشوم په کوچني والي کې له کتاب سره بلد کړي، کتاب ور وپېژني، د دوی په مخ کې یې مطالعه کړي له کتاب سره وروزي نو کتاب به یې د ژوند برخه وګرځي. زه وایم د ماشوم په کوټه کې باید کتاب شتون ولري، د کتاب دا شتون به پرته له مطالعې هم د ماشوم لومړیتوب وګرځي.

د پوهنتون د لومړي سمستر د پیل ورځو کې زموږ استاد د مطالعې لپاره څو کتابونه معرفي کړل، چې یو یې ملي هنداره وو. دا کتاب مې له ځان سره راواخیست، کله مې یې چې په لوستو پیل وکه؛ ډېر خوندور وو، تر دې چې بیا به مې کور کې په لوړ غږ لوستو او ټول به راته غوږ وو.

زه چې په کومه ورځ ناول لولم؛ نو دوه واړه وروڼه مې د درېیم ټولګي زده کونکي دي، له مکتب راشی اول به د ناول پوښتنه کوي، چې بشپړ شو کنه؛ او څه ډول کیسه وه، بیا ټول ناول ورته بیانوم.

که غواړو کتاب لوستنه مو په ټولنه کې رایج شي نو باید لومړی له کور څخه مور پلار پیل وکړي، کور ته کتاب راؤړي، کتاب ته وخت ورکړي، ماشوم مور او پلار ته په کتو ګام اخلي. او همدارنګه ماشوم ته باید مور دوامداره ګټوري کیسې ولولي چې هم به یې په روزنه کې تر دې عالي څه پیدا نکړي او هم به د کتاب مینوال روشن فکره شخص ټولنې ته وړاندې شي.

آمنه فنا:

زه چې ماشومه ومه ماته مې مور او پلار کیسې نه کولې نه پوهېږم چې زده به یې نه وې، که ما به نه وې غوښتې.

خو هغه وخت چې ما لیک او لوست نه شو کولی زه خپله د کیسو خزانه وم، تل به مې له ځانه سره یوه اوږده کیسه روانه کړې وه. کله به مې وړې خویندې ورونه راپسې شول چې کيسه راته وکړه. ما به هم ملګري کړل، باغ ته به لاړوو، په یوه شنه پوله به سیوري ته کښېناستوو، بیا به ما کیسه ورته پیل کړه اوس مې هغه کیسې په یاد نه دي خو دا مې په یاد دي چې یوه ورځ په کیسه کې یو ډېر ښه کس رانه مړ شو یو دم مې وړوکی ورور په ژړا شو مخامخ راته ودرېده سترګې یې له اوښکو ډکې وې راته ویل یې چې “مړ کوه یې مه پکې”. دا مې د ماشومتوب له کیسو جالبه خاطره ده.

رابه شو دې ته چې په کور کې د کتابونو شتون او د مشرانو کتاب لوستل څومره ماشومانو ته مثبت ذهنيت ورکوي چې بیا کتاب د ژوند یوه مهمه برخه ګڼي. په دې اړه به زه د خپل ماشومتوب ځینې خاطرې درسره شریکې کړم:

زه چې ماشومه وم مونږ په کلي کې ژوند کاوه. په داسې کلي کې چې نه په کې د نجونو ښونځی و او نه هم مدرسه وه.

او زمونږ له کورنۍ پرته په ټول کلي کې یوه کورنۍ هم داسې نه وه چې یو دوه لوستي کسان دې ولري. زما خوشبختي خپله باسواده کورنۍ وه. زما نیکه چې یو باذوقه اديب او عالم انسان و، هره شپه به زمونږ په کور کې مشاعره او ادبي بحثونه وو. بابا مې ډېر زیات مهربانه و او د ماشومانو په روان ډېر ښه پوهېده. هېڅ کله به یې د یوه ماشوم په مخ کې داسې خبره نه کوله چې د هغه زړه مات شي یا د ناپوهۍ او کمترۍ احساس وکړي. په دومره مهربانۍ او عالي اخلاقو به یې موږ ته درس راکاوه چې کله به مو د درس وخت شو، دومره به په مینه ورتلو لکه کومې میلې ته چې روان یوو. یو بې جوړې انسان و الله ج دې جنتونه نصیب کړي.

زما مور او پلار دواړه باسواده دي. مور مې شاعره هم ده. زه چې ماشومه وم زما مور ته د کور ډېر کارونه او مسئوليتونه ورپه غاړه ول خو مور مې یو منظم مهالویش درلود. د کور د کارونو او ماشوم پالنې تر څنګ یې هم خپله مطالعه کوله هم یې خپلو ماشومانو ته درس ویلو. کله به چې میلمانه راغلل یا به کومه بله خبره شوه د ورځې به وزګاره نه شوه د شپې به ناسته وه د څراغ رڼا ته به یې یو څه لوستل یا به یې خپل شعرونه لیکل. مور مې هېڅ کله په بې ځایه خبرو او مجلسونو خپل وخت نه ضایع کاوه اوس هم همداسې ده د کټ تر څنګ میز باندې یې پنډ کتابونه ایښي وي. د مطالعې وختونه یې معلوم دي.

دا مې هم یاد دي چې پلار به مې هره اوونۍ له دندې راغی نو له ځان سره به یې مجلۍ او کله کله به یې پښتو نوي کتابونه راوړل په هغو مجلو به زما ټوله اوونۍ ښکلې تېره شوه هغه اوس هم کلي کې زما په المارۍ کې خوندي دي.

زمونږ په کور کې د کتابونو کمی نه و خو دا چې پلار مې نور هم راوړل نو مونږ ته یې راښودل چې کتابونه څومره ارزښت لري.

زموږ په کور کې چې کومه کتابخانه وه تقريبا ټول کتابونه یې په دري ژبه وو، هغه ځکه چې زما نیکه له فارسي ادبیاتو ډېر متاثره و. د فارسي ژبې د ټولو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو کتابونه یې اخیستي ول. پښتو کتابونه ماته لمړی پلار راوړل چې زه ډېره ورته خوشحاله وم. اول ځل یې چې د کاراون صاحب کتاب راوړی و، دومره ورته خوشحاله وم لکه ټوله دنیا چې یې راته راوړي وي. وروسته به مې بیا خپله د خپلې خوښې پښتو کتابونه له پلار، ورور او ماما نه راغوښتل او هر یو به مې په ډېره مینه بار بار ولوست. ما ځانته د پښتو کتابونو یوه المارۍ ډکه کړه. کله مې چې د خوشحال بابا کلیات اخیستی و، بابا مې ډېر زیات خوشحاله و، هر چاته به يې ویل چې لمسۍ مې اوس تر ما مخکې ده زه خوشحال نه لرم دا یې لري. دې خبرو به زه نوره هم هڅولم چې کتابونه واخلم وې لولم.

زما د ماشومتوب په کور کې داسې کوټه نه وه چې کتابونه دې پکې نه وي ایښي. مونږ په کور کې یوه وړه کتابخانه هم لرله خو په هرې ګوټه کې به د هر چا د خوښې کتابونه د مطالعې له پاره ایښي وو.

زما هم چې لیک لوست زده شو بیا به مې تل یو کتاب له ځان سره ګرځاوه. که به پخلنځي کې وم، که به باغچې ته تلم نو د پښتو شعرونو یوه ټولګه به مې ملګرې وه.

زمونږ د کور په دوهم پوړ کې مې د نیکه وړه کتابخانه وه. د ورځې به څو وخته هلته تلم او له بابا به مو درس لوست. چې له درسه به فارغه شوم بیا به مې له بابا نه د کتابونو په اړه پوښتنې کولې. هغه به هم په دومره مهربانۍ او شوق زما پوښتنې ځوابولې چې زما زړه به باغ باغ شو او ځان به راته مهم ښکاره شو. یوه ورځ مې ترې وپوښتل چې بابا دا ټول کتابونه تا لوستي؟

هغه موسک شو راته وې ویل: هو ځینې مې چې ډېر خوښ شوي هغه مې بیا بیا لوستي دي.

بابا مې په خپلې کتابخانه کې یو ډېر وړکی څراغ لره او ویل به یې چې، ډېره مطالعه یې د شپې له خوا کړې ده او د همدې څراغ رڼا ته یې ډېر کتابونه لوستي دي.

بابا به مې تل مونږ ته د کتابونو او لویو لیکوالانو او شاعرانو کیسې کولې. دا کیسې به ماته دومره جالبې اوخوندورې وې چې زما په ذهن کې به یې د کتاب لوستلو تلوسه وزېږوله. ما به وې، چې زه به کله دا کتاب لولم. د لویو لیکوالانو او شاعرانو د ژوند په اړه معلوماتو به دا را زده کول چې دا لوی کسان له موره نابغه نه وو پیدا دوی د خپل عالي استعداد تر څنګ یو عمر زحمت ايستلی چې دې مقام ته رسېدلي.

هر وخت به مې بابا ته ویل چې کاش زه هم ستا دا ټول کتابونه ولولم او سترګې به مې په المارۍ کې تر ټولو غټو کتابونو ته نیولې وې. زړه کې به مې ویل، زه به کله دا لولم خو چې کله د مطالعې شوم بیا به مې د بابا په مشوره کتاب انتخاب وه، ځکه هغه به تل ډېره ښه مشوره راکوله. راته ويل به یې چې اول دا کتاب ولوله بیا د دې بل کتاب لوستل درته اسانه کیږي. ما هم همداسې کول د مولانا د کلیات او مثنوي لوستل مې لوی ارمان و. د مولانا کلیات او مثنوی او د فردوسي شاه نامه او داسې نورو غټو کتابونه په لیدو به زما حرص لا زیات شو ما به وې چې اول باید دا غټ کتابونه ولولم چې ژر او ډېره پوهه تر لاسه کړم، خو دا چې د بابا په مشوره مخکې تلم نو باید اول مې څه نور کتابونه لوستلي وای. وخت راغی چې د حضرت مولانا مثنوي مې پیل کړ او مکمل مې ولوست که څه هم زما عمر ډېر کم و ډېر څه به مې ترې نه وي زده کړي خو بیا هم زما هغه هیله او شوق ترسره شو.

له ماشومتوبه تر ننه، ماته تر هر څه لوستل او لیکل د ژوند مهم کارونو دي او زما د ژوند ټولې خوږې خاطرې د کتابونو له لیکلو او لوستلو سره تړلې دي. له ماشومتوبه مې دا عادت دی چې د شپې له خوب مخکې که څه ونه لولم خوب نه راځي. کله چې په کلي کې وم، د شپې به مې چې سر ته راډیو، کتاب، قلم او کتابچه نه وو ایښي خوب به نه راته. د ماشومتوب ځیني عادتونه ښه وي چې مونږ سره د ژوند تر پایه پاتې شي او له ماشومتوبه له یو څه سره مینه هم همداسې باید د ژوند تر پایه وپالل شي، لکه کتاب لوستل، لکه شعر لیکل.

زه چې اوس ګورمه زما ټولې خویندې له کتاب سره له زده کړو سره بې اندازې مینه لري. دا مینه یې دومره پياوړې ده چې که څه هم په وطن کې اوس د نجونو د زده کړو ټولې لارې تړلې دي خو زه چې دوی ته ګورم کتابونه یې داسې له ځانه راچاپیر کړي وي، داسې پکې غرقې وي، چې ته به وایې هېڅ هم نه دي شوي.

زمونږ ټولو یو بل عادت دا دی چې که د یو دوه ورځو له پاره هم چیرته تفریح ته ځوو نو حتما یو کتاب له ځان سره اخلو. له کتاب سره مینه او دا هر څه د یوې ښې کورنۍ له برکته مونږ تر لاسه کړي دي. زما لویه هیله دا ده چې زه خپله یو کتابتون ولرم چې د هرې ژبې د ادبیاتو کتابونو پکې وي.

ستاسو بلې پوښتنې ته به راشم، نور دوستان او لیکوالان څنګه کولی شي د ماشومانو ماشومه دنیاګۍ په کتابونو ښکلي کړي؟

بیا به هم راشم خپلې یوې خاطرې ته:

دوه کاله مخکې مې د ماما د لور پینځمه کلیزه وه. ټولو ورته جامي بوټان او نور د لوبو شیان ډالۍ اخیستي وو. ما ورته د نعیمه جانې دوه پښتو کتابونه چې ماشومانو ته کیسې په کې ليکل شوې وې ډالۍ کړل.

تېر کال ژمی مې ماما کره تللې وم. ماما او مېرمن یې راته ویل چې ستا ډالۍ خو دومره ارزښتمنه او قدرمنه ده چې ټوله ورځ زما د لورګانو همدا کتابونه لاس کې وي. د دوی وړې دوه کلنې لور چې لوستل نه شی کولی له مور او پلار یې د کتاب کیسې په یادو زده کړې وې. مور یې ویل چې کتاب راواخلي تصویرونو ته یې ګوري او ماته یې کیسې کوي. ویل یې چې ان خپلو نانځکو ته د کتاب کیسې کوي. نو که غواړو د یو ماشوم ژوند وربدل کړو او بهترینه ډالۍ ورکړو باید کتابونه ورته ولیکو او کتابونه ورته ډالۍ کړو. په مینه یې خبرو ته غوږ شو. پوښتنې یې ورته ځواب کړو او هر ماشوم چې په هره برخه کې استعداد لري په پاللو کې يې ورسره مرسته وکړو.

ګلالۍ مومند:

لوستل د ماشومانو په وده کې ډیر مهم رول لوبوي. زما د معلوماتو له مخې که یو ماشوم په کم عمر کې وهڅول شي او مرسته ورسره وشي چې په لوستلو پیل وکړي نو تر ټولو لومړۍ ګټه یې دا ده چې دی په لوستلو راځي او د لغاتو زخیره یې ورځ تر بلې ډیریږي. لوستل د دوی دماغ هڅوي چې فکر وکړي او پوښتنې وکړي. د کیسې لوستل ماشومان هڅوي چې خپل تخیل وکاروي او د تخلیقي فکر کولو مهارتونو ته وده ورکړي. په کم عمر کې د مختلفو موضوعاتو په اړه معلوماتو او نوې پوهې ته لاسرسی وربرابروي، د دوی نړۍ لید پراخوي. په لنډو کې که ووایم، نو لوستل د ماشوم د ټولیز پرمختګ لپاره یوه اړینه حیاتي مسله ده چې وروسته همدا خبرې کولی شي د دوی اکادمیک فعالیت او د ژوند پر مهارتونو باندې مثبته اغیزه ولري. په کم عمر کې د ماشوم لوستلو ته هڅول د دوی په راتلونکي کې یوه ارزښتناکه پانګونه ده. دا د مور او پلار یو له اړینو مسئولیتونو دي چې خپل ماشوم په مینه او خوښۍ د کتاب لوستلو ته وهڅوي او دغه موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. په پرمختللې نړۍ کې دې خبرې ته ډیر وخت او اهمیت ورکول کیږي. د ماشومانو لپاره بیلابل امکانات شته چې وهڅول شي خو پیل یې د مور او پلار په مرسته له کوره په تدریجي توګه چې پر ماشوم فشار هم رانه شي او بې له دې چې وپوهیږي یا یې احساس کړي د یو پراسس نه تیریږي او د کتاب لوستلو سره یې مینه پیدا کیږي او زیاتیږي.

لېمه ودان:

زه چې ماشومه وم انا جانې به راته د بدري جمالې، ښاپېريانو، دېوانو او نور نکلونه کول. که به یې يو نکل لس ځلې هم وکړ، نه راته بې‌خونده کېده. د هغو نکلونو کرکټرونه مې اوس هم په ذهن کې شته، او د صحنو انځورونه یې تصور کولی شم.

 که هغه نکلونه نه وی، ښايي اوس به مې کيسې نه ليکلې.

بابا جان به مې ډېر کله په کتاب لوستلو بوخت ليده، دی لومړی کس و چې الف، ب او دا یې رازده کړل چې قلم څنګه په ګوتو کې ونيسم.

د ژوند لومړي لس کلونه مې په کلي کې تېر کړي. په هغه وخت کې زموږ په زړونو کې ليک او لوست ته دومره مينه پيدا وه، چې ان لوبې مو پرې رنګينې وې،  پر هوارو تيږو به مو په سکرو ليکل کول.

کله چې کابل ته راغلو، پلار جان به مې د کيسو کتابونه راته راوړل، اوس یې هم هر انځور زما په ذهن کې شته.

مور جانې مې له ماشومتوبه تر نن ورځې کتاب لوستلو، ليکلو، ژباړې او په نورو برخو کې ډېره هڅولې يم.

که زما د کورنۍ د غړو هڅې او هڅونې نه وی، اوس به تر دې ځايه نه وم رارسېدلې.

دا ښکاره خبره ده، د دې لپاره چې کوچنيان له کتاب او مطالعې سره مينه پيدا کړي، بايد د کورنۍ نور غړي په لوستلو وويني؛ نو که موږ دې حقيقت ته وګورو چې په افغانستان کې ډېرې ميندې نالوستې دي، دا خبره سختېږي؛ خو ناشونې هېڅکله نه ده. که يوه مور لوستل نه شي کولی، له خپل ماشوم سره خو د کتابونو په انځورونو خبرې کولی شي، درس او کتاب لوستلو ته یې هڅولی شي. دا ټولې چارې شونې دي؛ خو که څوک یې وغواړي.

زموږ د ښوونځي استاد د خپل ژوند برياوې د خپلې مور له برکته ګڼلې، ده به کيسه کوله:

“مور مې د ښوونځي په لومړيو ټولګيو کې د ښونځي درسونو او د نورو کتابونو لوستلو ته ډېر هڅولم. کوم درس به مې چې په ښوونځي کې زده کړی و، په کور کې به یې په وار وار راباندې تکرار کاوه. ډېر کله به داسې هم وه چې ما به په ښوونځي کې درس څنګه چې زده کړی و، همغسې به مې ورته تېر کړ؛ خو هغې به افرين ووايه، او ويل به یې چې څو ځله یې بیا هم ولوله چې ښه سم دې زده شي. زه به حيران شوم چې درس خو مې سم زده کړی، نو بيا یې ولې ولولم. يوه ورځ مې په ښوونځي کې درس سم زده نه شو، مور ته مې وويل چې رازده یې کړي، هغې ټينګار کاوه چې له ځان سره یې کار کړه، زده کېږي دې، خو زه بیا هم شله وم، اخر یې راته وويل چې ليک لوست مې نه دی زده.

د مور د هغې ورځې ډنډ سترګې به مې هېڅکله هېرې نه شي.”

زموږ د استاد مور نالوستې وه؛ خو خپل اولادونه یې له درس او مطالعې سره روږدي کړي وو؛ نو لوستې خو څه چې نالوستې مېرمنې هم بايد د خپلو ماشومانو په روزنه کې هڅاندې اوسي.

په دې برخه کې زموږ په ټولنه کې ډېرې ستونزې دي؛ اخر يوه ورځ يې بايد د حل هڅې پيل شي، موږ ټول بايد په دې برخه کې خپله دنده پر ځای کړو، خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلو، ورته ویې لولو او هغوی ورته وهڅوو. خپل ملګړي او خپلوان دې ته متوجه کړو چې خپلو ماشومانو ته کتابونه واخلي او ورته ویې لولي.

په پای کې بايد ووايم، چې کتاب لوستل د ماشومانو لويه اړتيا ده؛ بايد ناغېړي پکې ونه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب